
ل. سمیع الله ایلم
که په یوې ادارې کې مفاهمه نه وي، نو اصلاً په هغې ادارې کې د ژوند وینه نشته. کله چې انسان وینه ونه لري نو ژوند نه لري. مفاهمه د یو ساعت، یوې ورځې، میاشتې او کال خبره نه ده. ترڅو چې اداره وي، او مامورین وي نو مفاهمه به وي او ادامه به لري.
څومره چې مفاهمه غښتلې وي، هغومره د ترقۍ او ترفیع چانس به ډیر وي. دا مفاهمه ده چې ستاسو مقام لوړه وي. نن سبا خو د مفاهمې په برخه کې په لوی شمیر کې پوستونه او کارونه هم موندل کیږي. لکه Communication Officer, Communication Manager او داسې نور.
د مفاهمې په برخې کې زده کړو خو اوس یو ډول تخصصي بڼه هم غوره کړیده. که په دې برخه کې مو کار وکړ؛ زده کړې مو وکړې نو د ښه او غوره رزق ګټلو چانس مو ډیریږي.
هغه څوک چې ښه او غوره مفاهمه ولري، په هماغه اندازه به یې یاران او ملګري زیات وي. مفاهمه یو هنر دی. سیي ده چې په کتابونو کې په دې اړه ډیر څه لیکل شویدي خو حتمي نه ده چا چې د مفاهمې ډیر کتابونه لوستلي هغه به په مفاهمې کې له نورو ډیر پوهیږي. مفاهمه یو هنر دی! الٰهی ورکړه ده. تحفه ده چې هر چا ته یې نه ده ورکړې.
فکر مو وي، چې مفاهمه په رهبرۍ او یا هم مشرتوب کې مهم رول لري. که مشران غواړي پخپلو پیروانو هغه څه چې دی یې ورته وایي ومني، نو باید غوره مفاهمه ولري. د ټیم هڅول بې له غورې مفاهمې نه رامنځته کیږي.
که څومره هم تحصیل یافته وي، جهان دیده وي خو چې په مفاهمې کې یې خوند نه وي نو مشري به یې تر پوښتنې لاندې وي.
د ژوند پنځه ساحې چې مفاهمې ته په کې ډیره اړتیا لیدل کیږي:
هغه پنځه مهم ځایونه چې مفاهمه په کې د نورو ځایونو په پرتله ډیر صورت نیسي، په لاندې ډول دي:
1. کور
2. ښوونځي، پوهنتونونه، او یا هم ښوونځیو و پوهنتونونو ته ورته نورې تعلیمې ادارې!
3. ملګرتیا
4. کار ځای
5. ټولنه
راځئ چې د پورته یاد شوو ځایونو په اړه تفصیلي خبرې وکړو:
لومړی: کور، فامیل:
یوه کورنۍ ، یوه اداره وګڼئ. پلار ریٔس او مور مرستیاله. ددوی برسیره به تاسو په کورنۍ کې بیلابیل نور کسان ومومئ چې بیلابیلې دندې او مسؤلیتونه لري.
د کورنۍ ځینې غړي داسې وي چې هغوی په مړي او ژوندي کې د کورنۍ استازیتوب کوي. ادارې هم ځینې داسې مامورین لري چې هغوی د ادارې اړیکې له باندنیو ادارو سره تأمینوي چې ورته Liaison ویل کیږي.
ستاسو د کورنۍ بل غړی به سودا اخلي، خریداري به کوي؛ خوراکه به برابره وي. په ادارو کې هم د لوجسټیک په نامه یو مقام شته! اداري مامورین د عملیاتو برخې ته ملاتړ بخښي او هغه هر اړخیز ملاتړ وي. دفتري خونې پاکوي، تشنابونه، دهلیزونه او نورې خونې پاکې ساتي. آشپز (پخوونکی) موږ ته په دفتر کې ډوډۍ برابره وي؛ چای را لیږي. د میلمه عزت لپاره مو هم یو کس وي چې چای ورته واچوي. لارښوونه ورته وکړي؛ زموږ دفتري څانګه ورته وښيي. یو بل څوک مو دفتر ساتي چې کومه پیښه ونه شي. کور هم همدا ډول دی. په کور کې بیلابیل کسان لرو؛ بیلابیل کارونه او مسؤلیتونه لري. لکه څنګه چې په دفتر کې له بیلابیلو کسانو سره بیل ډول مفاهمې ته اړتیا لیدل کیږي، کور کې هم ټول یو ډول نه دي. له هر یو سره په بیل رمز او ډول سره مفاهمه باید ترسره شي: له زاړه، مشر، ځوان، واړه او ښځو سره یو ډول مفاهمه نه کیږي!
په ځینو کورنیو کې کیدای شي چې ښه مفاهمه شتون ولري. د کورنۍ غړي به یو له بل سره ازادانه بحث کوي؛ موضوعات به مطرح کوي. خو ټولې کورنۍ دا ډول نه دي.
په نن سبا کورنیو کې خو مفاهمې یو ډول پیچلې بڼه خپله کړیده. کورنۍ د پخوا په پرتله ډیرې یو ځای او په یوه مکان کې سره نه اوسیږي.
ودونه او طلاقونه مفاهمې ته نوې بڼه، او ډول ورکوي. د ماشومانو زیږون، نړۍ ته د هغوی راتګ خو مفاهمې ته بیخي بل ډول بڼه، شکل او طرز ورکوي.
کورنیو کې ستونزې، او لانجې حتمي دي. هر چیرې چې کار او انسان وي، نو ستونزې به هم حتمي وي. ښځه له میړه سره په ستونزې کې وي. ورور له خور او خور له ورور؛ ځوان له پلار او پلار له مور سره!
