
دحج يونليک
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com
دديدن وروستۍ شېبې
دحج ورځې شمېرلي دي،او په مدينه منوره کې خو حاجيانو ته ايله داتو نهو ورځو استوګنې زمينه برابرېږي،حاجيان هلته په نبوي حرم کې څلوېښت لمونځونه هرومرو په جماعت سره اداکوي، ځکه چې په دې اړه حديث روايت شوى دى ،خو موږ ته هلته له ٤٥هم د ډېرولمونځونو وياړ راپه برخه شو.
له ماڅخه په مکه معظمه کې يوځل ثور غره ته دتللو پر مهال، بل ځل په يوه مېلمستياکې ،نه پوهېږم بل ځاى چېرې وو په کعبه کې په جماعت لمونځ فوت شوى وو (دحج ورځې لکه منى،عرفات او مزدلفه په دې کې حساب نه دي)
خو الحمدلله په مدينه منوره کې موټول لمونځونه په جماعت سره وشول نور په مدينه منوره کې زموږ وروستۍ ورځ وه موږته خبر راغى چې سبا به وختي تاسې جدې ته روانېږئ،دجاى نمازونو او پاتې سودا د پوره کولولپاره ،خپلې عمارې ته نږدې بازار ته ورغللم ،دلته د حرم شاوخوا دوکانونو په پرتله ارزاني وه، په يوه دوکان کې مې ښه جاى نمازونه وليدل يو جاى نماز (لمونځى)مې ورسره په ٢٣رياله فيصله کړ،نور نو د رنګ ا وډيزاين ټاکل زما خوښه وه، دوکاندار علي نومېده اصلاً د يمن اوسېدونکى ٢٥کلن ښکلى ځوان وو،دوکان ته له ورختلوسره سمدستي يې وپېژندلو ويل يې چې افغانان خو يئ،خودا ووايئ چې دشمال که د جنوب ياستئ ماورته وويل چې زه دختيځ يادننګرهار يم،هلک ډېراحساساتي او جذباتي فکر درلود، دشمالي ټلوالې او امريکايانو ضدوو،طالبانو ته يې دعاکوله،کله چې پوه شو نظر اوفکر مو يودى نو لا يې جرئت وکړ زه يې هم جهاد ته وهڅولم، ويې ويل چې دوه مياشتې وروسته لومړى پاکستان او بيا افغانستان ته ځي ماورته وويل چې هلته څه کوې،ويل يې خپل نفس پرالله ج پلورم ما ورته وويل داڅه وايې هغه ځواب راکړ چې زما دعمر ٢٥کاله تېر دي پته نشته چې نور به څومره پاتې وي،نوولې همدا اوس داخرت تلپاتې عمر ته پانګونه نه کوم؟ زه افغانستان ته ځم اوهلته پر امريکايانو فدايي يا استشهادي بريد کوم،علي وويل چې په دنياکې يې ښه ساعت تېر دى،ښه ځواني ،کورنۍ او شتمني لري،دوکان ته يې اشاره وکړه چې دلکونو ريالو جنس پکې دى او ښه سودا يې کېږي خو دى اخرت غواړي دلته ورسره سکون او اطمئنان نشته دى. ماترې وپوښتل چې هلته څوک پېژنې ياله چاسره دې اړيکې شته دي،ځواب يې راکړ چې څوک نه پېژنې خودهغه چا دټيليفون نومره ورسره ده چې له ده سره په فدايي بريد کې مرسته کوي.
دده پاکو احساساتواوسپېڅلي جذبې زه، هم احساساتي کړم، اوښکومې پر مخ لاره جوړه کړه،سوچ کې شوم ،له روسانوسره د جهاد پرمهال زما دسنګر يمنی ملګری ابو عبدالرحمن او سعودی ملګرى عبدالهادي عبدالله راپه زړه شول چې دواړه په شهادت پسې راوتلي وو او دواړه په سره رود کې شهيدان شول، دا اندېښنه هم راسره ملګرې شوه چې له علي سره به څه کېږي،ايا دده بريد به رښتياپر امريکايانووي؟ علي د جهاد د اجاره دارانواودجهاد په نوم دسوداګرواو له استخباراتي چينلونو سره دتړليو لاس ته ونه لوېږي؟ دعلي برخليک به دجهادي سوداګروپه لاس ټاکل کېږي اوکه دازمينه به ورته برابره شي، چې له رښتونو مجاهدينو سره ملګرى شي،څه مناسبې توصيې مې ورته وکړې،په ژړاترې رخصت شوم هغه هم ژړل د جاى نمازونو پيسې يې هم نه اخستې خوما په زوره ورکړې.
دهمدې ورځ په مازيګر( دمحرم يوولسمه) زه او ښادمن د عبدالغني ميمني دوکان ته ورغللو اوهغه ته موساعتونه واخستل،د حاجي نعيم پغماني ترورزي ورته ارزانه عجوه خرما واخسته دشپې تر ناوخته په سودا پسې وګرځېدو دشپې يوولس نيمې بجې زه ،ظريف زمان نيازى،ډاکټر ښادمن او قاري،د قبا مسجد ته لاړو دشپې بيروبار کم او هواښه وه نو ددوى دشرکت له موټر څخه موښه ګټه واخسته تېل هسې هم ديوريال درې ليټره وو.
