کرزی، ټاکنې او زموږ بر خليک

 
د ولسمشريزو ټاکنو پر سر بازار ښه تود دی. د نوماندانو تر نوم ليکنې د مخه د ائتلافونو بازار ښه ګرم  و او هره ورځ به يو ائتلاف، يوه جبهه او يو حرکت اعلانېده، خو اوس د هماغو ائتلافونو د ړنګېدو په بيه د شخصي اتحادونو بازار ښه چالان دی.
دا ځل خو کرزي هم سياسي سوداګر ډېر ناکراره کړي و، د زړه خبره يې تر اوسه هم چاته نه ده کړې. په دې وروستيو کې به چې مشران ورغلل، نو ده به ورته ويل چې:« زه تر هغو مداخله کوم چې کانديدان تر څلورو کسانو پورې راکم شي، چې داڅلور کسان به استاد سياف، زلمی رسول، ډاکتر عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزی وي او تر هغه وروسته بیا کار نه لرم.» بيا به ده د ورغليو کسانو نبض ته په کتو د يوه ځانګړي کانديد د ملاتړ خبره کوله. يو ځل چې د ډاکتر اشرف غني يو شمېر خواخوږي دولتي چارواکي ورغلي وو، نو په پای کې يې ورته ويلي و چې:« خو زه شخصاً د ډاکتر صيب اشرف غني پلوي يم، ځکه چې د وطن په ملي ګټو پوهېږي او د دفاع توان يې لري. او ډاکتر صيب زلمی رسول خو داسې سړی دی، چې که په مخکې پروت مېز يې ترې يوسې هم دی نه پرې خبرېږي.»
کله چې د کندز يو مشران ورغلي وو، نو هغوی ته بيا ويلي و، چې:« خو زما په نظر ډاکتر صيب زلمی رسول د راتلونکي لپاره موزون سړی دی.»
او کله چې د جهادي تنظيمونو يو شمېر مشران او وتلي قومندانان ورغلي وو، نو هغوی ته يې بيا د استاد سياف د ملاتړ  سپارښتنه کړې وه.
کله چې به له ده نه د قيوم کرزي په اړه پوښتنه وشوه، نو ده به په ډېره غوسه ځواب ورکړ چې څه رېشخندي خو نه ده. ده د قيوم کرزي له نوماندۍ سره کلک مخالفت ښوده او ځينو ته خو يې دا هم ويل چې که چېرې قيوم کرزی ځان کانديد کړي، نو دی به يې پر وړاندې ميډيا ته هم راوځي.
د کرزي تېر دولس کلن کرکټر ته په کتو سره زه اندېښنه لرم، چې دی به تر پايه له خپل ولس سره وفا ونه کړي او له خپل تګ سره به داسې ډالۍ ولس ته پرېږدي چې د ده د نورو کارنامو په څېر به يې تاريخ هېره نه کړای شي. درې احتماله ماته ډېر غالب ښکاري: يا داچې په رښتيا د زلمي رسول په وجود کې غواړي دوې ګټې وکړي، يوپه غير مستقيمه توګه د خپلې واکمنۍ اوږدول او بل ولس دې ته اړ ايستل چې د زاړه کفن کش ارمان وکړي. خو که زلمی رسول راوړاندې شي، نو دا به يوه بله لويه ملنډه وي، چې پر افغان ولس وهل کېږي.
دويم احمتال دا دی، چې د ده اصلي کانديد به قيوم کرزی وي او دا ټوله غوسه به يې د همدې لپاره وه چې ولس ته ووايي زه خو يې مخالف وم، خو څه وکړم د يوه افغان په توګه خو يې د کانديد کېدلو حق نه شماخېستلای.
دريم احمتال به هم د پردې تر شا د يوې ځانګړې معاملې له مخې د ټاکنو ځنډول او د اوسنۍ واکمنۍ غځول وي.
