د حرمينو هنداره (يو اتيايمه  برخه)

  دحج يونليک
يواتيايمه  او وروستۍ برخه
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com

(ته مې وزې خوره زه به دې روزې خورم
لس نيمې بجې سحر جدې ته را ورسېدلو، دبنګله دېش مکتب اړوند مز دورانو زموږ سامانونه راښکته کړل او دتلَلو لپاره يې ټاکلي ځاى ته وېووړ، له ترازو سره مو نوبت ونيوه له  موږ پرته د نورو هېوادونو ډېر حاجيان هم دخپل سامان تلَلوته په تمه وو،موږ دسامان  دتلَلو په تمه او د کام اير شرکت د ترازو(تلې) مسؤولين بې غمه وو،تر ماسپښين قضاپورې د ترازو مسؤولين نه معلومېدل.
جده ډېره ګرمه وه آن واسکټ هم پکې نه اغوستل کېده، ماخپل سامان ګلاغا او شيخ معصوم علي ته وسپاره اوپه کوچني مسجدکې ويده شوم، زه ستړى وم که نه هلته خوب نه کېده، بېروبار پکې ډېروو ،دپښو غځولو ځاى نه وو لږ به چې پرېشانۍ وېوړم د چاپښويالاس به راوېښ کړم،خوبياهم يوساعت خوب مې وکړ، کله چې ولاړم ګورم هلته نه زموږ يو ملګرى اونه يې سامان شته دى،مسؤولينوزموږ ملګري پنځلسمې ترازو (تلې )ته لېږدولي وو،چې هلته ورغللم نواوبه ،بيکونه،بکس او خلتې مې نادرکه وې، ژر ژر اخوا دېخوا وګرځېدم يو شى مې يوځاى کې اوبل مې په بل ځاى کې وموندل.
حاجيانو موقع غنيمت ګڼلې وه هر چا خپل ځان تاله ترازو(تله)وړيا وه حج پر ټولو اغېز کړى وو،زما وزن هم  درې  نيم څلورکيلوکم شوى وو په جده کې مې وزن دوه اتيا کيلو وو.
بالاخره له ډېر انتظار وروسته د کام اير مسؤولين راغلل او د سامان تلل پيل شول  خلک په ترازوګانو ووېشل شول،دسامان تَلونکيو (وزن کوونکيو) به له واسطه لرونکيو سره اوه،اته کيلو هم ګوزاره کوله اوکه اته کيلو سامان به يې هم ډېر وو نو څه يې ترې نه غوښتل خو چې څوک بې واسطې، بې واکه، ارام او غلى وو،نو د يوکيلو اضافي سامان پيسې يې هم ترې اخستلې ،دشرکت لخوا له زمزم سره څلوېښت کيلو وزن ته اجازه وه، خو داسې اوازه وه چې اريانا له زمزم سره پنځه څلوېښت کيلوګرامو ته اجازه ورکوي،که له څلوېښت کيلوڅخه به  دخلکو يو کيلو بار هم ډېر وو نو دکيلو پر سر به يې ترې ٢٥رياله اخستل، دې بې انصافۍ خلک اړ کړل چې د ترازو له مزدورانوسره پټې اړيکې جوړې کړې د زمزم يوه بوشکه چې لس ليتره پرې ليکل شوي وو خو يوولس ليتره پکې ځايېدل،او حاجيانوهم ډکې کړې وې،حاجيانوغوښتل چې دابوشکه ورته په لس ليترو حساب شي خو د ترازو مسؤولينو به ترې د يو يا يونيم ليتر اضافي اوبوهم ٢٥رياله غوښتل بالاخره ځينو حاجيانو د ترازو له وزن کوونکيو مزدورانوسره لاس يو کړ، ديوې بوشکې په سربه يې لس رياله هغه ته پټ ورکړل اوبوشکه به يې پرې تېره کړه،په دې ډول لسګونه بوشکې تېرې شوې،  بل چل يې دا وکړ چې په الوتکه کې لاسي بکس له تلَلو معاف دی،خلکوبه خپل درانه شيان په لاسي يا دغاړې بيک کې واچول ځينې به يې په يوپلاستيک کې واچول  دابه له تول څخه معاف وو، زه يو تن پېژنم، چې په  بيک کې يې شپاړلس کيلو او په پلاستيک کې يې شپږ کيلو وزن ځاى پرځاى کړى و دا دواړه له تَلَلومعاف دي.
دلته هماغه متل وو، چې(ته مې وزې خوره زه به دې روزې خورم).
له جدې څخه کابل ته

دبار له سپارلو وروسته دوهم پوړ ته روان شو، دلته له تالاشۍ تېرېدل سم له پل صراط څخه تېرېدل دي، په اوږده ليکه کې تالاشۍ ته ودرېدو تالاشي کوونکي  سست وو، بيکونه هم په کمپيوټرڅارل کېږي او انسانان هم ،له هغوشيانو پرته چې دنړيوال معيارله مخې يې په الوتکه کې لېږد بند ندى، دلته دوى ځانګړې خوښه هم درلوده، ځينې بې ضرره او مجاز شيان يې هم نه پرېښودل.