ستونزه دا وي چې نه پلار ځوی ته او نه هم خور،ورور ته غوږ نیسي. په خبره ځان سره نه پوهوي چې بالاخره پایله یې خپګان شي.
دوهم: ښوونځي، پوهنتونونه، علمي مراکز:
علمي مرکزونه هغه که په هره کچه وي، د خلکو د راټولیدو مرکزونه ګڼل کیږي. په دغو مرکزونو کې خلک وي نو چې خلک وي له یو بل سره به مفاهمه وي، بحثونه به وي؛ خبرې اترې به وي.کله چې دغه ټکي مطرح شول نو مفاهمه پیل شوه. استاد هڅه کوي چې زده کوونکی په خبره پوه کړي او زده کوونکی هڅه کوي چې استاد ته خپله پوښتنه ورسوي. په علمي مراکزو کې په لویه کچه مفاهمه ترسره کیږي. ویناوې کیږي، د وینې غونډولو لپاره کمپاینونه ترسره کیږي؛ مهمې ورځې لمانځل کیږي؛ د شخصیتونو په اړه غونډې جوړیږي؛ که په دې مراسمو او غونډو کې برخه وا نه خلی نو یوازې او ګوښی شمیرل کیږی. کله چې سړی په دې پُرجوشه او د مفاهمې په دې ګرمې نړۍ کې عادت نه شي نو په راتلونکي کې یې د بري چانسونه کم دي!
یوه ستونزه چې دلته په ښوونځیو کې ورسره شاګردان مخامخیږي دا ده چې استادان پوره غوږ نه نیسي. کله چې زده کوونکي ته غوږ ونه نیول شي، نو زده کوونکي هم په هماغه ډول عادت کیږي؛ بیا همدغه شاګرد په کور، کوڅې کې له ورور، انډیوال سره هماغه ډول چلند کوي او ورته غوږ نه نیسي.
په ښوونځیو کې خو له زده کوونکو سره یوه ستونزه دا وي چې هغه څه نه اوري چې باید وایې وري.
دریم: کار ځای:
زموږ تر ټولو قیمتي او خوږ وخت په دفتر کې تیریږي. موږ له کوره په دفتر کې ډیر پاتې کیږو. زموږ همکاران زموږ د کورنۍ له غړو هم له موږ سره ډیر پاتیږي. نو اوس تاسو خپله قضاوت وکړئ، کله چې یو سړی له خپل کوره هم زیات له خپلو همکارانو او دفتري مامورینو سره پاتې کیږي نو باید څه ډول چلند خپل کړي؟ که دلته مو مفاهمه خرابه شوه، نو بیا له کار ځای څخه زندان جوړیږي. بیا به په ټیلې ورته راځي. که په کار ځای کې مو مثمریت کم شو، نو بیا باید خپلې برطرفۍ ته شیبې وشمارئ. نن سبا ادارې هڅه کوي ترڅو خپلو مامورینو ته د مفاهمې په برخه کې ځانګړي روزنیز کورسونه برابر کړي او ویې رسوي.
څلورم انډیوالي:
ښه سړی هغه دی چې دوستان ولري. دوستي، رفاقت ددې نړۍ یوه تر ټولو غوره تحفه ده چې انسان ته یې په نصیب کړیده.
تاسو به هم دوستان لری. ډیرو نورو کسانو سره به هم پیژنی خو دوستي به مو نه وي ورسره شوي ځکه چې مفاهمه ورسره نه لری؛ هغوی ستاسو په خوی، انداز او روشونو درسره برابر نه دي. که تاسو د یو سړي په اړه بیل ډول نظر لری، او په اړه یې منفي فکر کوی نو دغه فکر او دغه منفي نظر مو هغه وخت بدلیدای شي کله چې ورسره مفاهمه ترسره کړی.
کله، کله خو د دوستانو ترمنځ هم ستونزې را ولاړیږي او ددې بیلتون یوازینی دلیل هم په مفاهمې کې ستونزه ده. که سره کیني هغه د ستونزو او د بیلتون ټکي سره وشمیري او یا یې هم مطرح کړي، نو ستونزه به پخپله سره خلاصه شوې وي.
موږ چې د ستونزو خوا ته ځو یو دلیل مو هم دا دی چې د هغه ټکي په اړه چې پرې خپه یو مفاهمه نه کوو. سر پرې نه خلاصوو. موضوع له مقابل اړخ سره نه مطرح کوو.
کله چې د ښځې او خاوند ترمنځ ستونزې را ولاړیږي نو په دوستۍ، او ملګرتیا کې یې پیښیدل هم حتمي دي. د ستونزو اصلي بنسټ غلط پوهاوی (سؤتفاهم) وي. دا سؤتفاهم دی چې موږ د بیلتون په لوري بیایي.
پنځم: ټولنه
په ټولنې کې ژوند کوو. له خلکو سره اوسیږو. زموږ ټولنه خو له نورو هغو سره توپیر لري. دلته خو ډیر لرې رابط هم خپل بلل کیږي. زموږ ټولنه ډیره زیاته تړلې ټولنه ده. دلته مو چې څومره هم وس کیږي، باید هومره ښه مفاهمه سره ولرو. موږ خو نن سبا د ولسواکۍ په عصر کې ژوند کوو؛ ټاکنیز کمپاینونه لرو؛ د واکسین لپاره کمپاینونه کوو که مفاهمه مو کمزورې وي، نو دغه کمپاینونه به مو هم ضعیف وي او خپلې خوا ته د خلکو په راماتولو به ونه توانیږو.
مفاهمه هغه وسیله ده چې ته یې په مټ له نړۍ سره وصلیږې او نړۍ له تا سره.
samiullahelam@rokyan.com
- See more at: http://rokyan.com/importance-of-communication#sthash.dJR9ohDf.dpuf