
لیکوال: جان سي مکس ویل
ژباړه: روکیان
د مکسویل د کتابونو د ژباړې په لړ کې مو دا ځل دده یو بل زړه راښکونکی کتاب غوره کړیدی. په دغه کتاب کې ستاسو د کال د ورځو په شمیر د بري رازونه پراته دي. دا چې اوس د روان زیږیز کال د اکټوبر لومړۍ نیټه ده نو موږ دغه کتاب له اکټوبره پیلوو او غواړو د اکټوبر په میاشت کې درته د بري دغه لاندې ۳۱ لارې درښیو!!!
1. خطر قبول کړه
2. دا د ذهنیت خبره ده
3. پلان شوی صرف نظر عملي کړه
4. له نورو سره مرسته کول
5. په ماموریت تمرکز کول
6. ستاسو چلند په نورو اغیز کوي
7. دا ومنه چې خلک یو ډول نه دي
8. خپل هنر همدا نن تمرین کړه
9. آیا ما خپله خبره جوړه کړیده؟
10. ماڼو له خلکو سره پاتې کیږي
11. له لاسه یې مه ورکوه
12. ویره د پرمختګ یوه برخه ده
13. له دې ځایه هر څه بدل ښکاري
14. خپل هنر همدا نن زده کړه
15. که په لومړي ځل غواړې بریالی شې، نو یو څه سخت وازمویه
16. غوراوي
17. نور تر خپل اغیز لاندې راوله
18. د پالنې ماهیت
19. د چاودیدونکې بریا قانون
20. د جامد میدان قانون
21. د خپل هنر په اړه همدا نن خبرې وکړه
22. نن پام وکړه
23. نورو سره ځان نږدې کړه
24. هغه ستر سرک ونیسه
25. نورو ته ارزښت ور اضافه کړه
26. آیا وخت له لاسه وځي؟
27. ستونزې ژوند ته د مانا سبب ګرځي
28. د خلکو په ظرفیت باور وکړه
29. سالم رقابت ته مخه کړه
30. شخصي پرمختګ
31. له هغه څه چې پیښ شوي، څه زده کولای شم؟
د روکیان د لینک لپاره:
http://rokyan.com/365-Success-Secrets
د اکټوبر اوله
خطر ومنه
که په نړۍ کې ژوند کوې، نو په دې پوه شه چې په دې دنیا کې هیڅ داسې ځای نشته چې هغه دې امن وي او داسې کوم کار هم نشته چې هغه دې له ستونزو خالي وي. هیلن کیلر (Heller Keller) چې د معیوبو خلکو لپاره ویناوال، لیکوال او د هغوی ګټندوی دی وایي:"دغه د امنیت مسله په خپل ذات کې یو وهم دی. په طبیعي ډول داسې یو څه شتون نه لري نه هم د انسان زامنو داسې یو څه تجربه کړیدي. له خطره ځان پټول او یا هم ځان ترې ګوښه کول په اوږد مهال کې تاوان کوي. ژوند پخپل ذات کې یوه ماجرا ده او یا هم هیڅ مانا نه لري!"
په ژوند کې هر شی له ځان سره خطر لري. که غواړې چې کوم ستر کار ترسره کړې، نو کیدای شي له ماتې سره مخامخ شې. خو دا هم په یاد ولره که چیرې ځای په ځای ودریږې او هیڅ کار ترسره نه کړې نو بیا دې دوه چنده تاوان کړیدی. جي کې چیسټرټون لیکلي:"تقدیر هغه وخت په تاسو اغیز کولای شي کله یې چې په مقابل کې اقدام ونه کړئ خو که اقدام وکړ او خپلو کارونو ته مو عملي بڼه ورکړه نو بیا تقدیر هم در باندې اغیز نشي کولای!!!"څومره چې له خطره ځان ساتې، هومره له ناکامۍ چانس دې ډیریږي! د حیرانتیا خبره خو دا ده چې څومره ته په خطر کې ځان غورځوې او څومره هم له ناکامۍ سره مخامخیږې، هومره د بریا فرصتونه دې ډیریږي او بریالی کیږې!
له Failing Forwardکتاب څخه!
آیا غواړې چې خطر په ځان ومنې—حتیٰ که ناکامیږی هم—تر څو یوه ښکلې راتلونکې دې په نصیب شي؟
د روکیان د لینک لپاره:
http://rokyan.com/October-first
د اکټوبر دوییمه
د ذهنیت خبره ده
د روزنې وړتیا یو چلند دی؛ یو ذهنیت وایي: "مهمه نه ده چې زه څومره پوهیږم، خو له دغه چاپیریال څخه زده کړه کولای شم." دغه ډول ذهنیت کولای شي چې بدمرغي په سوکالۍ بدله کړي. دغه ډول ذهنیت درسره مرسته کولای شي چې په ډیرو بدو حالاتو کې هم ستاسو سره مرسته وکړي او ستاسو د بریا سبب شي. سیډني حارِس د روزنې وړ ذهنیت په لاندې ټکو کې خلاصه کوي: "یو بریالی کس په دې ښه پوهیږي چې خلک یې متخصص بولي خو بیا هم هغه دا احساسوي چې اوس هم زده کولو ته اړتیا لري خو یو ناکام ددې پر ځای چې زده کړه وکړي، دا یې خوښیږي چې خلک ورته متخصص، متخصص ووایي.
"د سوداګرۍ په برخه کې لیکونکی جیم زبلوسکي لیکي:"زه د خلکو برعکس، په سوداګرۍ کې ناکامي یوه اړتیا بولم. که چیرې ته په ورځ کې پنځه ځلې ناکام نشې نو په دې پوه شه چې ته هومره کار نه کوې څومره یې چې اړتیا ده او توقع یې کیږي. څومره چې کار کوې، هومره له ناکامۍ سره مخامخیږې. څومره چې ناکامیږې، هومره نوي شیان زده کوې. څومره زیات دې چې نوي شیان زده کړل، هومره ښه کار کولای شې. دلته اصلي خبره 'زده کول' دي. که ته یوه غلطي څو ځلې تکرار کړې، نو په دې پوه شه چې تا څه شی نه دي زده کړي. ته باید له خپلو او د نورو له غلطیو څخه زده کړه وکړې."
له اشتباهاتو څخه زده کول، یوازې په سوداګرۍ کې نه بلکې د ژوند په ټولو اړخونو کې خپل ارزښت لري. که چیرې ته د زده کولو په موخه ژوند وکړې، نو په دې پوه شه چې ته به په دې ښه پوه شوی وې چې څنګه ژوند ترسره کړې.
له Failing Forward کتاب څخه!
"آیا ځان درته 'رسیدلی' ښکاري او که غواړې چې نور ډیر شیان زده کړې؟"
په روکیان کې د لوستلو لپاره:
http://rokyan.com/October-second