له تالاشۍ وروسته په انتظارخانه کې کېناستو، کام اير لا دمخه راغلې وه، الوتکې ته دورختلو پرمهال زه او عبدالله بيا په مخ کې په بزنس کلاس کې کېناستو دالوتکې استيورد  دوه ،درې ځله موږ ته وويل چې شاته لاړ شو بالاخره زه پرې غوسه شوم ورته مې وويل چې موږ شاته لاړ شو نو خير دلته څوک کېنوې، دا الوتکه خوټوله د حاجيانو لپاره ده او ټوله پرې ډکېږي، تا سو د بزنس کلاس لپاره ځانګړې ټکټونه نه دي خرڅ کړي اونه د حاجيانو په ټکټونوکې توپير  شته دى، نو بيا د اڅوکۍ شاته اوزګاروئ؟ هغوى هم غلي شول، داڅوکۍ په رښتياهم پراخه او پستې وې، څه نور امتيازات يې هم درلودل.
الوتکه د سعودي په وخت کې په لس کم نهوبجو والوتله لاندې تپه تياره وه، څو څو ځايه مو لاندې په سترو سترو رڼاګانوسترګې ولګېدلې د الوتکې له عمليې مو پوښتنې کولې ځينې يې د سعودي ښارونه  راښودل ،يوځای يې  بحرين راوښود،خو ددوبۍ پر هوا بيا دشپې تېرېدل بېل خوند لري، ددوبۍ داسمانڅکوپرډيزاين او نقشه څوک له ځمکې   سم نه پوهېږي ،خوله هوا بيادشپې دڅراغونو په کتار ونوکې ښه پوهېږي، ددوبۍ ډېرې لوړې او سترې ودانۍ اوسړکونه  د ستورو په بڼه يا دسپوږمۍ يادګل ياګلدان يا مثلث يا ..په بڼه دي، دوبۍ ټول څراغان ده خو دبحر غاړه يې رنګين او سپين پړک ده، له وچې بحر ته تللي ټول پلونه او سړکونه سپين پړق ښکاري.
په بحر کې  دروانو بېړيو څراغونه هم ښکارېدل.
الوتکه د سعودي ،بحرين،متحده عربي اماراتو  او دايران د بندر عباس له لارې افغانستان ته لارغلله.
بندرعباس هم روښانه او سپين وو خو ددوبۍ په څېر نه.
الوتکه دسعودي پروخت پاو باندې يوه بجه اودکابل پروخت پاوکم درې بجې  د کابل پر هوايي ډګر کېناستله .
دجدې ګرمۍ آن د تن واسکټ هم راباندې وېستى و خوپه الوتکه کې هواسړه وه هغه مې بېرته واغوست زموږ جامه  ددوبي(اوړي)وه خو دلته چې کله له الوتکې ښکته کېدلو او سم دالوتکې پوړ يو (زينو)ته راغللو نو دکابل د ژمي يخوڅپو راباندې حمله وکړه، په لږ وخت کې مو يخ زړه ته هم ورسېد، ماله ځان سره يو پټو هم سعودي ته وړى وو خودې پټو ته نه په مکه، نه مدينه اونه په جده کې اړتيا وليدل شوه، تر پايه مې له بکسه را ونه هم وېست.
دلته مې ورته سخته اړتيا احساس کړه، خو هغه په بکس او بکس په الوتکه کې  و لايې موږ ته سپارلى نه  و.
کله چې له الوتکې راښکته شو، نو دهوايي ډګر په بس  موټروکې يې،په همدې ډګر کې حاجيانو  ته درول شويو خېموته وروستلو. هلته ګازي بخارۍ لګولي شوې وې له هرې بخارۍ مو څو څو څوکۍ راتاوې کړې، شل دقيقې به تېرې وې چې د حاجيانو پر سامان بار يو موټر راغى او سامان يې ښکته کړ،حاجيان ورغلل او دخپل سامان لټول يې پکې پيل کړل، خو د ځينو خلکو سامان نيمګړی و، څو دقيقې وروسته بل موټر راغى زه هم ورغللم د خپل سامان لټون مې پيل کړ، زما سامان پنځه ځايه ياپنځه غوټې وې، راټولول او پلټل يې اسانه  کار نه وو.
دډېرو خلکو زمزم چپه شوي وو د چا له بوشکو نيمې اوبه تللې وې زما په شمول ټولو حاجيانوخپل د زمزم بوشکه په ځانګړي پلاستيک کې پرېس کړې وه، خو ډېرو ته دې کار ګټه نه وه کړې ماله ځا سره کوم پنځه ويشت ليتره زمزم را اخستي وو درې ليتره به مې له مدينې تر کابله پرلار څښلي وي نور مې ټول پوره او سالم را ورسول په زحمت مې خپل ساما ن پوره او ٣٠٣موټرته پورته کړ،کله چې دټولو حاجيانو سامان پوره او موټروته وخېژول شو نو موټرودکابل دحضوري چمن ترڅنګ دکابل نندارې مخ ته دکابل نوين هوټل پر لور حرکت وکړ.
