پروفيسر ډاکتر انوار الحق احدي

 دوست به دې وژړوي، دښمن به دې وخندوي! ( پښتو متل)
په ۲۰۰۴ ز کال کې، تر ۱۳ کلونو مساپرۍ وروسته په دې وتوانيدم، چې د خپل ګران هېواد زيارت وکړم. دا داسې مهال وو، چې د طالبانو د واکمنۍ له پرځيدو نه لا ډير وخت نه و تير شوی او د دوی ځواکونو لا خواره واره وو.  هېواد کې امن و، ځانمرګی بريدونه او نښتې نه وې  او خلک يوې روښانه راتلونکې ته هيله من وو.
په همدې مهال د افغان ټولنپال ولسواک ګوند (افغان ملت ) لخوا، د نادر پښتون په جاده کې يو دفتر هم پرانستل شوی و؛  جوپې جوپې خلک به د افغانستان له مختلفو سيمو نه دلته راتلل او د دغه ګوند د تير ځلاند تاريخ او مترقي تګلارې سره د علاقې له مخې به يې د دغه ګوند له غړو سره اړيکې نيولې.
دا داسې مهال و، چې په افغانستان کې د ورځې او د نړۍ د سياست سره برابر ګوندونه په افغانستان کې نه وو. يا هغه چپي ګوندونه وو لکه پرچم او خلق، چې د سياست په ډګر کې ناکامه شوي وو او ولس ترې کرکه کوله او يا  هغه جنګي ډلې وې، چې زياتره يې د افغانستان په ورانولو او په کباړ تورن  وو او له دوی نه هم ولس ناراضه و.
 دغه وخت د افغان ملت لپاره يو طلايي چانس و، چې بايد ډيره زياته ګټه يې ترې اخيستې وه. د افغان ملت لپاره يو ډير ښه چانس دا هم بلل کيده، چې مشر يې پروفيسر ډاکتر انوار الحق احدي و، يو داسې شخص، چې د امريکا په پوهنتون کې استاد و. د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې څخه لا ډيره موده مخکې، کله چې احدي د ګوند د مشر په توګه وټاکل شو، يو زيات شمېر خلکو سره ډيرې هيلې پيدا شوې، چې ګوند به سمبال کړي او د ټولو افغانانو لپاره به په يوه پياوړي سنګر بدل شي. د احدي د مشرتوب په لومړيو کلونو کې دی تر يوې اندازې وځليده. د وخت د نامتو رسنيو لکه بي بي سي او امريکاغږ راډيوګانو سره به يې زياتې مرکې هم کولې. په مرکو کې به يې تل يو ښه دريځ، علمي شننه او قوي منطق شتون درلود. د نوموړی ستوری تر هغې هم لا په ځليدو و، چې د افغانستان بانک د رييس دنده يې ترلاسه کړه او نوي پيسو په چاپولو سره يې پر شمال ټلواله د مفته عايداتو يوه لاره وتړله؛ مخکې تر دې به له روسيې نه په کانتينرونو کې شمال ټلوالې ته پيسې راتلې. وروسته د ماليې تر وزارت پورې ورسيد او بيا تر پايه د کرزي په کابينه کې پاتې شو، چې د کرزي د واکمنۍ ۱۲ کاله کيږي.

دا دی په افغانستان کې د جمهوري رياست ټاکنو ته بيا يو شمېر نوماندانو  رادانګلي. انوارالحق احدي هم ځان کانديد کړ، خو د تير ځل نه هم  په کمزوري موقف کې. تير ځل خو لږ تر لږه د ګوند مشر و، دا ځل د ګوند مشر هم نه دی او تر ټولو بده خو يې لا دا، چې د کانديدانو له لست نه هم بهر شو.
ښاغلي احدي زما له يوه نږدې دوست نه لا څو کاله مخکې پوښتنه کړې وه، چې ما بايد څه کړي وای؟!
زما په ياد نه دي، چې زما ګران دوست څه  ورته ويلی و، خو د دغه ګوند د يوه خواخوږي په توګه غواړم په دې هکله څو ټکي وليکم.
راګرځم هغه ۲۰۰۴ ز کال ته؛ په کابل کې د خواخوږي په توګه زه هم د افغان ملت ګوند دفتر ته ورغلم، هلته يې يو لوړ پوړی غړی راپيدا شو، چې زه يې نوم نه اخلم خو روغبړ يې ټينګ راسره وکړ، ما هم ځان ورته معرفي کړ. زه يې بايد سمدلاسه پېژندلی وای، ځکه د دوی په جريده کې مې ورسره څو ځلې همکاري هم کړې وه خو داسې څه مې احساس نکړل. بې له دې، چې زما په هکله څه مالومات وکړي او زما د علاقې وړ موضوعات ځانته مالوم کړي، د ګوند تګلاره يې، چې د سپارې په څېر يادي کړې وه، راته بيان کړه. نوره زما هم نه وخت و او نه حوصله. سره جدا شو، په ياد مې نه دي، چې زما نوم پته څه يې هم ثبت کړل کنه که ثبت کړي يې هم وي تر نن ورځې مې بيا کومه پيغام ترې لاسته نکړ.
