لمبوزن

يو عمر يې په سمندر کې غوټې ووهلې او لپې لپې مرغلرې يې را ټولې کړې.
لکه ماشوم په خندا او دنجکو د ساحل غاړې ته راغی ،له مرغلرويې کوټنۍ جوړه کړه او خپله ارزو يې په کې ناوې کړه.
نا څاپه يوې غلچکۍ څپې ﻻس وروغځاوه. ټولې  مرغلرې يې ترې راټولې کړې او د سمندر جيب ته يې واچولې.