په اغزنولارودپرمختياپه لور

 
ميدان وردګوولايت دهېواديووروسته پاته ولايت دی،چې دهېواددنوروسيموپه څېر جنګونوځپلی اوله هدوبده يې غورځولی دی.
څه مهال وړاندې په دغه ولايت کې  ډېرښه امنيت و.اودبيارغونې کارونه پکې ښه پرمخ روان و،خوپه نږدوکې له يوډول ناامنۍ سره مخامخ شوی.ځکه ټول هېوادکې بې امني وروپه وروپه خپرېدوده،چې ددغه ولايت ځينې سيمې يې هم ترخپلې ولکې لاندې راوستلي دي.
 
څېړندويان وايي،چې دميدان وردګوولايت دامنيت دخرابۍ لامل  په دغه ولايت کې دامنيتي ارګانونوبې کفايتي اودولايت جيوپولتکې موقعيت دی.په هرصورت که ولايت له امنيتي ګواښ سره مخامخ شوی،خودبيارغونې چارې يې نسبتا ښې روانې دي. ځينې پروژې چې په تېرې يوې  مياشتې کې ګټې ته چمتوشوي او يانوې پيل شوي په لاندې ډول دي:
 
لوبغالی ياسپورټ کمپليکس(١١زمری ١٣٨٦ ل.ل):
ددې مرکزکارد١٣٨٥ په اواخروکې پيل شوی ؤاودروان کال داسدپر١١مه يې دجوړونې چارې بشپړې شوې.نوموړی مرکزپه ميدان ښارکې دڅلورنيم لکه امريکائي ډالروپه لګښت په ١٣ جريبه ځمګه کې  جوړشوی.په دغه مرکزکې دماشومانودساعتېرۍ،دفوټبال،واليبال،باسکټبال،ځغاستې اوځينونورلوبولپاره ځايونه جوړشويدي.
 
داوبوزېرمه(١١زمری ١٣٨٦ ل.ل):
ميدانوردګوولايت يوله هغوولايتونوڅخه دی،چې وچکالۍځپلی اوداوبوله کمبودسره مخامخ دی.هان ددې ولايت مرکزميدان ښارکې هم داوبوستونزه شته.
ديادشوي لوبغالي دپرانيستې سره پر يومهال په ميدان ښارکې داوبولپاره يوزېرمتون(ذخيره) هم ګټې ته چمتوشوه.دغه زېرمتون کې 500 مټره مکعبه اوبه ساتل کېدای شي.ولايتي چارواکي وايي چې داوبوله دغه زېرمتون سره به دميدان ښارټولودولتي اداروته اوبه برابرې شي.
 
سړه خونه ياکولډسټوريج (١١زمری ١٣٨٦ ل.ل):
 ميدانوردګ ولايت يوزراعتي ولايت دی.اوياپه سلوکې وګړي يې پرکرهنه اومالدارۍ بوخت دي.خوله بده بخته ددغه ولايت مېوې په ډېره ټيټه بيعه په کابل اوځينونوروځايونوکې پلورل کيږي.
تربازارموندنې پورې دمېوې دساتنې لپاره يوه لويه سړه خونه داوبوله زېرمې سره پريومهال ګټې ته چمتوشوه.دغه سړه خونه دپنځه لکه امريکائي ډالروپه لګښت دشنيځ اوميدان ښارترمنځ جوړه شوېده.په دغې خونه کې٥٠٠ مټرک ټنه مېوه ځائيږي.
 
دپوليسوامنيتي حوزه(١٦ زمري ١٣٨٦ل.ل):
دنوموړې حوزې دجوړښت چارې دجيهون اموساختماني شرکت لخواترسره کيږي؛چې  په 4 مياشتوکې به بشپړې شي.دنوموړې حوزې له جوړښت سره به دملي پوليسولپاره يوه ځانګړې حوزه رامنځته شي،چې له دې سره به دقانون دعملي کېدو بنسټ کښېښودل شي. همداشان دغلته به دښځينه اونارينه مجرمانولپاره نظارت خانې موجودې وي.
 
دمذهبي چارودرياست اداري ودانۍ(١٧ زمری ١٣٨٦ ل.ل):
ددې ودانۍ بنسټ دزمري پر١٧ مه دميدان وردګوولايت دوالي عبدالجبارنعيمي لخوا ايښودل شوی اودارشادحج او،اوقافووزارت له پرمختيايي بودجې څخه دڅه کم پنځه مليونه افغانيوپرلګښت؛په يوه پوړکې؛په پاخه او اساسي ډول جوړيږي اويوولس خونې له اړينواسانتياوسره لري.
دجوړونې چارې يې د((مايار وردګ)) ودانيز شرکت لخواپرمخ بيول کيږي،چې په نهومياشتوکې به بشپړې شي.
لدې وړاندې مذهبي چارو،رياست اداري چارې دجومات په يوه کوټه کې پرمخ بيول کېدې،بيايې ورته يوه کرايي حويلۍ ونيوله اواوس ورته نوې ودانۍ جوړيږي.
 