له دې کيسې مې مطلب دا و، چې د ګوند دفتر ته خلک پخپله ورتلل خو دوی د جذبولو لپاره څه نلرل. ښاغلی احدي ته په کار وه، چې په دولت کې دومره د اوږدې مودې لپاره نه وای پاتې شوی، بايد ټوله خواري يې د ګوند پر تنظيم او انسجام باندې کړي وای.
يو زيات شمېر کارپوهان په دې اند دي، چې افغان ملت د ولس د جذب لپاره هېڅ نلرل. که پر ملکي خلکو بمبارۍ کيدې او ښادۍ پر غم اړول کيدې، افغان ملت چوپه خوله پاتې شو، که پر افغانستان تيری کيده، که د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته يوازې پښتون وژنه روانه وه، افغان ملت نه کومه نيوکه وکړه، نه يې کومه اعلاميه خپره کړه او داسې نور.....
ښاغلی احدي، چې د حامد کرزي په کابينه کې وي، بايد د هغو اوامر ومني. کرزي به دا هېڅکله هم نه وای زغملي، چې د ده تر څنګ دې يو څوک وځليږي. په تيرو ټاکنو کې کرزي احدي ته حتی په خپل ګوند کې هم مشکلات راپيدا کړل، جيلاني پوپل يې د ده په مقابل کې ودرولو او دې ته يې اړ کړ، چې ووايي چې زه د ګوند لخوا کانديد نه يم. د کرزي ډار له ټوپکسالارانو نه وو، له هغو نه و، چې ده ته سيال کيدلی شول.
د احدي سره د يو شمېر زياتو خلکو سمپتي هغه مهال په انټي پتي ( همدردي په بدبينۍ واوښته)، چې د شمال ټلوالې د نامتو جنګسالار او د کي جي بي جاسوس احمدشاه مسعود د وژل کيدو په کليزه کې يې، په غونډه کې هغه ته د امر صاحب شهيد(!) خطاب وکړ. شمال ټلوالې له دې ويډيو نه زياته ګټه پورته کړه او په يوټيوب کې يې ورپسې نشر کړه. ښاغلي احدي به غوښتل، چې په دې خبرو سره له سياست نه کار واخلي خو دغه محاسبه يې نه وه کړې، چې زيان يې ډير دی که ګټه؟!ډير نور لاملونه هم شته، چې د ټولو ليکل به د لوستونکو لپاره د زغم نه وتلي وي.
 ښايي له دې څه باندې يوې وروستۍ لسيزې نه يې ډير څه زده کړي وي او خپل بخت بيا وازمويي ، راځی چې  وګورو چې ډاکتر احدی څوک دی ، څه ځانګړنې او وړتياوې لري:
\"\"

پروفيسرډاکتر انوار الحق احدي د 1951 ز کال د اګسټ په 21 نېټه دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په جګدلک کلي کې د قاضي عبدالحق خان په دينداره او عالمه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانېستې .
ډاکتر احدي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل په قره باغ اود کاپيسا ولايت په تګاو کې او منځنۍ زده کړې يې پر کال 1969 د کابل په حبيبيه لېسه کې سرته رسولي، وروسته د لوړو زده کړو لپاره لبنان ته ولاړ او هلته يې په 1974 ز کې داقتصاد او سياسي علومولېسانس او په 1977 ز کې يې د بېزنس په اداره کې د بیروت له امريکايي پوهنتون څخه ماسټري تر لاسه کړه .
کله ، چې ډاکتر احدي په بیروت کې خپلې زده کړې سرته ورسولې بېرته خپل هېواد ته راستون شو ، خودلته ورته نور دژوند تېرولو زمینه برابره نه وه هماغه و ، چې دنورو ډېر و افغانانو په څير يې دهجرت لار ونيوه، لومړۍ پاکستان ته او له هغه ځایه امریکا ته ولاړ ډاکتر احدي له وخت څخه په ګټه اخیستنه په 1983 ز کې په اقتصاد کې دوهمه ماسټري د شيکاګو له نارت وېسټرن پوهنځي څخه تر لاسه کړه له زده کړې او درس سره د ډاکتر احدي لېوالتيا وه ،چې نوموړی يې وهڅاوه ،چې له همدغه پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې دوکتورا تر لاسه کړي دا په امریکا کې له نوموتو پوهنتونو څخه شميرل کيږي .
