په خوست كې دښځولپاره  د اچار جوړولو څلورمياشتنى كورس پاى ته ورسيدو


دغه كورس د اېل، جي، سي، ډي له خوا د يوسېډ په مالي مرسته پيل شوى ؤ، پر بشپړيدو يې د مسؤولينو په خبره پېنځه څلوېښت زره امريكايي ډالره لګښت شوى.
په همدې اړه جوړه غونډه كې د ولايتي شورا ښځينه استازو، يو شمېر قومي مشرانو او سلګونو ښځو برخه اخېستې وه.

غونډې ته د وينا پرمهال د همدې پروژې مسؤولې ناديه باوري وويل، چې د اچار جوړولو په دې كورس كې يو سلو پېنځه اتيا ښځو ته زده كړې وركړل شوې.
ناديې وويل، چې دغه كورس به له كورنيو ښځو سره د اقتصادي ستونزو په ليرې كولو كې مرسته وكړي.
د همدې پروژې  يوې ګډونوالې  بيا وويل، چې دا وړ پروګرامونه بايد يوازې د ولايتونو په مركزونو پورې محدود نه كړل شي، بلكې د ده په وينا داسې پروګرامونو ته په ليرو پرتو ولسواليو او سيمو كې ډېره اړتيا ده.

د غونډې په پاى كې د كورس پر ګډونوالو ښځو د اچار او چكنۍ جوړولو هغه وسايل وويشل شول، چې د مسؤولينو په وينا يې د هرې برخې بيه اتو زرو افغانيو ته رسيږي.
د يادولو ده، چې له دې وړاندې هم خوست كې د ښځو له پاره د چرګانو، مچيو روزنې او چكنۍ، اچار او مربې جوړونې بېلابېل پروګرامونه جوړ شوي او د خوست د ښځو چارو اداره وايي، چې له دې لارې يې له بېلابېلو اړمنو او په ځانګړې توګه هغو كورنيو سره مرسته كړې، چې سرپرستي يې د مېرمنو په غاړه ده.