ايران دختيځ شيعه  ګان  .. دمذهب انقلابي کول  او دنقشو ړنګول

ايران دختيځ شيعه  ګان  .. دمذهب انقلابي کول  او دنقشو ړنګول
ليکوال :احمد طه حسين
ژباړه : اسد الله ساحل
په دې ورستيو کالونو  کې دختيځ په اسلامي هيوادونو کې دشيعه ييزم لمن په پراخيدو ښکاري په ځانګړې توګه ددغه کمپاين  هڅې هغه مهال لاپسې چټکې شوې ، کله چې دامريکا متحده ايالاتو په ۲۰۰۳ز کې په بغداد کې دصدام حسين واکمني چپه کړه  ، دعراق له موجوده شيعه حکومت سره هم ایران ښې اړيکي لري  ، ايران هڅه کوي په عراق کې له شته وضعيت څخه په خپله ګټه کار واخلي او په سيمه کې دخپل حضور دپراخيدو ترڅنګ ديو ستر هيواد چې اټومي انرژۍ ته هم لاس رسی ولري په توګه راڅرګند شي
((ايران دختيځ شيعه .. دمذهب انقلابي کول او دنقشو ړنګول ))
داد هغه کتاب نوم دی چې د۲۰۰۸ز  په مارچ کې خپور شوی ددغه کتاب منځپانګه دختيځ په هيوادونو کې دشيعه ګانو دويش ،په دې ورستيو کې يې دنفوذ پراختيا  او له  ايران سره يې پر اړيکو راڅرخي . ليکوال نه يوازې له موثقو سرچينو ګټه اخستې بلکې داړتيا په صورت کې سيمې ته هم تللی دي . 
نوموړي په دغه سيمه کې  دشيعه نفوذ دپراخيدو لپاره ځينې لاملونه په ګوته ګړي ،چې مهم يې په لاندې ډول ښودل شوي
۱- دايران اوښتون ( انقلاب ) داويايمو لسيزو په پای  کې  دغه اوښتون ، شيعه پيژندنې ، پارونې او انقلابي کولو  سره ډيره مرسته وکړه ، ځکه ددغه  اوښتون په پايله کې دنړۍ په هر ګوټ کې شيعه ګانو ساه واخسته  او دخپلو هيلو او غوښتنو دپوره کيدو په اړه يې فکر کول پيل کړ ايران هم په خپل وار دخپل توان سره سم دوی ته دمرستې لاس ور وغځاوه ، په دې ورستيو کې خو اوس دنړۍ په بيلا بيلو سيمو کې شيعه ګان لاريونونه کوي  او په خپلو سيمو کې نورو مذهبي ټولنو ته سرخوږی جوړوي   . پاکستان ، د خليج هيوادونه اوسوريا ... هغه هيوادونه دې چې  همدا اوس له دې کبله ځوريږي
دايران  اوسنی دولت په سياسي ډګر کې په نړيواله کچه شيعه ګانو ته دمنتظرمهدي په څير يوه ورکه وه چې خدای ورکړه ، ايران په نوره نړۍ کې شيعه ګانو ته يوازې په مالي او روحي مرستو بسنه نه کوي ، په پاکستان کې امام خميني دپاکستان دوخت واکمن ضياء الحق ته ګواښنه وکړه که دشيعه ګانو  غوښتنو ته ځواب ونه وايې نو په پاکستان کې داوښتون په تمه دې شي ،په خليج هيوادونو لکه کويټ ،بحرين او سعودي عربستان کې خميني  خپل استازي وټاکل ، په لبنان کې دحزب الله د ډلې رامنځ ته کولو نقشه يې جوړه کړه ، په سوریا کې داسد کورنۍ نصيريه ( العلويه ) ډلې ته دمشروعيت جواز ورکړ  سره ددې چې دغه ډله له دې دمخه شيعه ګانو په اثني عشريه  ډلو کې نه شميرل کيده . 
