غيرلفظي پيغامونه-درېيمه برخه

 ل. سمیع الله ایلم، کابل
اکتوبر۲۰۱۳،۲۸
لمسول:
لمسول کولای شي ځینی پیغامونه مفاهمه کړي. خو دا ستاسو په انداز او هغه حالت چې تاسو په کې موقعیت لری، تړاو لري. زیاتره مهال د مامورینو لمسول، په ښوونځیو کې د زده کوونکو لمسول یو ډول ستونزو ته لار پرانیزي چې بیا خبره تر شکایتونو او محکمې رسیږي.
د ماشوم په سر لاس کشول د شفقت په مفهوم اخیستل کیږي.
لمسول د کار ځای یوه مهمه برخه ده. نرس باید خپل ناروغ لمس کړي؛ یو مدیر باید خپل مامور په شا وټپوي. خو تل هم داسې نه ده. د مامور په شا ټپول، د هغه د تشویق په مفهوم دی خو ځینې مهال لمسول د یو ډول نا راحتي سبب ګرځي. ناروغ یې، یو څوک دې ټپوي؛ مټ څخه دې نیسي؛ دغه شیان دې حتماً د ناراحتۍ سبب کیږي. فوراً چیغې کوې:"نه! بس کړه!"
دا چې څوک باید لمس شي او څوک نه، دا موضوع په عمر، جنسیت او مقام پورې اړه لري. یو مدیر لکه څنګه چې مخکې مو وویل کولای شي خپل مامور لمس کړي خو مامور نشي کولای چې خپل مدیر ته شاباسی ورکړي او یا هم هغه په ولي باندې وټپوي چې آفرین! ښه کار دې ترسره کړ.
یو ښوونکی کولای شي چې یو نارینه زده کوونکی د ټولګي مخ ته راوغواړي؛ له مټه یې ونیسي خو د ښځو په برخه کې بیا دا ډول اقدام د منلو وړ نه دی. په ځانګړې توګه زموږ په ټولنو کې.
اواز:
د یو چا اواز دا نه دی چې څه وایي بلکې څنګه یې وایي هغه دی. ځینې خلک ډیر تیز غږیږي. کله چې یو څوک په تشویش کې وي؛ یا هم په غوصه وي نو د خبرو سرعت یې زیاتیږي.
تاسو به ځینې هغه کسان چې په خبرو کې بندیږي لیدلي وي خو چې کله هم احساساتي کیږي دغه بندش په خپله له منځه ځي. پوره کلیمې وايي او جملې په ښه ډول سره افاده کوي. دغه کسان د کنځاوو او یا هم پوچ ویلو پرمهال هیڅ  نه بندیږي.
د خبرو سرعت په سیمیزو توپیرونو پورې هم اړه لري. د ځینو سیمو خلک په طبعیي ډول تیز غږيږي.
د اواز کیفیت هم مهم دی. که یو سړی د ښځې په څیر خبرې کوي او یا هم کومه ښځه د نارینه وو په څير اواز ولري، حتماً به ناراحته وي او هغه رسوخ او نفوذ چې یو سړی او یا هم یوه ښځه یې باید ولري دوی به یې نه لري. ځینې نور دي چې په سپږمو کې غږیږي. پزه یې تل بنده وي.

د اواز لوړ والی او ټيټ والی:
ځینې اوازونه کولای شي چې یو اوریدونکی په خوب لاهو کړي. ځینې له دې کبله چې یکنواخته خبرې کوي، خسته کن تمامیږي. د اواز لوړوالی- ټيټ والی کولای شي چې د متکلم په لوري د مخاطبینو پام را جلب کړي. دا چې په لوړ اواز خبرې کوي د خلکو د توجو سبب کیږي او هم کولای شي د خپلی خبری اهمیت و نورو ته وښیي.
 
چوپتیا:
چوپتیا هم کولای شي چې مقابل اړخ ته ځينې پیغامونه ولیږده وي چې په لنډ ډول یې مثالونه
راوړو:
·       ځواب موندنه:ځینې وخت خو متکلم ځکه چوپتیا اختیاره وي ترڅو ځواب ومومي. هغه ځواب چې ورڅخه غوښتل شوی او یا هم هغه څه چې ویل یې غواړي نه پرې پوهیږي. همدلته نو یو څه چوپتیا اختیاره وي او یا هم دکلیماتو ترمنځ فاصله رامنځته کوي ترڅو هغه هیره شوې خبره را یاده کړي.

