
ښځه یوازې دخپل عمر ، کالیو او دمیړه دتنخوا په اړه درواغ وايي
ښځه ددې وړتیا نه لري ،چې پر ځانوژنه لاس پورې کړي ، خو دومره ټينګار به پرې کوي ،چې تا به ځانوژنې ته اړ کړي .
دا مینه ده ، چې ښځه زړښت ته نه پریږدي .
دښځې له انده سړی له واده وړاندې اتل وي ... او له واده وروسته بندي .
ښځه ترهغې ښایسته وي ، چې سړی ورسره مینه کوي .
که ښځه هر څومره ناپوهه وي ، خو دمینې په اړه له ډيرو پوهانو زیاته پوهیږي .
ښځه الله ددې لپاره پنځولې ،چې له سړي سره مینه وکړي .
دښځې له مینې ځان وساته او د سړی له کرکې مه ډاریږه .
دیونان ښځې خپل عمر دواده له ورځې شمیري نه دپیدایښت له ورځې .
که سړی ښځې ته دا ثابته کړي ، چې پر ما ګرانه یې هیڅکله به غوسه نه شي .
سره زر پر اور ، ښځه پر سروزرو او سړی پر ښځه ازمایل کیږي .
دښځې له وسه پوره ده ،چې مینه څلویښت کاله پټه کړي ،خو کینه یو ساعت هم نه شي پټولای .
دکوژدې پر مهال هلک خبرې کوي او نجلۍ یې اوري د واده پر مهال ناوې خبرې کوي او د واده هلک یې اوري ،خو له واده وروسته ښځه او میړه خبرې کوي او ګاونډیان یې اوري .
مینه له ښځې اجازه اخلي بیا یې زړه ته ننوځي او د سړی زړه ته په زور ورننوځي ... همدا زموږ غمیزه ده ( برناردشو )
دسړی عمر له احساس سره ګرو وي او دښځې له شکل سره .
دښځې عقل په ښکلا کې دی او دسړی ښکلا په عقل کې دی .
ګونګې ښځې ته راز ووایه سمدلاسه به ګویا شي .
ښځه که هر څومره لیونۍ هم وي زیرکه سړی اداره کولای شي ، خو ښځې ته په کار ده ، چې دومره پوهه وي ، چې لیونې سړی څنګه اداره کړل شي .
ښایسته ښځه د اندیال ( مفکر) سړی دښمنه ده .
ښځه د ژوند تر ټولو پیچلې راز دی .
ښځه په یوه دقیقه کې دومره څه درک کولای شي ، چې سړی یې په ټول عمر کې نه شي کولای .
ناز .... دښځې شپږم حس دی .
ښځه په مینه کې خپل وقار او په غیرت کې خپله مینه له یاده باسي .
ښځه ده ، چې سړی دنیمکرغۍ خوا ته روانوي .
کله ، چې ښځه پر ژړا شي سړی مقاومت نشي کولای .
فیلسوف یوه ښځه ولیده ،چې ځان یې په ونه کې غرغره کړې و نو له ځان سره یې وویل : کاشکې ټولې ونې دغه ډول میوې ونیسي .
مړوښه ښځه دبې واده ښځې په پرتله ډیر ژوند کوي
د نړۍ دتاریخ په بدلون کې له سړ ی څخه دښځې اغیز ډیر دی .
دښځې دمخ رنګ له معدې سره ډیر تړاو لري .
سړی له ښځې دیر سخي وي .
دښځې مینه دسړي په پرتله ډیره وي .
ښځه به د ژوند تر پایه شل کلنه وي .
ښځې له مار څخه نڅا او چل زده کړې دی .
ښځه پر خپلې موسکا اور بل کاندې وروسته به هسې هڅه کوي ، چې پر اوښکو یې مړ کا .
ښځه داسې ده لکه دروند بکس ، چې وړل ګران دي او په غورځولو يې د سړي زړه نه کيږي
وايي ، سړي ته چې يوه خبره وکړې له يوه غوږ يې ننوزي او له بله يې ووزي ،
خوښځې ته چې خبره وکړې په دواړو غوږونو ننوزي او له خولې يې راووزي
ښځه چې ښه وي ، اسماني ډالۍ دی ، خو که خرابه شي بيا نو اسماني بلا ده