څلوريځه


پيدا كيږي كه په كاڼو كي غمئ
داسي خلګوكي پيداشي ګلالئ
 
ټوله ګرځي په جامه كي دسړيو
خو سړئ پيداكول غواړي سړئ
 
څلوريځه

په نڅــا او حــــــركت كاندي ضمير
خيال اوچت كړي سردروته دپامير

تل دفكر جزيره وي پرې سمسوره
دا دزړه له كــــومـــــي ږغ داول مير
 
 
په درنښت
محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