پاتې شوه، ميدان ته د راوتلو کانديدانو خبره: تر اوسه دوه مهم کانديدان ميدان ته راوتلي دي، چې يو يې ډاکتر عبدالله دی او بل يې استاد سياف دی او د پرون راهيسې د ډاکتر اشرف غني د مرستيالانو په اړه هم ګونګسې تودې دي. زما د شننې له مخې په غير پښتنو کې تر ټولو پياوړی کانديد ډاکتر عبدالله دی، چې د شمال جنګسالارانو ښه ملاتړ ورسره دی او د ده په وجود کې د وضعيت د لا ورانېدو، د اوسنۍ حاکمې مافيا لاپياوړتيا او د قومي وېش تمه بايد وکړو. له ډاکتر عبدالله سره د اسلامي حزب د يوڅانګې درېدل د پښتنو په رايو چندان اغېز ونه لري. د استاد سياف ډله هم د جنګسالارانو داسې يوه ټولګه ده چې په ولس کې يې ملاتړ د پام وړ نه دی. په پښتنو کې تر ټولو وتلی کانديد تر اوسه د ډاکتر اشرف غني احمدزي نوم يادېده او حتی يو شمېر غير پښتنو هم ما ته دا خبره کوله چې که ده ته رايه ورکړي، نو وجدان به يې ناآرامه نه وي. خو له پرون راهيسې داسې ګونګسې خپرې شوې، چې ډاکتر صيب له خليلي او دوستم سره ائتلاف کړی دی. که چېرې دا خبره صحت ولري، نو ښايي د ډېرو باوجدانه افغانانو لپاره له ده څخه ملاتړ ګران شي. افغانان په دې تمه دي، چې بالاخره د جنګسالارانو له يرغمل او راج څخه وژغورل شي او د اهليت پر بنسټ يو پياوړی نظام رامنځته شي. ډاکتر صيب اشرف غني ته ځکه خوشبيني زیاته ده، چې فکر کېږي دی پر اصولو او ارزښتونو معامله نه کوي او د جنګسالارانو او مافیا پر وړاندې به جدي دريځ لري. خوڅرنګه چې دوستم د روانې غميزې تر ټولو بدنامه، فاسده او جنايتکاره څېره ده، نو له ده سره يوځای کېدل به هغه ټول باورونه له چلېنج سره مخ کړي، چې افغان ولس او په ځانګړې توګه روڼ اندو او ځوانانو پر ده درلود.
دا چې ټاکنې به څوک ګټي، زما په اند د ټاکنې برخليک به هغه صندوقونه وټاکي چې په کورونو کې ډکېږي. کرزي دا ځل د ټاکنو لپاره د تېر په پرتله ښه تياری نيولی دی، په دې مانا چې د ټاکنو خپلواک؟ کميسون او د شکايتونو کميسون يې په خپل لاس کې نيولي او د کورنيو چارو وزارت ته يې هم خپل ډېر اعتمادي سړی يعنې د خپل دفتر پخوانی رييس ورلېږلی دی. نو يقيناً چې دا ځل به بیا د واکمن ټيم د کانديد په ګټه ډېر صندوقونه ډک شي او حتی که د زلمي رسول په څېر يو څوک چې په اصطلاح نه کميس دی او نه پرتوګ، د کرزي کانديد وي هم کولای شي راتلونکې ټاکنې وګټي.
راغله زموږ د برخليک خبره! له بده مرغه ولس تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې خپل برخلیک په خپله وټاکي. ځکه چې دوی تر اوسه هم نه دي بريالي شوي، چې يو ريښتينی ملي او پياوړی ځواک رامنځته کړي. د هغو منډو ترړو په  ترڅ کې چې د ټاکنو لپاره په درز کې روانې دي، ما دوې ستونزې ولېدي: يو دا چې له بده مرغه ولس له خپلو ملي مسايلو سره موسمي چلند کوي، کله چې يوه ځانګړې پېښه په مخ کې وي نو تود شي او اکثراً خامې او بيړنۍ پرېکړې کوي. دويم دا چې لا تر اوسه هم سياسي ګوندونه پخوالي ته نه دي رسېدلي او په ميدان کې اصلي خبره د قوم پر بنسټ جوړ شوي تنظيمونه او د هغوی جنګسالاران کوي.
زما له انده دا ټاکنې او راتلونکی حکومت به هم د تېر په پله نه يوازې افغان ولس ته کوم ښه زېری رانه وړي، بلکې د لا زياتو ستونزو تمه هم کېدای شي. ولس او په ځانګړې توګه ځوانانو ته وړانديز دا دی، چې له همدې اوسه د خپل برخليک د ټاکنې په اړه پرېکړه وکړي او د يوه داسې پياوړی ملي ځواک د جوړولو تابيا وکړي، چې بيا د يو څو تنو په رحم او کرم پورې خپلې هيلې ونه تړي.