د حرمينو هنداره (اتيايمه  برخه)

 دحج يونليک
 
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com

دشباکيا جريمه
حاجي عبدالله چې زموږ دشرکت ګډونوال وو هم زماترڅنګ کېناست هغه ډېر چالاک سړى وو څه ناڅه عربي يې هم زده وه په خپله چالاکۍ يې ځان دموټر رئيس معرفي کړ،ما چې خپل سامان ځاى پرځاى او ځانته سيټ ونيوه نو نور خلک لاپوره راښکته شوي نه و موقع مې غنيمت وګڼله حرم ته لاړم نفل لمونځ (تهجد)مې وکړل اوپه وروستي ځل مې د رسول الله ص اوشيخينو سلام وکړ، دابېلتون هم اسانه ندى، يوه لپه اوښکې بيه غواړي، دلته هم زه پرپښو راووتلم خو زړه مې هملته بند او د رسول الله ص دمزار په پنجروکې اسير و.
په هرحال څلور نيمې بجې موټرو حرکت وکړ يوځل بيا په يوځاى کې د حاجيانو پاسپورتونه او اسناد وکتل شول اود حاجيانو حاضري واخستل شوه له مدينې منورې څخه په تياره کې راووتو د سحر لمونځ مو له ښار څخه بهر په يوه مسجد کې په جماعت اداکړ زموږ موټر چلوونکى هادي شباکيا داندونيزيا اوسېدونکى او خېرنه دريشي يې پرتن وه،موږ په تياره کې روان وو چې دترافيکوموټر مو د موټر مخې ته ودرېد ،ډرېور  ته يې د راښکته کېدلو وويل له ښکته کېدلو وروسته يې سمدستي ورته د جريمي پرچه ورکړه، شباکيا لږ ځان اخوا دېخوا کړ عذر يې وکړ خوګټه يې ونکړه يو سل او لس رياله (شاخوا١٤٣٠افغانۍ)يې ترې واخستل اوپرچه يې ورکړه ماچې پرچه وکتله نو د تخلف ډول يې سرعت ښوولى و  په پرچه کې دتخلف ډول ، وخت ،ځاى د چلوونکي نوم، د جريمه کوونکي کمپيوټر شمېره،دموټر پلېټ ،دجريمي اندازه هرڅه ليکلي وو،چلوونکی ډېر خفه  وما ترې وپوښتل  چې سرعت دې کله له حده واوښت هغه راته وويل چې لږ وړاندې  دموټرو په ګڼه ګوڼه کې راګېر شوم نو د ځان دوېستلولپاره  مې موټر لږ تېز کړ او ستن مې ١١٠ته ورسېده ،په داسې حال کې چې مجاز سرعت ١٠٠ کيلومتره په يوه ساعت کې دى،نوکمپيوټر زه څارلى يم او دترافيکو مديرته يې خبر ورکړى دى، شباکيا خفه شو ويل يې چې داپيسې ،دى له خپل جېب څخه ورکوي او کمپنۍ يې مسؤوليت نه اخلي.
ماحاجي عبدالله ته وويل چې ده ته له حاجيانو چنده غونډه کړي ،هغه هم پيل وکړ او چنده يې ورته ټوله کړه.
پرلار ځاى ځاى پر تختو تختو ليکل شوي وو :خبر اوسئ سړک په رادار کنټرولېږي)
چاى موپه مطعم الراحة  والزين کې چې له وادي هاري څخه مخ په مدينې پروت دی وڅښه.
له مکې معظمې څخه مدينې ته ١٥٠ کيلومټره لېرې په الظبية والجمعة کې پروت هوټل( فندق و مطعم الراحة) ته چې له دېخوا تللو نوشاو خوا شل موټر ولاړ وو خو دامهال پکې هېڅوک نه ښکارېدل.
له آبيار سره نږدې موپه يو هوټل کې د زمزمو د لېږد (سقيازمزم)سپين ټانکر وليد.
دمدينې منورې اومکې معظمې ترمنځ پر پروت سړک هوټلونه کم دي  له مدينې څخه مخ پر مکې تر وادي ستاره  په يوه ساعت کې تر   ٢٠٠کيلو مټره د چټک تګ اجازه شته ده.
له مدينې منورې څخه مخ پر مکې تر هغه ځايه چې دمکې او جدې لار بېله شوې يا له مکې معظمې څخه ٩٩کيلو مټره لېرې ټوله لار توره او سوځېدلې تيږه ده. کله کله صحرايي  بوټي هم ليدلي کېږي.
جحفې ته د مکې او جدې دوه لارې  ته نا رسېدلى ښې خواته لار تاوه شوې همدا راز له عمومي سړک څخه ينبوع،واثل ،ابيار،جحفې او ذهبان ته هم لارې تاوې شوې دي، اوله دو طرفه سړک څخه جال تاو دى، چې   هېڅ حيوان  دوراوښتلو لار نلري.
پر لار څو ځايه باغچې او کروندې ښکاري، ونې يې بې مېوې اوله واټرپمپونو ياژورو څاګانو خړوبېږي، خو نوره ټوله شګلنه صحرا او توره تيږه ښکاري له مکې څخه مدينې ته ٦٥ کيلو متره لېرې د ملک عبدالله ښارګوټى دى، داښار ګوټى ډېر لوى او آباد دى،  پر لويه لوحه  يې (مدينة ملک عبدالله الاقتصاديه)ليکلي دي په دې ښار ګوټي کې لسګونه لويې او لسګونه کوچنۍ فابريکې فعاليت کوي، پرلويه لار يې د (شرکت رضوي لانتاج غذاءالمحدودة) فابريکې لوحه ليکلې داډېره لويه فابريکه ده په دې ښار ګوټي کې د نارينه وو د تللو او راتللو سړکونه بېل او دښځو بېل دي.
خوهلته ښځې له کار څخه منع ندي، بلکې هغوى ته داقتصادپه غوړېدو کې ونډه ورکړل شوې اوحجاب پرې پلى شوى دى، خو په افغانستان کې هرڅه افراطي دي دلته ښځه يا په کور کېنول کېږي او يا دومره ازادي ورکول کېږي، چې ټول اسلامي حدود او افغاني دودونه تر پښو لاندې کوي او اروپايانې هم ورپسې نه رسېږي