پلان شوی غفلت

 د اکتوبر درییمه:

لیکوال: جان سي مکسویل
ژ: روکیان
ویلیم جیمز وایي: "د عقلمندۍ یو هنر دا هم دی چې له ځينو شیانو په خپل ژوند کې صرف نظر وشي."
ډیر واړه کارونه زموږ ډیر مهم وخت وژني. زموږ زیاتره خلک چې ګورې نو په ډیرو وړو شیانو یې ځانونه بوخت ساتلې وي.
ډاکټر انتوني کمپولو (Dr. Anthony Campolo) په یوې ټولنیزې سروې کې له ۵۰ داسې کسانو چې عمرونه یې له ۹۵ کلونو څخه ډیر وو، یوه پوښتنه ترسره کړیده او هغه دا چې: "که چیرې تاسو بیا له سره ځوانان شئ نو کوم شیان به دا ځل کوئ؟" دا نو یوه عجیبه پرانیستې پوښتنه وه. دغې پوښتنې د خلکو په ذهن کې بلا ډیر ځوابونه را وټوکول خو مهم هغه یې دا وو:
-          "که د دویم ځل لپاره مې ژوند په نصیب شي، نو ډیر فکر به کوم!"
-         "که د دویم ځل لپاره مې ژوند په نصیب شي، نو ځان به ډیر خطر ته ورکوم!"
-         "که د دویم ځل لپاره مې ژوند په نصیب شي، نو داسې کارونه به وکړم چې که مړ هم شم خو هغوی به ادامه لري!"
د کانسرټ له یوې ځوانې وایلون غږونکې څخه وپوښتل شول چې د بریا راز یې په څه کې دې؟ هغې وویل: "پلان شوي غفلت کې!" بیا یې د خپلو خبرو تشریح په دې ډول سره ورکړله: "هغه وخت چې زه په ښوونځي کې وم، نو ډیر داسې شیان وو چې زما پام يې د ځان په لوري غوښته؛ کله به چې د سباناري څخه وروسته، خپلې کوټې ته تللم، نو خپل چپرکټ به مې برابروه؛ کوټه به مې جارو کوله او هر هغه څه به مې کول چې مخې ته به راتلل. له دې کارونو به چې فارغه شولم، نو بیا به زه د وایلون غږولو لپاره تللم خو څه شی مې نه زده کیدل. بیا مې پخپلو کارونو یو څه فکر وکړ، څه سر به مو خوږوم، باالاخره دې نتیجې ته ورسیدلم چې نوره باید خپل کارونه سرچپه ترسره کړم. لومړی باید د وایلون تمرین وکړم او وروسته له هغې باید د خپلې کوټې سمولو ته ملا وتړم. زه چې اوس د خلکو لخوا تشویق او د هغوی لخوا هڅول او خپله بریا ګورم نو فکر کوم چې د کارونو سرچپه ترسره کولو را ته ګټه کړیده!!!"
 
له Developing Leader Within You کتاب څخه!
لومړی هغو کارونو ته پام وکړه چې ډیر پام ته اړتیا لري، هغه 
کارونه چې ډیر مهم نه دي اوس لپاره یې شا ته وغورځوه!!!     په روکیان کې د لوستلو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ: http://rokyan.com/October-third