دملې خائين اوملي قاتل شپږم تلين ولمانځل شو


لمــــــــــــــــړۍ برخه
ډېـــروخـوږواوقـــدرمنـــولــوســتونكـــو!
دشهيد كابـل په قبربيا ياغيانواوباغيانوخرندي وكړې زموږ يتيم ولس ته يې بيا دبلاوو په شان مخـونه ورښكاره كړل دكابل جان په زړه كي دټپوس شپږم تلين ولمانځل شو كــرزي صيب هم خپله چپنه ورته رارسولې وه نېږدې ؤ چې له كاڼو ډكه چپن گلخانې ماڼۍ ته وېسي خوشكرخداى بچ كړ،هو!
ښاغلي كرزي په ډېرادب سره دملي خاين دتورو كارنامو يادونه وكړه او همدارازيې دشهيد كابـــــــل د ځينوناولوقاتلينو نومونه هم زموږديو شمېراتــلواوسپېڅــلوشهيدانودنومونوپه لــړكې په ډيره زړورتيا سره يادكړل چې له بده مرغه دخپل پلارښاغلي كرزي،عبدالحكيم خان كټوازي،استادحكيم تڼيـوال اوديو شمېرنوروباتوروافغــانانونومونوته يې ډېرزيان ورساؤنېږدې ؤچې دسقاودزوى په ستاينه پيل وكــړي خو دخداى چارې دي نوپه دې وخت كې خداى زده اسماني كاڼي راپرېوتل اوكه باغيانوښـكر سره تمبه كړل مقصد كــــرزىصيب ورنه خلاص شوكوم چا ترتخرگ لاندې غلى خپل قفس ته ورساؤنوماله ځان سره ووېل چې په غضب ككړه كــــــرزيه ته څه په پرديوخيراتونوكې سپي په كاڼـوولې ځه مــــړه واده داﷲداد پكـې غورځي مولاداد!؟
ورځه هلته دخپلې گلخانې په قفس كې دپاړسودانوې نغمې له قطغني سازسره يوځاى كړه احمـد نــژاد به له تهرانه دانه درته رالېږي تلخان به هم يوڅوك درته راورسوي پسته اوبادام خوقانوني ډېردولسي جرگي په گـدامونوكې ځاى په ځاى كړي دي ځكه چې زموږدخردمندپارلمان غړي خوپه سلو كې ۹۸په همدغوباداموچلېږي داسي يې خوري لكه كنجـوړه په يووكال كې يې دوه درۍ خـرواره وخوړل په سـر كې خوهسي هم شى لا نه لري مقصد دتابــرخه به هم درلېږي بې درېغه يې وهه نغمــو ته زور وركـړه نغموته هسې هم اوس دخرابات ســـندرغاړي وفات شوي دي دربارته پخپله گـــرم ساته سيمابې ثمربه درته ناڅي دوه ورځي ژوند دى ظالــــمه مزي وكړه مزي هى چې زه دتا په ځاى واىتا به بيا ليدلي ؤ محفلونه جوړوه دنيا تېره ده گوره چې دپښتو نغمه ونه نيسې پښـــتوخـواركۍ خودارگ دباندې ايساره ده محقق ته هم نه پښــتوورځې اونه خوندوركوي وﷲ كه بيا لوټ لا تېر ووينې خالي څادر به جگېږي
بايد زياته كړم چې دا محقق دغو خوهم لكه زموږ ځيني محمدزايان دهيوادله اصلي توكم څخه دي اته پېړۍ پخوايې نيكونه په پښتو ژبه غږېدل څه له بل ځايه خونه دي راغلي لكه دالمــــان تركان داچې په
المان كې تركان سياسي واك نه لري خوعلت يې همدادى چې بې وسلې اولـــږه كي دي اوس به را شو بيرته دنغمواوسازونوموضوع ته محفلونوته ښه پوره ميلمانه راغواړه چې شپېلـكي او چكچكې نه وي پكې نو بيا خومحفل سوړ پاته كېږي بل داچې هرڅوك چې درغواړې ستاخــوښــه خو مارشال چنگــښ مه درغواړه په سازاواواز نه پوهېږي دومــره دى لكه فيل ارگ به درته ككـړپكـړكړي له هغه څخه خو كاظيمي ډېرښه دى دموسيقي په سوراوتال ښه پوهېږي په تهران كې دگوگوش دموسيقي له دانشــگاه څخه فارغ شوى دى رښتياكله چې سماجانه هنرنمائ شروع كړي اومحفل گــرم شې داسي نه شي چې قطغني نغمه پرېږدي دتمبورې په چرت كې ولاړه شي خداى نخواسته پښه غلطه ووهي ټول محفــل به گډوډكړي زماخوداسي درته خوښه ده چې يودنڅـا لايق اسـتاد هم درسره كــېنوه پروا نه لري پيســوته مه گوره نړيوال بانگ دڅه لپاره دى؟نن سباخودنڅاپه هنركې تنهامحترم استادرباني ډېرلوى لاس لري څوديپلومونه يې له بهره څخه هم لاس ته راوړي دي ځكه خوهره جمعه په نوبت داځينې ســـفارتخانې گرمې ساتي گوره يوځل بيادرته وايم چي دپښتونغمه ونه نيسې ځكه چې نن سبا داساسي قانون خلاف عمل گڼل كېږي هسې په نوم په لــــويـه جرگه كې ملي ترمينالوژي پښتوومنل شوه اوس ټول وائي چې كي ستي؟ وخودې ليدل چې چا خـپلې وينا ته هم پرې نه ښــودې اودسبوتاژ ځانگړي ماهـــرين درپسې راورســېدل دا ځكه چې اوس كــومه پښتوكلمه له خولې راونه باسې ياره دتاخودهم كـــورودان وي په نيمه پوهېږې ژرارگ ته ورڅخه والوتې .
په ماگرانوخوندواووروڼو!
په نوروبرخوكې به موهم وخـندوم اوله ډېروبې شرميو به موهم خبركړم نن خو تاسو دادى په خپله دجلادانوبې شرمي وليدله دوى بياهڅه كوي چې له وسلوالو مخالفنو سره دروغې جوړې خبري سبوتاژكړي تــــــــــــــــــــــــــــــربيـــــــــا