کله چې قبا مسجد ته ننوتلونوبهر مود ځوانانو ډېرې چيغې واورېدلې موږ فکر کاوه چې ځه لوبې به کوې موږپرلمانځه ودرېدو،چې چيغې ډېرې شوې اوله همدې سره ناتاره ډېرې زياتې ضربه او منفرد ډزې پيل شوې،داهرڅه له مسجد سره نښتي و موږ له لمانځه وروسته په مسجد کې تم کېدل غوره کړل،ترهغې چې ډزې کمې شوې،حاجي نعيم له خپل يوه پېژندګلو څخه پېښه وپوښتله هغه ورته وويل چې حکومت او دمدينې شيعه ګان نښتي دي داچې ولې نښتي دي دی هم نه پوهېږي،زموږ د ځان تر څنګ موټر ته هم اندېښنه وه ځکه هغه بهر ولاړ وو خير ډزې چې کمې شوې موږزړه وکړ راووتلو څه باندې دولس بجې وې چې په سيدالشهداء واټ له حرم څخه لږ لېرې اطباق هوټل ته ورغللو.
حاجي نعيم وويل چې په مدينه منوره کې ډېر زيات شيعه ګان دي خو حکومت پرې ډېر زيات قيودات ايښي دي ،کله کله آن د حکومت پرضد وسله وال پاڅون هم کوي اوپټې پټې دسيسې هم جوړوي.
اطباق هوټل په مدينه منوره کې له عصري او نوموتو هوټلونوڅخه ګڼل کېږي، زموږ کوربه ډاکټر ښادمن وو،هغه هوټل ته په تناره کې دپاخه شوي پسه اومندی فرمايش ورکړى وو لومړى يې خوندور سوپ راووړ،دپسه روغ روغ ورنونه او اوږې يې چې په انګار کباب شوې وې په لګنونوکې راوړې، کباب يې ښه خوړين وو خو سپورلګېده اومالګه اومرچ يې کم وو ډوډۍ مووخوړه، څه باندې يوه بجه خپلې خونې ته لاړم هلته مولوي احمدي ويښ وو تريخ شين چاى مې پرې تيار کړ، ګپ شپ مو ولګاوه، دوه بجې شوې زموږاوه لس تنه ملګري کابل ته راتلل ،ماسيدنصير ته ويلي وو چې له دې خوا موږ نه غواړو چې لومړی هرات اوبيا موالوت کابل ته تنظيم شي، هغه هم همداسې کړي وو د شرکتونو اړوندپنځوزروحاجيانو لېږد رالېږددکام اير د هوايي شرکت مسؤوليت وو، دانوکابل ته دکام اير هوايي شرکت وروستۍ الوتنه وه زما په شمول زموږ دشرکت اړوند اوه لس حاجيان هم په همدې الوتکې تنظيم شوي وو.
جدې ته چې د حاجيانو دانتقال لپاره دبنګله دېش دمکتب لخوا کوم موټر ګومارل شوى وو هغه حرم ته نږدې دډاکټرښادمن دوى دعمارې فندق الاشراق سره ولاړ وو.
موږ هم بايدهملته ورغلي اوله هغه ځايه جدې ته روان شوي واى، همداسې مو وکړل دشپې دوه بجې موټر راغلل خپل سامان موپه کې بار کړ خو زموږ دڅوملګرو سامان په دې موټر کې چې شرکت نيولى وځاى نه شول، دشرکت مسؤولينو دوه کوچني موټر نور راوغوښتل چې پاتې سامان پکې بار کړي زموږ دعمارې اوفندق الاشراق ترمنځ دپښو لس دقيقې لار هم نه وه خو بارونه درانه وواوپه شا يې وړل سخت وو،پاتې سامان موپه نويو موټروکې بار کړ داصولوله مخې ددې ټولو موټرو کرايه بايد شرکت ورکړې واى کله موچې هلته سامان ښکته کړ نو له حاجيانوسره مې دشرکت دډرېور نعمت شور واورېد.
چې ورغللم ګورم چې نعمت له هر حاجي څخه څلوېښت رياله ددې موټرو کرايه غواړي او هغوى ورسره جنجال کوي چې يو خو داد شرکت دنده ده چې داسامان انتقال کړي،بل داچې دواټن خويو کيلومټر هم ندى او موټروته ورکړې کرايه که په حاجيانوووېشل شي نوپنځه پنځه رياله هم نه ور رسېږي نو تاسوولې څلوېښت رياله غواړئ؟
زه هم نعمت ته په غوسه شوم خو هغه راته وويل چې ((استاد برمن همينطور گفته شده است)) اوکه زه له دوى داپسې وانه خلم نو شرکت يې نه راکوي چې کلک مې کړ نو دواړو موټروته يې سل ريال هم نه وو ورکړي خوله هر تن څخه يې څلوېښت رياله غوښتل چې شپږ سوه او اتيا رياله کېدل.
ترڅو چې دښادمن دوى ملګرو خپل سامان له عمارو راښکته کاوه نو موږ پنځم نمبر موټرته خپل سامان پورته کړى وو ملګرو لومړى سېټ ماته ځکه راکړ چې په عربي پوهېدم اوکه اړتيا شي نو ستونزه حل کړم .