·       همیشنۍ مینه (عشق جاویدانه): کله چې د یو چا مسافر له ډیرې مودې سفر څخه وروسته کورته راګرځي او یا یې هم کوم بندي له زندانه را خلاصیږي؛ نو په اول سر کې دواړه ډلې چوپ وي؛ یو بل په غیږ کې نیسي؛ یو اړخ هم څه نه وايي. همدلته دوی خپل احساسات مقابل لوري ته مفاهمه کوي ځکه چې دوی دا مهال له ځان سره کوم الفاظ نه لري چې وی کاره وي.
·       چوپتیا وسله ده: په کارولو سره یېمقابل لوری وژل کیدای شي. که چیرې تاسو کوم ملګری لری او بیخي د زړه ملګری مو وي خو ورسره خبرې نه کوی نو حتماً ځوریږي. کور کې ماشومان چوپتیا له خپلې کورنۍ څخه زده کوي ځکه چې کورنۍ د ماشومانو لپاره لومړنی تربیوي مرکز دی. کله چې مور و پلار په کور کې په کوم څه سره خپه کیږي او یو له بله سره خبرې نه کوي، دغه عادت په عین ډول سره ماشومانو ته انتقالیږي. کوڅې کې یې که له چا سره جنګ، جګړه وکړه نو بیا ورته کار هلته تمرینوي.



·       بې تفاوتي: کله، کله چوپتیا بې تفاوتي ښيي. که چیرې یو څوک په یوېخونې کې ناست وي، یو بل کس پرې را ننوځي؛ او ناست ته سلام ونکړي نو مطلب دا چې دومره یې کیسه کې نه دی او یا هم ورته په اهمیت قایل نه دی.
·       تشویش، شرم: چوپتیا د شرم، تشویش ښکارندویي هم کوي. که یو څوک چوپ وي، خپل نوکان خوري نو مطلب دا چې په کوم کشمکش کې ګیر دی او په اړه یې فکر کوي. ځینېنور بیا ځکه چوپتیا اختیاره وي چې شرمیږي. فکر کوي که څه ووایم نو  د نورو د خندا وړ به وګرځم.
·       بیلتون: ځینې کسان ځکه چوپ وي چې زیاتره مهال له خلکو څخه بیل او جدا عادت شوي وي. له خلکو سره ژوند کول بې له مفاهمې ناممکن دی. کور کې د ماشومانو دایمي ګواښنه ددې سبب ګرځي چې ماشومان دې په راتلونکي کې له خلکو، ملګرو او یا هم له یوې ډلې څخه یو ډول بیلتون اختیار کړي. دوی ته د چوپتیا ماتول، بشپړ په ځان خطر قبلول دي. دوی سل زړونه سر یو کوي او بیا خبرېپیلوي ځکه دوی په خپل ځان باور او اعتماد نه لري.
·       احساسات: په چوپتیا سره موږ کولای شو چې ځینې د غم، احترام او یا هم د مذهبي درناوي احساسات مقابل لوري ته مفاهمه کړو. د جنازې او یا هم د فاتحې په مراسمو کې خلک هڅه کوي چې خاموش و اوسي ترڅو مقابل لوري ته دا مفهوم ورسوي چې په پیښه خپه دی. امریکایان، تاسو به خبرونو کې اوریدلي وي، د خپل فوځي په مرګ یو څو شیبې چوپتیا خپلوي ترڅو مړي ته خپل درناوی په ثبوت ورسوي. په جومات او یا هم د آذان پرمهال موږ چوپتیا اختیاره وو ترڅو خپل مذهبي احساسات اظهار کړو.
·       توافق: په ځینو مواردو کې چوپتیا د رضایت او یا هم د منلو په مفهوم اخیستل کیږي. که چیرې جیم چې د خپل ټولګي د کړکۍ شیشه یې ماته کړې، د سر ښوونکي له خوا را وغوښتل شي او ترې وپوښتي چې ولې؟ نو حتماً چوپ دریږي او جرم مني. وایي که پیغلې جلکۍ ته د مور لخوا د کوم هلک په اړه وویل شي چې دا یې غوښتې ده، زړه یې کیږي چې واده ورسره وکړي او کنه؟ که جلکۍ چوپ پاتې شوه، مطلب دا چې توافق لري او که په ژړا شوه نو مطلب دا چې مخالفت یې کوي—هلک یې نه خوښيږي!
وخت:
وخت کولای شي بیلابیل مفاهیم افاده کړي.