دنېشه يانوددرملنې لپاره روغتون(٢٣ زمری ١٣٨٦هـ ش):
نوموړی روغتون دنېشيي توکيوسره دمبارزې دوزارت په مالي همکارۍ دودان افغانستان دنادولتي مرستندوې ټولنې لخواپرمخ بيول کيږي.دغلته به دنېشه يانو،چې ناروغان بلل کيږي،درملنه کيږي. دروږديوکسانودتداوۍ لپاره دوه ډوله پروګرامونه پکې موجود دي.يو داچې روږدي  به په روغتون کې ديوې مياشتې لپاره بسترکيږي اودوهمه داچې،ګرځنده ډله به دولايت په بيلا بېلوسيموکې دوګړيودعامه پوهاوي لپاره کارکوي اوخلک به هڅوي چې له نېشي توکيوڅخه لاس واخلي.
دغلته دمېرمنوددرملنې کوم پروګرام نشته خوناروغومېرمنوته به په کورونوکې ځانګړي پروګرامونه پيل کوي. همدغسې هغه نېشه يان چې نه غواړي نومونه يې افشا شي دهغوی ددرملنې لپاره هم ځانګړي کورني پروګرامونه ترلاس لاند لري.
 
دښاروال،کليوپراختيا اوسرې مياشتې درئيسانو لپاره دولتي هستوګنځايونه(زمری ١٣٨٦ل.ل):
دميدان وردګوولايت ځينې دولتې چارواکي له کابل اولرو پرتوسيموڅخه دندوته راځي. دددندې دوخت له ختمېدوسره بېرته خپلوکورونوته ځي،چې دې په دولتي اداروکې دوخته راتلواونه راتلوستونزه رامنځته کړې او همداشان دولايت اهميت يې هم راټيټ کړی دی.
ديادې شوې ستونزې دلرې کولولپاره دميدان وردګوولايت عبدالجبارنعيمي وايي،چې دغلته يې  درئيسانولپاره ددولتي کورونوبندوبست کړيدی.اوپدې لړکې يې تراوسه  پورې دښاروال، عامې روغتيا،دکليودپراختيااوسرې مياشتې درئيسانولپاره پردولتي کورونوباندې کارپيل کړيدی.
 
دپوهنې رياست اداري ودانۍ(٢٧ زمري ١٣٨٦ل.ل)::
داودانۍ د((اعمارمنزه ودانيزشرکت)) لخوا، په ٣٧٥ مټره مربع ځمکه کې  دنړيوال بانک په مرسته،دنهه څلوېښت لکه،دوه شپېته زره،شپږسوه اودوه افغانيوپه لګښت جوړيږي. دوه پوړه  اوداوبومنظم سيسټم لري،چې په هرپوړکې به ٦ کوټې موجودې وي.دجوړښت چارې به يې په شپږومياشتوکې بشپړې شي.
له دې وړاندې په ميدان وردګوکې دمعارف چارې په يوې کوچنۍ ودانۍ کې ترسره کېدې اوچارواکي يې دځای دکمبودله ستونزې سره مخامخ دي.
 
دجغتوولسوالۍکمپليکس(١\٦\١٣٨٦ل.ل):
نوموړی کمپلکس دوږي\سنبلې پرلومړۍ نېټه ګټې ته چمتو شو. يادشوی کمپليکس په لس جريبه ځمکه کې جوړ شوی.يوه اداري ودانۍ، يوه دپوليسوودانۍ او پينځه رهائيشي کورونه لري،چې په ټوليزډول  ٥٥ کوټې او اړينې اسانۍ لري. پردغه کمپليکس شل ميلونه،پينځه لکه اوشل زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
 
پای کې سړی ويلی شي،که څه هم په ميدان وردګوکې امنيت له ګواښ سره مخامخ دی،خودبيارغونې چارې ښې روانې دي،خوکاش چې مرکزي اوولايتي امنيتي چارواکيو په دغې څانګه کې هم دپام وړبدلون راوستی وای!  
اخځونه:

  • 1. دپژواک خبري اژانس،ټول افغان،بېنوا،غورځنګ ويبپاڼوځينې راپورنه.
  • 2. دباختراژانس ځينې راپورونه
  • 3. دميدان وردګوولايت دمقام فرهنګي څانګې مسوولين
  • 4. دميدان وردګوولايت مرستيال ښاروال (انجنير فقيرالله)