د حرمينو هنداره (اته اويايمه  برخه)

دحج يونليک
 
قاضي محمدحسن حقيار
haqyar@gmail.com

دمدينې بازار او هوا
مدينه منوره ډېره ښکلې هوا لري، هوايي دمکې په پرتله سړه ده ،په مدينه کې هم غرونه شته خو د مکې په پرتله کم دى،موږ دمکې ګرمۍ ځپلي وو  اودمدينې هوا راته سم پسرلی  برېښېده،دلته ايرکنډېشن ته اړتيانه وه کله کله به پکی هم اضافي  و خو داهغه مهال  و چې په کابل کې د تودوخې درجه منفي لس وه.
موږ خپله سودا او سوغاتونه مدينې منورې ته پرېښي وو، ځکه چې اورېدلي مو وو دلته بيې ټيټې دي،جاى نمازونه د دوستانو لپاره ډالۍ،خرما، خولۍ او... خو ضرور و چې پير لي موواى دحرم شريف لوېديځ ته دارالايمان کانټننټل هوټل اوڅولوړپوړيزه ودانۍ دلته د سرو زرو بازار و ، زه ورغللم خو چې نرخونه مو له افغانستان سره پرتله کړل نو ډېر لوړ وو.
زموږ يوتن ملګری علي محمد چې اصلاً دفراه او اوس د هرات اوسېدونکى وو همدلته په يوولس زرو ډالرو يو دسروزرو هار واخيست،علي محمدنالوستى دنګ او غوښور ځوان وو مولوي احمدي راته وويل چې هغه واده هم لري خوپه هرات کې د يوې لوړې کورنۍ اړوند پريوې نوموتې ښکلې   عاشق شو، چې بالاخره له ډېروجرګو مرکو وروسته يې ددېرش لکو افغانيوپيشکش ( ولور) په مقابل کې ورکړه ،داسره زر يې هم هماغې ته واخستل او ښايي هرات ته له ستنېدو وروسته يې واده وي، ماله احمدي وپوښتل چې علي محمد څه کار کوي هغه راته لنډ وويل چې له پوډرو پرته نورڅه وي؟   
له سعودي څخه په ډاليوکې د ساعتونو راوړلو دود مشهور دى ماهم غوښتل چې خپلې کورنۍ او ځينې دوستانوته ساعتونه راوړم ،ځينو دوستانو د ځانګړيو ساعتونو راوړلو فرمايش راکړى وو،د حرم شريف ترڅنګ د جنة البقيع له ديوال سره نښتى دساعت پلورلو څو دوکانونه وو، يو دوکان ته ورغلم، پلورونکى افغان و حاجي خليل نومېده او دبلخ ولايت دمرکز مزار اوسېدونکى  و، څو ساعتونه مې بيه کړل ماته نرخونه هم معلوم نه وو، هغه ته مې وويل چې که ته ماته دسل ريالو جنس په زر ريالو بيه کړې هم پرې نه پوهېږم  اوکه ددې برعکس  هم ،خومناسبه ګټه واخله او ساعتونه راکړه، هغه په خندا شو، ويې ويل کاشکې داخبره دود شي،دلته خو پېرونکي موږ اړباسي چې دسلوجنس په زرو بيه کړو ځکه چې که موږ د دوه سوه ريالو جنس په دوه  سوه بيه کړو نو مشتري راته پنځوس رياله وايي نو موږ مجبور يو چې په پنځه سوه رياله يې ورته بيه کړو او دوه نيم سووته راښکته شو،له ده مې شپږ ساعتونه وپېرل زما الفجراو پخواني  سيکوپنج ساعتونه هم په کار وو  زما ملګري جهادي ليکوال محمدمعروف فروغګر صاحب رانه پخوانی کيلی ګور سيکوپنج ساعت غوښتی وو حاجي خليل راته وويل چې دحرم لوېديځ ته ددارالايمان کانټننټل شاته د عبدالغني ميمني شرکت ته ورشه الفجر له هغوى سره ايجنسي دي او نرخونه يې هم ارزانه دي، هغه خپل کارت هم راکړ، چې له هغه سره مې معرفي کړي، دعبدالغني ميمني شرکت مې په پوښتنه پيداکړ،خو دومره بيروبار پرې وو چې هغه د چاخبره سرګرولوته اوزګارنه وو،له هرساعت سره يې بيه ليکلې وه،نرخونه فکس وو،چنې او هغه دهنديانو خبره (بارګيننګ )پکې نه وو دوکانداران خبروته اوزګار نه وو په لوى شرکت او لوى دوکان کې دقدم ځاى نه وو ماوليدل چې اوس دبيروبار له کبله په ارام زړه انتخاب نه شم کولى بيرته لاړم سبا بيا ورته راغللم په دوکان کې څوتنو کار کاوه په دخل ناست شخص ته مې چې هندى ښکارېده دحاجي خليل کارت وروښود هغه راته وويل چې ته جنس خوښ کړه بيابه درسره مراعات وکړو،ماهم څو الفجر ساعتونه راواخستل دښه الفجر بيه   ٢٧٠رياله  او دپخواني ماډل   ١٥٠ رياله  وه   خوده راته ٢٧٠ والاپه ٢٦٠او ١٥٠ والاپه ١٤٥او نور ساعتونه هم له ټاکلي بيې ارزانه حساب کړل.