·       اهمیت: که چیرې تاسو کوم مجلس،غونډې ته په وخت  ځان رسوی، مطلب دا چې درته اهمیت لري. که کوم بل مجلس د کومې بلې موقع په خاطر له خپل وخت څخه د مخه پریږدی، مطلب دا چې درته ډیر مهم نه دی او یا ددغې جلسې په پرتله بل ډیر مهم کار مو په مخکې پروت دی.
·       احترام: که چیرې تاسو کوم چا سره وعده لری، او له خپل ټاکلي وخت دمخه ځان ورسوی، مطلب دا چې درته محترم دی. او که ناوخت لاړ شی، کیدای شي هغه سړی داسې احساس کړي چې تاسو ته د ارزښت او یا هم د احترام وړ نه و. حکومتي چارواکي او ځینې نور داسې کسان پیدا کیږي چې خپل درناوی غونډو، ناستو او مجلسونو ته په ناوخت تګ کې ګوري. زموږ د وروسته پاتې کیدو یو دلیل دا هم دی چې نه مو خپل وخت ته ارزښت ورکړی او نه هم د نورو!
·       فوري والۍ: د وخت په کمیدو سره، ځینې توکي خپل قیمت لوړه وي. که د اختر شپې را نږدې وي؛ او یا هم  یوه اونۍ ورته پاتې وي او تاسو ګنډونکي(خیاط) ته جامې د ګنډلو لپاره ور وړئ، کیدای شي اول یې وانخلي. که وا یې هم اخیستلې نو قیمت به یې له عادي ورځو څخه ډیر لوړ وي. که یوه اداره کوم مامور ته څلور میاشتې وروسته اړتیا لري چې استخدام یې کړي؛ اوس مهال که څوک خپل اسناد د استخدام لپاره ور وړي نو حتماً به ورته د ټيټې تنخواه خبره کوي. ډیر غوره نوماند به ګوري  او په ټيټ قیمت به یې استخداموي خو که یوه اداره مامور ته په راتلونکې یوې اونۍ کې اړتیا ولري؛ نو هڅه به کوي چې یو څوک پیدا شي. بیا به نو د مامور فرمایشاتو ته ګوري چې په څومره معاش ورسره کار کولو ته اماده دی.
·       د ساعت نه لیدلو کلتور: زموږ یوه ستونزه دا ده چې هیڅکله وخت ته مو هغه اهمیت چې نورې نړۍ ورکړی نه دی ورکړی او نه هم راته ارزښت لري. دلیل به یې هم دا وي چې ارزښت مو یې نه دی احساس کړی او یا هم را ته چا د اهمیت په اړه یې څه نه دي ویلي. ویل کیږي چې د قیامت په ورځ به د دریوو شیانو پوښتنه کیږي: ځواني، علم او روغتیا. د ځوانۍ عمر تر ټولو مهم ګڼل شوی خو له مونږ څخه تل ضایع شوی او پوره ګټه مو نه ده ترې پورته کړې.  وخت سره زر دی خو موږ ورته د جستو په اندازه اهمیت هم نه دی ورکړی.
هغه کسان چې بوخت دي؛ څو ځایه کار کوي، هغوی پوهیږي چې وخت څومره مهم او څومره ورته ارزښت لري. د ساعت نه لیدلو کلتور څخه مطلب دا چې کله هم مونږ چیری لاړ شو؛ کله که هم خبری پیل کړو؛ کله که هم له چا سره په بحث شو نو بیا دا را څخه هیر وي چی څه وخت لاړ شو، د بل چا وار به هم وي، بل چا ته باید نوبت ورکړم.
 
واټن ساتل:
زموږ په کورنیو کې عادت دی چې په یوې خونې کې به څو نفره سره ویده کیږي. په دسترخوان ګڼ سره کینو. په یوه کور کې ځوی، پلار، ورور، تره او حتیٰ د تره زامن یو ځای سره اوسیږي. د کیناستلو او یا هم د خبرې کولو پرمهال؛ په غونډو او مجلسونو کې موږ هیڅکله د خونې اندازه په نظر کې نه ده نیولې او نه هم چا دا احساس کړی چې زما او د مقابل کس ترمنځ فاصله باید څومره وي. دا به یوازې زموږ ستونزه نه وي. عربان، په عمومي ډول د ټولو آسیایي هیوادونو وګړي د خپلو کلتورونو له وجې واټن په نظر کې نه نیسي.
امریکایان د مسافې له موضوع سره خورا حساس دي. د خبرو پرمهال تل هڅه کوي چی د مقابل شخص او دده ترمنځ ۱۷ اِنچه فاصله په نظر کې ونیسي.