ډاکتر احدي يو کال د کارلېټون په پوهنتون کې استاد او دوه کاله په شیګاکو کې دکانټیننټال ايلونای بانک کې دبانکدارۍ امر و په 1987 کې په روډ آيلنډ ايالت کې د پراوېډنس پوهنتون دسياسي علومو په ډېپارټمنت کې مرستيال پروفیسور او وروسته پروفيسر په توګه درس ورکاوه . ده د منځني ختيځ سياست، نړيوال سياسي اقتصاد، نړيوالو اړيکو او د انقلابونو د تيوريو په اړه تدريس کاوه.
ډاکتر احدي دافغانستان او منځني ختيځ په اړه يوشمېر اثار په انګلیسي او پښتوژبو لیکلي او مقالې یې دنړۍ په مهمو او معتبرو مهالنيو کې خپرې شوې دي .
ډاکتر انوار الحق احدي په تېرو دريو لسيزو کې دافغانستان د سياسي ډګر له مهمو څيرو څخه شمېرل کيږي.په 1969کال کې دافغان سوسيال دموکرات ګوند( افغان ملت) غړی شواو تر هغې وروسته د ګوند له فعالو غړو څخه شمېرل کېده.په نارت وېسټرن پوهنتون کې د زده کړې پرمهال يې پر افغانستان د روسانو د تيري پر ضد څو مظاهرې تنظيم کړې. په 1987ز کې يې د افغان ملت عالي شورا غړيتوب ترلاسه کړ او په 1995 ز او 2006 زکې دګوند دکنګرې لخوا دوه ځلې د رايو په اکثريت دمشر په توګه وټاکل شو او تراوسه ددغه ګوند مشري پرغاړه لري . په 2001 ز کې په افغانستان کې د طالبانو دواکمنۍ تر ړنګېدو وروسته ډاکتر انوار الحق احدي دبن کنفرانس له مهمو غړو څخه و ، نوموړي هماغه مهال درک کړه، چې دبن کنفرانس ډيرې نيمګړتياوې لري او په دې کنفرانس کې دافغانستان له یو مهم توکم سره له نیاوه کار نه اخستل کیږي . ډاکتر احدي دبن دکنفرانس پر مسوده لاسلیک ونه کړ ،ځکه چې دا تړون له هماغه پيله ناانډوله و او له پایلو یې پښتانه زیانمن کېدل ، چې همداسې وشول اوکومه تباه کوونکې جګړه چې اوس دپښتنو په سیمو کې روانه ده لامل یې هماغه دبن دکنفرانس نیمګړې پریکړې دي.
\"\"

ډاکتراحدي تر 2002 ز وروسته دحامد کرزي په حکومت کې ديوه مسلکي کارپوه په توګه لومړی د افغانستان بانک رييس او له 2004 ز راوروسته  دافغانستان دماليې وزیر و . احدي په افغانستان بانک کې د خپلو هلوځلو له امله ښايسته زيات وځلېد. د نوې افغانيو چاپ ، وېش او د بهرنيو پيسو پروړاندې د هغې د ارزښت ساتل، په نويو پيسو کې د ځينو جنګسالارانو د عکسونو دچاپ پر وړاندې کلک مقاومت او د جنګي ډلو له خوا د پيسو د بې مسووليته چاپ مخنيوی د ده د مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کيږي.
ښاغلي احدي په افغان کابېنه کې هم يوه ډېره مهمه څېره بلل کېده او د هغه کس په توگه ترې يادونه کيده،  چې د افغان حکومت په ډېرو مهمو پرېکړو په ځانګړې توګه اقتصادي مسايلو کې يې رغنده ونډه لرلې ده .
ښاغلي احدي په تېرو څو مياشتوکې دوه ځلې د هغه څه له امله چې د ماليي وزارت په دننه کې اختلافات وبلل شول، ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړه،خو ولسشمر کرزي له دغو ژمنو سره چې د ډاکتر احدي غوښتنې به منل کيږي د ده استعفا و نه منله او په وروستي ځل همداسې وهم شول او د ماليې وزارت معيين وحيدالله شهراني له خپلې دندې لرې شوخو پرځای يې د اقتصاد وزارت سرپرست وټاکل شو.
ډاکتر احدي د هيواد په کچه دګوتو په شمار او د ښاغلي کرزي په کابينه کې د زده کړو له پلوه بېساری وزير و او د څو کلونو راهيسې يې هيوادته د پام وړ خدمتونه کړي چې د افغان حکومت په ټيکاو کې يې خاص رول لوبولی او آن چې د ده سياسي مخالفين هم دده پروړتيا او زيركتيا اعتراف كوي .
نوموړي چې له څو کلونو راهيسې يې له ډيرو کړاونو سره سره دنده پر مخ بيوله دې ته حاضر نه شو چې يوه ورځ هم خپله رسمي دنده پريږدي .