د خوست او پکتيا پر لويه لار د کار د چټکتيا په موخه لويه غونډه جوړه شوه

\"\"
د جنوب ختيځو ولايتونو لوړ پوړو چارواكو له سلګونو قومي مشرانو سره يو ځاى د خوست او پكتيا پر لويه لار د كار د چټكتيا په موخه د خوست د تندر قول ارودو لومړۍ لوا په مرکز کې  يوه پراخه غونډه وكړه.
په دې غونډه کې   د خوست، پكتيا او پكتيكا پر واليانو او وكيلانو سربېره د سيمې سلګونه قومي مشران هم راغلي وو.
\"\"
د خوست والي حميدالله قلندرزي غونډې ته وويل، چې د خوست او ګردېز پر يو سلو لس كيلومټره سړك له تېر كال راهيسې د اساسي جوړولو كار روان دى، خو د ځينو تخنيكي ستونزو له امله هومره چټك نه دى، څومره يې چې تمه كيده.
ده د سړك جوړولو له كمپنۍ وغوښتل، چې د خوست ښار څلور كيلومټره لويديځ سړك دې جوړه تېر كړي او د لارې په اوږدو كې دې د ګڼې ګوڼې او ښوونځيو ته نېږدې ځايونو كې هوايي پلونه جوړ كړي، تر څو د ټرافيكي پېښو مخنېوى وشي.
پكتيا والي جمعه خان همدرد وويل، چې د خوست او پكتيا دغه ټرانزيټي لار نه يوازې دې دوو ولايتونو، بلكې د هېواد ډېرو سيمو ته په ګټه ده.
\"\"
د خوست ښځو چارو ريسې رؤګل ځدراڼ د دغه سړك اهميت د هېواد په كچه وباله، ځكه د دې په دغه  لار، د افغانستان د نورو لارو په پرتله سلګونه كيلومټره د كراچۍ بندر ته  لنډه ده.
پكتيكا والي قيوم خان كټوازي بيا د خوست او پكتيا لارې پر اهميت سربېره له حكومت او نړيوالو وغوښتل، چې د خوست او پكتيكا ولايتونو ترمنځ غځېدلې لاره هم په اساسي ډول جوړه كړي.
په ولسي جرګه كې د پكتيا استازې شريفې زرمتى غونډې ته د خپلو خبرو پرمهال د حكومت ځينې وزيران په دې تورن كړل، چې د افغانستان ځينو سيمو له بيارغونې سره دلچسپي نه لري.
د يادولو ده چې دې غونډې ته له مركز كابل څخه د فوايد عامې وزير هم رابلل شوى ؤ، خو رانغى.
د خوست او ګردېز پر يو سلو لس كيلومټره اوږده لار د يوې هيندې كمپنۍ له خوا د نېږدې سلو ميليونو ډالرو په ارزښت كار پيل شوى دى.