
بهادر خان صميم
په خوست ولايت کې د غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنې په خپله غونډه کې پر ځوانانو غږ وکړ، تر څو په را روانو ټاکنو کې له پوره احتياط څخه کار واخلي او داسې چاته بايد رايه ورکړي، چې هغه په واقعي توګه افغانستان له اوسني بحران څخه رايستلى شي. همداشان د افغانستان بهرني سياست او نورو ګټو ته له دې نوره هم ښه وده ورکولى او ساتلى شي.
د غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنې غړو او يو شمېر ځوانانو نن د جمعې په ورځ، چې د روان ١٣٩٢ کال د مېزان مياشتې ٢٦ مه نېټه کيږي، د تېر په څېر يې خپله غونډه وکړه.
په غونډه کې د غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنې مشر، غړو، د سيمې ځوانانو، ښوونکو او استادانو ګډون کړى وو.
غونډه په سر کې د قرآن کريم په مبارکو ايتونو سره پيل شوه او له تلاوت وروسته د غونډې ګډونوالو ته رفيع الله زيار پرانيتسې وينا وکړه. ده په خپله وينا کې د ټولنې لاسته راوړنې ګډونوالو ته وړاندې کړې، چې په دې لاسته راوړنو کې يې د ولوله د مجلې د خپرېدو يو ښه او غوره لاسته راوړنه وبلله. همداشان يې زياته کړه، چې د استادانو او نظر خاوندانو د نظرياتو په راټولو سره به ددې مجلې معيار نور هم لوړ شي او همدارنګه يې له ځوانانو وغوښتل، چې تاسو بايد د ټولنې په بهبود کې نورې هلې ځلې هم وکړئ، تر څو په سيمه کې د هغو احتمالي او شته ستونزو مخه ونيول شي، چې دم ګړۍ خلک ورسره لاس او ګرېوان دي.
همدارنګه زيار په غونډه کې پر ځوانانو غږ وکړ، تر څو په را روانو ټاکنو کې له پوره احتياط څخه کار واخلي او داسې چاته بايد رايه ورکړي، چې هغه په واقعي توګه افغانستان له اوسني بحران څخه رايستلى شي. همداشان د افغانستان بهرني سياست او نورو ګټو ته له دې نوره هم ښه وده ورکولى او ساتلى شي. ددې تر څنګ يې په حکومت هم غږ وکړ، چې شفافو ټاکنو تر سره کولو لپاره دې زمينه برابره کړي، تر څو افغانان د تېر په څېر په ټاکنو کې په پراخه پيمانه ګډون وکړي.
زيار په خپلو خبرو کې پر دې ټکي هم ټينګار وکړ، چې د سيمې ځوانان بايد هڅه وکړي، تر څو د نشه يې توکو استعمال او نورو ناوړو کارونو پر ضد کلکه مبارزه وکړي او دا بدمرغه کلتور له منځه يوسي.
نورو ويناوالو هم خپلې ويناوې وکړې او دوى په خپله ويناوو کې پر ځوانانو غږ وکړ، تر څو په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي. همداشان دوى بايد د هغو احتمالي درغليو مخه ونيسي، چې په راروانو ټاکنو کې يې د پېښېدو امکان ليدل کېږي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د شاعرانو لخوا په زړه پورې مشاعره وشوه، چې هر شاعر په کې په خپل وار سره شعرونه وړاندې کړل او د ګډونوالو لخوا په ګرمو چچکو بدرګه شول.له هغې وروسته
رفيع الله زيار د غونډې ارزونه وکړه او ويې ويل: د ځوانانو دا ډول راټولېدنه کولاى شي، چې ډېرو ستونزو ته په شريکه ځواب ووايي او د حل لار ورته پيدا کړي. ده همداراز زياتوله، چې موږ بايد په سيمه کې د پوهې ډېوې بلې د ناپوهۍ تيارې له منځه يوسو، ځکه تر څو چې د پوهې کچه لوړه نه شي، تر هغو د ستونزو د له منځه تللو امکان کم ليدل کيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د غازي ببرک خان اجتماعي او کلتوري ټولنې پر بېلابېلو مسايلو غونډې رابللي او د هغې لپاره يې د حل لازم تصميمونه نيولي دي. همداشان يې په ټولنيزه او کلتوري برخه کې خپل فعاليت جاري ساتلى دى.