غزل

  بیا را په یاد د یو چا یاد شو
 بیا زخمي زړه مې په فریاد شو
ګریوان مې لوند شو بیا په اوښکو
بیا د غم باران او تند باد شو
فراق له درده بیا په چیغو شوم
بیا رقیب په خندا او شاد شو
یاره! نور وس نشته خپل مې کړه
 (ولــــي) خو دې، عشق کې برباد شو
 
ولي الله ځدراڼ ــــ هند