زموږ ملګرو په يوه دوکان کې ښکلې ښځينه جامې ليدلې وې دادوکاندار هم افغان  و،ورغللو ډېرې ښکلې ډول ډول جامې  يې درلودلې، په نرخونوکې جوړ راغللو،دجامو ښکلا،ډول ډول ډيزاين ،له کورنۍ څخه بېلتون او مسافري اوپه مېرمنې او بچيانوپسې خفه کېدل ددې لامل شول چې ښې ډېرې جامې واخلم  ،دااندېښنه هم راسره نه وه چې دا جامې به اوږدې يالنډې وي ځکه چې په کور کې مو هرو مرو داسې څوک پيداکېدل چې دا جامې پرې برابرې شي.
په مدينه منوره کې هم دلمانځه په وخت کې يا دوکانونه تړلي اويا يې پر دروازو پردې ځړولې وي، دسړکونو دپاکوالي لپاره ٢٤ساعته نوکريوال چمتو وي و ،آن دشپې يې هم پاکوي، په مدينه کې روغتونونه ٢٤ساعته پرانيستې وي موږ هم سپين ږيری له ونې ټيټ حاجي عبدالله چې د حجراسود دښکلولوپه ټېل ماټېل کې يې پښې ژوبلې شوې وې په کې بستر کړى وو، دافغانستان په څېر سعودي هم  وچکالۍ ځپلى دى،خو دافغانستان په کچه نه، هلته په شاوخوا ٤٠ورځوکې ماکم ترکمه درې ځله باران وليدخوبياهم ديکشنبې په ورځ ماسخوتن په حرم شريف کې اعلان وشو چې سباسحر به د استسقا لمونځ کېږي هماغسې وشول د محرم په اومه ددوشنبې په ورځ دسحر له لمانځه وروسته ټول خلک په خپل ځاى ناست پاتې شول  دلمر له ختلو وروسته داستسقا لمونځ وشو چې ډېرو خلکوپکې ګډون وکړ په همدې ورځ پر مدينه منوره نرى نرى باران وورېد.
دمازيګر له لمانځه وروسته له ډاکټرښادمن سره ددوى  ودانۍ ته ولاړم هلته مې د سمنګان اوسېدونکى حاجي عبدالمتين چې په دې ولايت کې د حزب اسلامي افغانستان امر هم و، وليد، هغه راته د جمعه خان همدرد ، داتلولۍ اومېړانې، ډېرې کيسې وکړې چې پر موږ يې نور هم ګران کړ.
دمحرم په اومه دسه شنبې په ورځ مې په لومړي ځل دماسپښين له لمانځه وروسته له مولوي عبدالظاهر حقاني سره سياسي بحث وکړ ،مانه غوښتل چې دحج په ورځوکې خبرونه واورم  انټر نېټ کلب ته لاړ شم يا ټلوېزيون وګورم  ماغوښتل چې دا ورځې مې يواځې عبادت ته ځانګړې وي.
مااورېدلي وو چې د پژواک خبري اژانس رئيس دانش کړوخېل هم حج ته راغلى دى،په حرم کې به مې ډېر ورپسې وکتل خونه مې په حرم کې ،نه عرفات،نه منى،نه مزدلفه کې وليد،کله کله به حج ته دده راتلل راته هسې اوازه وبرېښېده،کله چې له حج څخه راستون شوم او په پژواک کې مې وليد، په ټوکه مې ورته وويل چې تللى دوبۍ ته وې او اوازه دې دحج خپره کړې وه، خوهغه راته وويل چې ،حج ته تللى وم خوداچې حرم کې ډېر نه ښکارېدم لامل يې داوو چې ډېربه په انټرنېټ کيفۍ کې وم او پژواک ته مې کار کاوه.
