محترمو روښان اندو او سياست پوهانو ! تر هر څه د مخه ستاسو مقام ته احترام.
كه زموږ د گران وطن افغانستان تاريخ ته په ځير سره اوگورو دا هر چا ته جوته كيږي او په دې قانع كيږي چې افغانان زړه ور، جنگيالي ، مېلمه پال ، بااستعداده او د ځانگړو افغاني او طبعي قوانينو تابع دي او هېڅ ابر قدرت دوۍ په زور سره نه دي غلامان كړي او هېڅ زورور يې په زور سرونه نه دي ټيټ كړي.
همدغه خوصوصيات او د هغوۍ عمده ټكي همېشه روښانفكران او سياستپوهان په خپلو خبرو او بيانيو كې په ډېر افتخار سره يادوي او زياتوي چې افغانان ملت يو زړه ور او غيرتي ملت دى چې د وياړه ډك تاريخ لري.
هو! رېښتيا هم افغانان يو زړه ور او غيرتي ملت دى ، خو دا واقعيت هم كه هر څومره تريخ دى بايد اومنو چې د تاريخ په مختلفو مرحلو كې زموږ د ملت دښمنانو د افغانانو له خوصوصياتو نه د ښې پېژندگلوىۍ د لرلو په نتيجه كې د دوۍ د خوصوصياتو له ضعيفو ټكو څخه د خپل ځان په گټه استفاده كړي ده . هغه دا چې همېشه يې په پيسو اخستي او د كورنيو اختلافاتو په اساس يې دوۍ ناتوانه او كمزوري كړي دي او په غيرې مستقيم ډول يې همېشه د پرديو حكمروايۍ او غلامۍ ته اړ كړي دي.
د خپل وطن خاوره (ځمكنۍ بشپړتيا) ئې زيانمنه شوې او د خپل ورور او عزيز ناموس يې نه يوازې د پرديو په خاوره كې بلكې په خپله پلارنۍ خاوره كې هم بې ستره شوى دى.
محترمو وروڼو او عزيزانو! زه تاسو افغاني او سياستپوهانو ته خطاب كوم.
ايا دا تريخ واقعيت موجود دى او كه نه؟ ايا دغه مختلفې مرحلې ستاسو په ياد دي او كه نه؟
زه نه غواړم چې نوموړي مرحلې په گوته كړم او نه غواړم د هغوۍ مسول اشخاص هم په گوته كړم ځكه كېداى شي چې د ضعيف درك له كبله د روشنفكرانو او سياستپوهانو تر منځ دا لرېوالى چې نن موجودى نور هم پسې زيات نشي، خو هر بادركه او اصيل افغان بايد اومني چې زموږ په ننۍ بې اتفاقۍ زموږ ټول افتخارات ، پت او عزت په خاورو كې خاورې كيږي او د وطن ناموس ته مو ډېر ستر او جدي خطر متوجع شوى دى او د دې ټولو خطرونو او ناخوالو د لرې كولو دروند پېټۍ يوازې ستاسو پر غاړه دى.
زه تاته خطاب كوم ! څو كاله كيږي چې په وطن كې د پرديو په لمسون د وروروژنې اور بل دى؟
څو كاله كيږي چې د پرديو په لمسون دې سړك ، پل، ښونځي اوشفاخانه د افغان ملت د قسم خوړونكو دښمنانو په راكټونو او بمونو ورانيږي؟
څو كاله كيږي چې ستا د ځمكنۍ بشپړتيا تضمينونكي اردو ، پليس اود دولتي امنيت وجود نه لري؟
څو كاله كيږي چې د وسلوال پوځ تربيتي سرچينې (حربي ښونځى او حربي پوهنتونونه) دې له منځه وړل شوي او د راتلونكو كادرونو چينه وچه شوې ده؟
څو كاله كيږي چې ته يو پياوړى مركزي دولت نه لرې؟
د ټولو وزارتونو پياوړي كدرونه چې د دغه غريب ملت په وينو روزل شوي دي په بېگانه ملكونو كې د خپل اولاد په يوې گولۍ ډوډۍ پسې سرگردانه گرځي او د پرديو د تهديد او تحقير لاندې خپل ژوند تېروي؟
څو كاله كيږي چې د وطن په لسگونو زره نظامي كادرونه په پرديو ملكونو كې سرگردانه دي چې بې له دوۍڅخه په لسگونو كاله په وطن كې څوك امن او سوله نشي راوستلاى.
