شولی يی يوړی، په لالی وډاره شومه

د راتلونکی کال د ولسمشری لپاره د نوم لیکنی بهیر د ۲۸ کاندیدانو د نوم په ثبت کولو پداسی حال کی پای ته ورسید چی د نه منلو ائتلافونه پکشی تر سترګو کیږی. پاتی د نه وی چی  په نړۍ کی ډیر کم داسی هیوادونه پیداکولای شو چی یو ګوند په یوازینۍ ډول ټاکنی وګټی او بدون د ائتلاف څخه حکومت جوړ کړی، نو ویلای شوی چی  په ډیموکراټیکو ټولنو کی د حریف سره ائتلاف کول کومه نوی خبره نه ده او دا ائتلافونه د ورکړی او راکړی په صورت کی سره کیږی او دا په ټوله نړۍ کی معموله خبره ده.
 بدبختانه چی زموږ  د ګران هیواد او ولس سرنویشت  د ډیرو کالونو راپدیخوا د داسی اشخاصو او افرادو په لاس کی دی چی نه کومه روښانه لار لری او نه د وطن او خلکو لپاره د  سولی د ټینګولو او ورپسی د هیواد د ابادولو هوډ لری، خو دا  د خدای ج ناترسه تش په نوم  افغانی سیاستوال هر وخت پدی فکر کی دی چی څنګه خپله سرمایه ډیره کړی، څنګه ولسونه د مذهب ژبی او قومونو پر اساس سره وویشی تر څو په قدرت کی پاتی شی. 
خو د ولس او هیواد دا روان حالت بی له یو څو کسانو  چی شخصی ګټی یی پکشی خوندی دی او  پورته یی یادونه وشوه د هیڅ افغان په ګټه ندی او نور نو افغانانو ته هم د منلو ندی او افغانان غواړی چی دا حالت تغیر وکړی.
ولی تغیر پخپله نه راځی او ددی لپاره هم باید یو څوک راپورته شی او هیواد لدی بدبختۍ راوباسی. او ددی بدختۍ څخه د خلاصون لاره ازادی ټول ټاکنی دی چی خوشبختانه او افغانستان اوس د دغی لاری په لومړۍ پراړونو کی قرار لری او که کرزی کوم مداریتوب په کار وانه چوی کیدلای شی چی زموږ هیوادوال د دریم وار لپاره د ټاکنو صندوقونو ته لاړ شی او خپلی رایی د خپلی خوښی نوماند ته ورکړی.
خو د افغانستان د راتلونکی کال د ټولټاکنو په ۲۸ نوماندو کی چی ځانونه یی د راتلونکی کال د ولسمشرۍ چوکۍ لپاره  نومولی دی داسی څوک شته چی افغانستان ته نجات ورکړی او زموږ هیواد او خلک لدغه روان تر ټولو بد حالت څخه راوباسی؟
زما په نظر هو، لکه ډاکټر صاحب لودین او ډاکټر صاحب اشرف غنی کولای شی چی دا په لوی دریاب کی ماته کشتۍ ته نجات ورکړی او د افغانانو لپاره یو څه تر سره کړی او زموږ هیواد لدی بدبخته تش په نوم سیاستوالو خلاص کړی.
په ډاکټر صاحب لودین تبصره نه کوم راځم ډاکټر صاحب اشرف غنی ته ، روښتیا هم چی ډاکټر صاحب اشرف غنی یو داسی څوک دی چی افغانان پری حساب کولای شی، هم  د نړیوالو سره ژبه جوړولی شی او هم د خپل هواد په دردونو ښه خبر دی. خو یو څه چی لومړۍ په ټاکنو کی او بیا وروسته له ټاکنو کیدلای شی چی د دوستم سره چی د دوهم مرستیال په صفت به ورسره وی یو لړ مشکلات پید ا شی. پاتی دی نه وی چی د دوستم سره  له ائتلاف وړاندی موږ خپله عارضه ډاکټر صاحب اشرف غنی ته وړاندی کړی وه او تری غوښتی مو وو چی د دوستم سره یی ائتلاف په ګټه ندی.
له ټاکنو وړاندی پدی چی دوستم په افغانی ټولنه کی ډیر بد نوم پریښودی دی او کیدلای شی چی ځینی پښتانه ډاکټرصاحب اشرف غنی ته خپلی رایی ورنکړی او لنډ فکر وکړی. خو بیا هم که څوک د افغانستان د روان حالت ښه کول غواړی باید ډاکټر صاحب اشرف غنی ته خپلی رایی ورکړی.
خو زما په نطر له ټاکنو وروسته که ډاکټر صاحب ټاکني وګټلی کیدلای شی چی د دوستم  او ډاکټر صاحب تر منځ شخړی پیدا شی. دا ځکه چی ډاکټر صاحب به خپل پروګرام پر مخ وړی او دوستم به یی د بیرونی کړیو له خوا مخه نیسی. د ډاکټر صاحب عقل او فکر د دوستم بی عقلی او بیسوادی به ډیره مشکله وی چی د یو او بل سره سر وخوری. او د دوستم تیر تاریخ ته په کتو له ډاکټر صاحب نجیب الله یی رانیولی بیا تر کرزی پوری د یو سره هم تر اخره ندی پاتی شوی، نه کومه ځانګړی کړنلاره لری ډیر زر غولیږی او طرف بدلوی. هیله ده چی دغه ټکی ډاکټر صاحب اشرف غنی د دوستم په هکله په پام کی وساتی.
خو که ډاکټر صاحب خدای ج مه کړه ټاکنی وبایللی دا به افغانانو ته تر ټولو لویه بدبختی او تشه وی،دا ځکه چی افغانان به نه تنها یو ښه ولسمشر ونه لری بلکی موږ د ډاکټر صاحب اشرف  په شان لویه سرمایه هم له لاسه ورکوو.
لکه چی وایی: شولی خو یی یوړی په لالی وډاره شومه.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل                                                                                             ۰۹/۱۰/۲۰۱۳