د ډاکتر اشرف غني انتخاباتي ټیم پیغام

 
بسم الله الرحمن الرحیم

کابل، د میزان ۱۴ مه ۱۳۹۲

که زه وایم چې زه یم او ته وایې چې زه یم نو نه به ته یې نه به زه یم او که ته وایې چې ته یې او زه وایم چې ته یې هم به ته یې هم به زه یم. ددې متل پر مصداق له شاوخوا یوې پیړۍ را هیسي زمونږ عام سیاست یو بل ته غاړې نه ایښودو، نه زغم او نفي سیاست و. هر واکمن له خپل قدرته د خپلو سیاسي مخالفینو لپاره له سیاسي او یا فزیکي ګټې لپاره کار اخسته، خو زیان یی د افغانستان مظلوم ولس ته رسیده.

مونږ اوس د تاریخ په دې اساس پړاو کې د یو بل منلو او زغم ته اړتیا لرو. په یاد باید ولرو چې افغانستان یوازې د افغانانو په هلو ځلو او اجماع باندې ‌ثبات او پایدارې سولې او سوکالۍ ته رسیدلای شي. دا کار بیا یوازې او یوازې د موجودو مطرحو شخصیتونو، علماوو، ځوانانو ملي خوځښتونو د تفاهم پر بنسټ ترسره کیدای شي.

ددغه انتخاباتي ټکټ هدف د با ثباته ملي حاکمیت په چوکاټ کې ملي یووالی دی. ځکه موږ باور لرو چې ټاکنې ګټلای شو. ژمنه کوو چې سیاسي خوځښتونه د یو پراخه ملي حکومت په چوکاټ کې راټولوو. مونږ دې ته ژمن یو چې د افغان ولس ګډون به په دولت او ټولنه کې تامینوو. ځوانانو، ښځو او بې وزلو ته په دولت او ټولنه کې برخه ورکول لومړیتوب ګڼو. د پایدارې سولې فرهنګ دودول زمونږ بنسټ او فریضه ده. د یوبل منل او دیو بل زغمل چې دا ګروپ يې ژوندۍ بیلګه ده، د ټول افغانستان منل دي.

زمونږ ولس له وینې تویولو او جنګ جګړو ستړی ولس دی. مونږ ولیدل چې یو شمیر ځواکمن اسلامي هیوادونه لکه لیبیا، مصر، عراق، سوریه او سوډان د نفاق په اور کې وسوزیدل. له دوی باید پند واخلو چې له اجماع او یووالي پرته ثبات او سوکالۍ ته رسیدل ناممکنه دي.

ملي اهدافو ته رسیدل نه یوازې اجماع غواړي بلکې ښه حکومتوالي باید پر هر اړخیزو مشورو باندې بینا شي. دولتي قدرت باید پر پایدارو بنسټونو باندې بدل شي او ولس پر دولت باندې باوري شي. مونږ ددی توان لرو چې پر خپلو پښو ولاړ او باثباته افغانستان جوړ کړو. دې هدف ته پر بنسټیزو اصلاحاتو باندې چې د تدریجي بدلون پر اساس او تدبیر وي رسیدلای شو. کار اهل کار ته سپارل د قانون په چوکاټ کې مکافات او مجازات او د عدالت تامینول چې د اسلامي نظام بنسټ دی، وسنجول شي. اصلاحات ضروري دي خو نه سلیقوي، فرمایشي او تیوریکي.

بې کاري په ټولیزه توګه ثبات ته یو ګواښ دی. ددې ستونزې حل د دولت او پانګوالو تر منځ یو ټینګ تړون غواړي چې پایله يې ولس په تیره ځوانانو ته باعزته کار، پانګوالو ته مشروع او پایداره ګټه او دولت ته منظمه مالیه جوړوي. مونږ له یولړ خاصو سیمه ییزو او نړۍ والو ګواښونو سره مخ یو. زمونږ ملي حاکمیت ساتل او د ملي ګټو خوندي کول، د بهرنیو چارو په مدیریت کې هراړخیز دقت، پاملرنه او اجماع غواړي.

اسیا په یو لوی اقتصادي بدلون کې ده. مونږ د اسیا زړه او د وصل یوه کړۍ یو. زمونږ ثبات او سوکالي د سیمې د ثبات او سوکالۍ یو اصل دی. ټوله دنیا، سیمه، ګاونډي او اسلامي نړۍ مونږ ته ګوري چې ایا مونږ به پر دې وتوانیږو که نه چې د لومړي ځل لپاره اقتدار یا واک د خلکو د ارادی پر اساس له یو منتخب ولسمشر نه بل منتخب ولسمشر ته انتقال کړو. مونږ ډاډه یو او باور لرو چې د قرآن ددې سپیڅلې وینا پر بنسټ چې خدای (ج) د هغه قوم حال نه بدلوي چې څو خپل حالت بدل نه کړي. موږ حاضر یو چې ځان بدل کړو چې خدای پاک مو بري ته ورسوي. زموږ انتخاباتي مبارزه به د اصولو، پروګرامونو او هر اړخیزو ملي بحثونو باندې ولاړه وي. هیله موداده نور هغه ټیمونه چې دې میدان ته راځي، په دې ملي بحث کې دې راسره ګډ شي. تر څو ولس وتوانیږي چې قضاوت وکړي. له انتخاباتو وروسته باید دا په ډاګه شي چې سیاست دښمني نه بلکې د اهدافو تامین او لومړیتوبونو د ټاکلو لپاره یوه منسجمه او عزتمنه مبارزه ده. لکه چې د افغانستان د فوټبال او کرکټ ملي ټیمونو ثابته کړه چې په ګډه او د ټیم پربنسټ افغانان لوړو اهدافو ته رسیدلای شي. دا پر موږ پورې تړلې ده چې د سپورت د میدانونو په څیر د سیاست ډګر هم ثابت کړو.