دحرم ځمکتلى
عربان له کم ځاى څخه په اعظمي ګټه اخستلوکې نوم لري، دا فورمول يې په حرمينوکې هم تطبيق کړى دى، دمکي حرم لاندې دموټرو سړکونه،پراخ تونلونه،زرګونه تشنابونه او دمدني حرم لاندې ساحې څخه ځمکتلي ته يوولس ځايه لاره ده داهره لار عادي اوبرېښنايي پراخه زينې دي، پر دې هره لاره چې ښکته شې نو لاندې ترې زرګونه بيت الخلاوې او تشنابونه دي، چې په ټولو عصري اسانتياوو سنبال دي، د اوداسه په ځايونوکې پرېمانه دلاس وينځلو خو شبو يه مايع صابون  اود بوى ضد مواد شته دي ،چې دبدبوى پرځاى ترې ښه بوى تر پوزې کېږي.
په لومړي پوړکې د تشنابونوترڅنګ ډيپو يا تحويل خانه ده او په دوهم او دريم پوړکې دتشنابونو ترڅنګ دموټرو پراخ تم ځاى جوړ شوى چې د چارواکيوپه  وينا ،په يو وخت کې پکې څلور زره موټر ځايېږي ،دموټرو تم ځاى په کمپيوټر څارل کېږي، دننوتلو او وتلو ټولې دروازې کمپيوټري دي، دموټرو ددرېدلو ځاى کې دومره واټن هرو مرو وي چې که بيروبار ډېر وي نو هم موټر بېرته په اسانۍ ووتلى شي.
په ځمکتلي کې تر افيکي نښې ،کانټينونه او ترافيکي اسانتياوې پرېمانه دي ،درې واړه پوړه سپين پړق  اوايرکنډېشنونه پکې فعال او د تهويې سېستم يې منظم دى.
مسؤولين له هر موټر څخه د يوساعت تم کېدلو په بدل کې دوه رياله اخلي او که څوک له ساعت څخه کم وخت هم تېروي نو دوه رياله به ورکوي.
دحرم دځمکتلي د چت ډيزاين خېموته ورته دى، موږ پکې ښه ډېر وګرځېدو غوښتل مو چې د دريم پوړ لاندې سړک کې بهر راووځو له يوتن مستخدم څخه مو بهر ته دوتلو  اسانه لار وپوښتله هغه د پاکستان د پنجاب اوسېدونکى و لار يې راوښوده خو ورسره يې پر موږ دپوره احتياط او هوښيار اوسېدلو سپارښتنه وکړه،هغه په مدينه کې د نا امنۍ، دوه کيسې هم موږ ته وکړې، يوه کيسه يې داسې پيل کړه: يو پاکستانى له دوو  ښکليو ښځو سره دوو عربانو وتښتاوه پاکستانى يې وتاړه،او ښځې يې ځنګله ته بوتللې ترڅو چې حکومت ځاى پيداکاوه نودوى ورسره وې.
بله کيسه داسې وه :کله چې جنرال پروېزمشرف دپاکستان ولسمشر و  نو دهغه يو نږدې ملګرى لوړ رتبه جنرال د خپلې کورنۍ له يوې ځوانې انجلۍ سره حج ته راغلى ويوه ورځ دا جنرال او داانجلۍ له يوه عرب سره په ټکسي موټر کې سپاره شوي  دي، دټکسي چلوونکي چې د انجلۍ ښکلا ليدلې نو ورته بې تابه شوى دى،پر يوه پاک او له بېروبار څخه پر خالي سړک يې موټر درولى ،دې جنرال ته يې ويلي دي چې موټر خراب شوى اوښکته شه ټيله يې کړه ،کله چې جنرال ښکته شوى او دموټر شاته تللى دى نو،موټروان موټرته پښه تمبه کړې او انجلۍ يې وتښتوله ،جنرال سمدستي مشرف ته ټېليفون کړى،مشرف ملک عبدالله ته ټېليفون کړى ملک عبدالله پوليسوته عاجله قومانده کړې بالاخره ددې جنرال په مرسته يې درې ورځې وروسته تښتوونکى او انجلۍ پيداکړل.
هغه زياته کړه چې ځينې پوليس د تالاشۍ په نوم خلک لوټي،هغه وويل چې دوه درې کسه يې ليدلي چې پوليسوترې لکونه رياله اخستي دي