پدې ورستيوكې په افغانستان كې دبهرنيو ځواكونو د شمير دزياتېدو خبرې روانې دي او ورځ تربلې يې دزياتېدو خبرونه وركول كيږي پوښتنه داده ، چې آيا رښتيا هم دنړيوالو سرتيرو زياتېدل په هيواد كې روان جنګي اوسياسي كړكيچونو حلولى شي ؟
دمارچ په درېمه ،چې دكب له ديارلسمې نيټې سره برابره ده يوځل بيا دامريکاداستازو دجرګې دضمني کمېټې رييس اودډ يموکرات ګونداستازي جان مورتا په يوه مركه وويل ، دافغانستان حالات دومره پېچلي شوي ،چې دكرارولو له پاره يې دده داټکل له مخې شپږ سوه زره (شپږلكه)سرتيرو ته اړتيا ده .
جان مورتا ويلي،چې دافغانستان مساحت ته په كتو شپږ سوه زره سرتيري كولاى شي په دغه هيوادكې روان حالات آرام كړي .
مهمه خو داده ،چې په افغانستان كې دبهرنيو سرتيرو دشمير دزياتېدو خبره له څه مودې توده شوې،خو په دومره شمير يې تراوسه چا وړاندوينه نه وه كړې .
تيركال هم يو لوړ پوړي امريكايي چاروكي دناټو له غړو هيوادونو غوښتي و ، چې په افغانستان كې دوسله والو جنګيالو دځپلو له پاره دوه سوه زرو سرتيرو ته اړتياده .
هيوادته دبهرنيو سرتيرو دزياتېدو خبرې هغه مهال تودې شوې ، چې دامريكا ولسمشر بارك اوباما دخپل انتخاباتي كمپاين پروخت څرگنده كړه ،چې كه چيرې بريالى شي له عراقه به امريكايي سرتيري وباسي اوپه افغانستان كې به يې زيات كړي ، او دايې دخپلې پالسۍ يوه برخه وبلله هماغه و، چې افغانستان ته يې دشلو تر ديرشو زرو امريكايي سرتيرو دزياتېدو خبر وكړ ، چې له جملې څخه يې لومړۍ لېوا رارسيدلې ،چې يو شمير په وردګو او لوګر ولايتونو كې ميشت شوي دي.كيداى شي په نږدې راتلونكې كې درې نورې لېواوې هم را واستول شي ، چې شميريې تر اوولس زرو پورې رسيږي . داچې دسرتيرو زياتيدل به په هيواد كې سوله راولي اوكه يواځې دبيګناه افغانانو په مرگ ژوبلې به تمامه شي دا بله خبره ده .
دپوښتنې وړخو داده ،چې نړيواله ټولنه هغه لوړ رتبه چارواكي ، چې دافغانستان په مسئله كې ښكيل په ځانګړي توگه دامريكا ولسمشر بارك اوباما پوښيږي ، چې افغانستان روان جنګونه دپوځي لارې نشي هوارېداى په كارده ، چې سياسي لارې يې ولټول شي ، څو ورځې وړاندې اوباما پدې اعتراف هم وكړ ، چې افغانان اشغال نشي زغملاى نو هرڅومره زر چې كيداشي بايد له افغانستانه خپل پوځونه وباسو .
همدارنگه دكاناډا لومړي وزير سټيفن هار پر دمارچ په لومړۍ نيټه له يوه امريكايي تلويزيون سره په مركه وويل ، ترهغه چې يوه روښانه ستراتيژي نه وي ټاكل شوې په افغانستان كې وسله والو طالبانو ته ماتې وركول ناشونې ده .
هارپرزياته كړه ،چې په افغانستان كې دناټو ماموريت ددې تړون لپاره جدي آزموېنه ده او ماتې يې ددغه تړون دټوټه كيدو سبب كيداى شي .
په دې ورستيو كې په هيواد كې دبهرنيو سرتيرو دمرگ ژوبلې كچه درې برابره زياته شوې دغې مسئلې هم دناټوغړي هيوادونه دې ته اړايستلي،چې دخپلو سرتيرو دماموريت موده اوږده نه كړي .
له بلې خوا دامريکا ددفاع وزير رابرټ ګېټس وروسته له دې،چې دفرانسې دفاع وزير وويل،چې دناټو ځواکونه بايدله افغانستانه دخپلو سرتېرودايستلو نېټه وټاکي ، ويلي : دى وړاندوينه نه شي کولاى،چې کله به دامريکا متحدايالتونه له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي يو څه چې ده ورته اشاره كړې هغه داده ،چې امريکايي سرتيري به ژر له افغانستانه ونه وځي .
داچې دناټو غړي هيوادونه اونړيواله ټولنه د افغانستان په مسئلو كې څومره همغږي او يو پربل اعتماد لري داهم دپوښتنې وړده ، داچې كله اوباما دامريكا دولسمشر په توگه قدرت په لاس كې واخيست نو دمنځني ختيځ او دافغانستان او پاكستان دحالاتو لپاره يې ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك وټاكه تر څو په سيمه كې دشته ستونزو په اړه اوباماته مالومات وركړي .
داچې دنړيوالو په منځ كې څومره اعتماد شته داخبره ښه روښانه كوي ، چې داروپايانو دامريكا په استازي باور ونه كړ اود سيمې لپاره يې دخپلو استازو په ټاكلو پيل وكړ .
د فرانسې جمهور رئيس نيکولاس سرکوزي دمارچ په دريمه نيټه دافغانستان اوپاکستان لپاره خاص استازى پيرليو، چې دافغانستان اوپاکستان لپاره به دامريکا،بريتانيا اوجرمني له ځانګړواستازو سره په ګډه کارکوي وټاكه .
تردې مخکې امريکا،بريتانيا اوجرمني هم دافغانستان اوپاکستان لپاره خاص استازي ټاکلي اوعملاً يې له افغانستان سره پاکستان هم دترهګرۍ اوکړکېچ دمرکز په توګه په رسميت پېژندلى دى .