په چورلټ ډول دا به غلطه وي چې ووایو موږ  هیڅ ډول مسافه په نظر کې نه نیسو. موږ هم د یو چا شخصیت، مقام، حیثیت په نظر کې نیولو سره فاصله مراعتوو.
له استاده قدم وروسته ځو. له خپل مدیره قدم وروسته اخلو او یا هم ورڅخه په یوې ځانګړې فاصلې کې کینو او دریږو.
د لفظي او غیر لفظي پیغامونو ګډې دندې:
ملاتړ: که چیرې یو سړی خبرې کوي؛ یو استاد درس ورکوي خو د خپل بدن له غړو ګټه پورته نه کړي؛ د هغوی له مرستې څخه بدون مخکې لاړ شي نو لکچر به یې حتماً یو څه خسته کن وي. بهرنیان به مو لیدلي وي چې د خبرو پرمهال له لاسونو، اوږو، سر څخه ګټه پورته کوي. غیرلفظي پیغامونه کیدلای شي چې د غیرلفظی هغو لپاره مُمِد واقع شي.
د غیر لفظي مفاهمې ګټې:
مخکې مو هم یادونه کړې چې ځینې وختونه له لفظی پيغامونو څخه غیر لفظي هغه ډیر جوت او اغیزمن رول اداکوي. که یوازې او یوازې لفظي مفاهمه د خبرو، تدریس او یا هم وینا پرمهال کارول کیږي نو د زړه تنګوالي، او ستړیا سبب کیږي. غوره به وي چې تل له لفظي مفاهمې سره د غیرلفظي ملاتړ موجود وي.
د غیرلفظي مفاهمې ګټې په لاندې ډول تشریح کیږي:
·       واضح تشریحات: غیرلفظي پیغامونه د لفظي پیغامونو ملاتړي او یا هم تکمیلوونکي دي. که چیرې یو سړی "هو" وایي او بیا سر هم ورسره خوځوي نو "هو"بیخی یقیني کیږي.
·       دوه ځلي د یو څه ویل: کله چې موږ یو چا ته وایو چې دغه مخامخ تعمیر زموږ دفتر دی نو حتماً په لاس او یا هم ګوتې سره هغې خواته اشاره هم کوو ترڅو زموږ مخاطب ښه پوه شي.
·       کنټرول: د غیرلفظي کلامونو په واسطه موږ کولای شو چې مقابل اړخ کنټرول کړو.  ریفري په فوټبال کې د زیر کارډ په پورته کولو سره مقابل اړخ په دې پوهه وي چې د لوبې اصول مراعت کړي. د بصري تماس په واسطه موږ کولای شو چې د ځینو زده کوونکو چې غواړي مزاحمت وکړي مخه ونیسو.
·       د معلوماتو او پوهې انتقال: که له ګونګیانو سره لفظي مفاهمه ترسره شي اغیز به یې ډیر نه وي. غوره به وي چې له غیر لفظي پیغامونو کار واخیستل شي ترڅو هغوی په ښه ډول پوه شي.
·       د وخت بچت: په بوختو سوداګریزو مرکزونو، کارخانو، ورکشاپونو کې اداري مشران زیاتره خپلو مامورینو ته د لفظي پيغامونو پرځای غیرلفظي پیغامونه مفاهمه کوي ترڅو د ډیر وخت د مصرف مخه ونیسي. په اشارو سره زر کیدلای شي چې په ورته ځایونو کې پیغام زر ورسیږي.
·       احساسات ښودل: د احساساتو ښودنه یوازې او یوازې د غیرلفظي کلامونو په مفاهمه کولو سره امکان لري او بس.
د غیرلفظي مفاهمې بدګڼې:
·       په مانا کې توپیرونه: غیرلفظي ورته پیغامونه په ټولو ټولنو، کلتورونو او هیوادونو کې ورته ماناوې نه لري او دا یې ترټولو لویه ستونزه ده. د ګټې ګوتې پورته کولو مانا به په ځينو هیوادونو کې دا وي چې کارونه ښه روان دي خو په ځینو نورو کې به ددې مفهوم کارول به تاسو په لانجو واړوي.
·       محدودیت: دامنو چی غیرلفظی مفاهمه مهمه ده خو د لفظي څخه بدون به یې ساحه تنګه وي او نشي کولای چې هر مفهوم په ښه ډول سره افاده کړای شي. 
- See more at: http://rokyan.com/non-verbal-communication-3rd-pashto#sthash.9LGEU8Vd.dpuf