زه تا ته خطاب كوم! ايا د وطن د دې ټولو ناخوالو او شرمورو غميزو يو اساسي علت ستاسو د ځان غوښتونكو مفكورو محسول نه شي كېداى؟ ايا دا شرمگير حالت زموږ د بې اتفاقيو محسول نه ده؟
اى افغان روښانفكره او سياستپوه ! ته څه فكر كوې چې ستا د وطن د ميليونو شهيدانو د كونډو او يتيمانو اوښكې به كوم بېگانه ابر قدرت او يا ګاونډى هېواد درپاكې كړي؟
ته څه فكر كوې! چې زموږ په گران هېواد كې مېشته قومونه بې له يوالي او وروروالۍ څخه په بل شكل كولاى شي چې پر دې ټولو ناخولو بريالي شي؟
ته څه فكر كوې چې د مخدره موادو قاچاقبران او تروريستان چې د ستا په پلارنۍ مېنه كې يې د وروروژنې اور بل كړى او لا يې پسې تازه كوي ستا د شرم او بې عزتۍ كومه پروا لري؟
ايا د هغوۍ په ضمير او ويجدان كې دا خبره شته چې د خپل شهيد ورور د كونډې او يتيم يې څه حال دى؟
زه تا ته خطاب كوم! ايا ته څه فكر كوې چې عادي افغانان كولاى شي چې په وطن كې د دومره لويو بدبختيو سبب وگرځي؟
ته څه فكر كوې چې عادي افغان (بزگر، كارگر، كسبگر ) د دې ټولو بدبتيو مخه نيولاى شي ؟
ته څه فكر كوې چې ساده افغان زموږ د ملت د ښمنانو په لاس د پاشل شوي ملت په يوالي كې كوم مثبت رول لوبولاى شي؟
ته څه فكر كوې چې په وطن كې د پرتو ورڼو قومونو په يوالي او همدا رنگه د هغوۍ په سمه رهبرۍ كې بې له تانه بل څوك كوم مثبت رول لوبولاى شي؟
ايا ته دې ټكي ته متوجې يې چې ته خپله دښمن په لسگونو ټوټو وېشلاى يې ولې د څه لپاره؟
ايا ته نشې كولاى چې افغاني غيرت افغاني افتخارات او افغاني زړه ورتيا په دې ډول ثابته كړې چې خپل ورور په غېږ كې ونيسې په مخ يې مچ كړې او بخښنه ترې اوغواړې؟
ايا ته نشې كولاى چې د تا او د تا د ورور دښمن دې ته د خپل ورور سره د پخلاينې او بخښنې له لارې د تل لپاره له منځه يوسې او بايللى حيثيت او افتخارات بېرته ترلاسه كړى؟
روشنفكره او سياستپوه وروره! كله چې دا ټولې بدبښتۍ او خوښبښتۍ په تا پورې اړه لري ، نو زما اواز د زړه په غوږو واوره! دا څه اوس هم ناوخته نه دى د خپل گران هېواد افغانستان د ارامۍ ، ترقۍ او ابادۍ په خاطر ، د خپلو شاهيدانو د پاك روح د خوشحالولو په خاطر د خپلو كوڼډو رڼډو او يتيمانو د اوښكو د پاكولو په خاطر د راتلونكو لا ډېرو بې پتيو او بې عزتيو نه د مخنوي په خاطر او بلاخيره ستا د گران او باتور ولس د دايمي غلامۍ نه د ژغورلو پخاطر په خپل پاك ايمان او ويجدان سره، په خپل ټول مادي او معنوي قوت په خپلو كې يو تر بله د نظر تبادله وكړى، د نېږدېوالي گډې لارې چارې ولټوۍ، د دښمنۍ ، بې اتفاقۍ او ځان غوښتنې څخه لاس په سر شى . بلاخيره يو موټۍ شى قوت شۍ او بريالي شى . دا نن عملي گام پورته كړى سبا به ناوخته وي او بيا به افسوس كول څه نتيجه نه لري.
په دې لاره كې ستاسې د برياليتوب په هيله.
05.09.2007 مسكو روسيه
وروستي