حاجيانوخپل دوستان همدلته راغوښتي وو، ما خپلې کورنۍ ته ويلي وو،چې زماله ستنېدلوبه نه څوک  خبروئ اونه به ډله مخې ته راځئ ماڅو څوځله ورته ويلي چې زما زوى احمدطارق،  ورور مې روح الله اوخوريی مې رفيع الله روشن به زموږ له خپل موټرسره راشي او داسامان به راسره وېسي،بل به هېڅوک هم نه خبروئ، کله چې د جدې هوايي ډګر څخه راووتلونو کورته مو خبر ورکړ ،دلته چې له الوتکې راښکته شو نو بيا مو ډاډ ورکړ،کله چې دکابل نوين هوټل مخ ته را نږدې شو ګورو چې هغه دچاخبره ټوله دنيا موټرو او خلکو نيولې ده.
ماته خلکو ويلي وو چې په کابل کې دسامان دښکته کېدلو اوستړي مه شي په وخت کې غله او کيسه بران غلاکوي اوله همدې موقع په استفادې سامان پټوي.
پوليسو، هوټل ته دننه  له حاجي پرته بهرني خلک نه راپرېښودل، حيران شوم چې داپنځه غوټې څنګه دخپلې کورنۍ غړوته وسپارم خير سامان مې حاجي ګلاغا او دهغه مورته وسپاره په دې بيروبار او تياره کې د کورنۍ د غړيو موندل هم اسانه کار ندى، خير په ټېليفون مو يوبل وموندل،زه بهر راووتلم ترهرچالومړى زماپخواني ډرېور حيات استاد وليدم پرمايې غږ کړ،له ودرېدلوسره سم يې ګل په غاړه کې راواچاوه ويل يې چې نور دوستان هلته د هوټل ددېوال ترڅنګ ولاړ دي ،ده  ژر روح الله ته په ټېليفون زما ځاى وښوده هغه هم راغى له ستړي مه شې اوګلانو اچولو وروسته مې د هوټل پر دروازه  ورننوېستل ،عسکر راته وويل چې استاده په ټلوېزيون مې ستا نصيحتونه  اوموعظې ليدلې په همدې احترام درسره ملګري پرېږدم چې سامان دې راوباسي که نه  له حاجي پرته بل چاته دننه د ورتللو اجازه نه ورکوو، ماهم ورته کور ودانی ووايه لاړو په يوځل مو ټول سامان را پورته کړ، بهر چې راووتلو نو دومره دوستان  مخې ته راغلي وو چې ما يې آن تصور هم نه کاوه زه آن له جلال اباده دهغوی له راتللو خبرنه وم ، څوڅوځله مې غاړه له ګلانو ډکه او تشه شوه، زموږ دکورنۍ ډېر غړي او دوستان په جلال ابادکې وو خو بياهم په کمپنۍ کې د کور خواته چې روانېدلو نو د موټرو سم کاروان راپسې وو، زه رښتيا هم په دې کار خفه شوم، خو،ښه وه چې تياره وه، زه د نورو دوستانو په تکليف هم خفه شوم خو تر هر چا ډېر پر خپل پلار او خپل کوچني زوى رشاد خفه شوم ،دوى ته مې وويل چې تاسو ولې په دې يخنۍ کې ځان په تکليف کړ ، خو،ښه ده ورور مې مشفق دخپل موټر ايرکنډېشن او بخارۍ همېش فعال ساتي،موټر يې ګرم وو، په دې ترتيب مو يوسپېڅلى سفر پاى ته ورساوه، داسفر خو په ښکاره پاى ته ورسېد خو دې منزل ته دبيا بيا سفر تنده يې راکې ژوندۍ کړه هيله ده چې دامې حرمينوته وروستى سفر نه وي او هيله ده چې الله ج دټولو هغو جل وهلو تنده خړوبه کړي چې ددې سفر په زمزمو خپله تنده ماتول غواړي اوالله ج دې دهغو کسانو دحج ارمان هم پوره کړي چې ماته يې له حرمينوسره  اشتياق اوبې سارې مينه معلومه ده هلته مې هم  ورته ډېرې دعاګانې کړي اواوس يې هم ورته کوم خصوصاًزما دګران ماما معلم ميرعثمان او زما دکوچنيتوب دمهال د استاد او ترورزي ملاعبدالجان لالا.تاسو هم ورته آمين ووايئ.له تاسو درنو لوستونکيو هم ډېره ډېره مننه چې ددې يون ليک له لارې په حرمينو کې راسره وګرځېدلئ الله ج دې ستاسوټولې شرعي غوښتنې هم پوره کړي . آمين
ربناتقبل منا انک انت السميع العليم.