۲- په شيعه ميشتو سيمو کې دنفتو کشف کيدل . له جغرافيايې پلوه تر شلمې پيړۍ شيعه ميشتې سيمو دومره ارزښت نه درلوده خو کله چې په کويټ ، قطر او دسعودي عربستان ختيځه شيعه ميشته سيمه کې نفتو کشف شول  دغه سيمې دنړيوالو دپام وړ سيمې شوې ،په بحر قزوين  او شيعه اذربايجان کې دنفتو له  پراختيا سره  دغه سيمې دنوي کويټ په بڼه راڅرګنديږي، همدارنګه په پاکستان کې هم په شيعه ميشتو سيمو کې دنفتو دنل ليکو غځول ،د نويو سرچينو پلټل او کشفول هم ورته انديښنې دي ، که يولوري ته  دنفتو اوښتون  شيعه ييزم سره مرسته کوي بل لوري ته دوی خپلو ملې حکومتونو پر وړاندې ستونزې راولاړوي ، په  خليج کې څو ځله له حکومتونوڅخه  شکايت کيږي چې ددغه سيمو شتمۍ  دځايې حکومتونو له خوا په ښه توګه نه مصرفيږي
۳- تجربو ثابته کړې چې شيعه حرکت له دينې اړخه ډير  خپلې عقيدې ته ژمن دی په ځانګړې توګه دسختيو پر مهال ، شيعه حرکت په تيره نيمه پيړۍ کې په ختيځ کې دحکومت نه درلودلو ، او تر څنګ يې دسلفې خوځښت له  پر اختيا  ګټه پورته کړه او سني مذهبه  حرکتونه يې لويديځ ته په غلامۍ تورن کړل ، همدغه فضا شيعه ګان هغه مهال لاپسې غښتلي کړل کله چې په سوريا کې داسد کورنۍ واک ته ورسيده په فلسطين کې دحماس او جهاد ډلې سره دايران ملاتړ ،په لبنان کې حزب الله شيعه ډله چې دايران په مرستو خپل فعاليتونه کوي ، او په ځانګړې توګه ددغه ډلې بريا کله چې يې دلبنان له جنوبه اسرايل وتلو ته ا ړ کړل  او په پای کې خو بغداد هم سقوط وکړ او دغلته  هم دچارو واګې دشيعه  ګانو لاس ته ورغلې
په نړۍ کې دشيعه ګانو  دتمرکز سيمې او دويش  کچه يې
ځينې نور لاملونونه  دايقني کوي چې دبغداد له سقوط وروسته دغه ستر بدلون په ځينې هيوادونو کې  دشيعه ګانو دنفوس دشميرې لوړوالي سره مرسته وکړه . سره ددې داسې معتمده مرجع نه شته چې په دغه هيوادونو کې  دشيعه ګانو داجمالې شميرې په اړه   دې ورباندې باور وشي . خو  ځينې غربي سرچينې څرګندوي چې دعراق له سقوط وروسته په ځينو هيوادنو کې په دغه شميرو کې بدلون راغلی . په عراق کې مثلا په ۲۰۰۳ ز کې دجګړې دمخه دغه سلنه له ۳۰- ۴۰٪ پورې اټکل شوې وه خو دبغداد له سقوط وروسته دغه سلنه له ۵۵- ۶۵٪ ته لوړه شوه، په بحرين کې هم ورته کار شوی له ۴۵ – ۵۵ ٪ څخه اوس دشيعه استوګنو شميره له ۶۵ – ۷۰ ٪ ته لوړه شوې ده
له تاريخي او جغرافيې پلوه په اسلامي ختيځ کې دشيعه ګانو جغرافيايي  ويش په دوه ګټګورۍ سره ويشلی شو:
•  دايمې او اصلي استوګنه ،
•  او له خپلو اصلې استوګنځايونو کوچيدل
دغه ويش  په پنځو جغرافيايې سيمو ويشل شوی
۱- اصلي استوګنځايونه ،حجاز او سويلې عراق
۲- هغه سيمې چې شيعه ګانو دزور په پايله کې لاندې کړي ، ايران ، اذربايجان ، او دافغانستان ځينې سيمې
۳-  دسيمه ييز  خوځښت او شيعه دعوت سيمې ، لبنان ، سوريا ، ترکيه ، دعربي خليج ساحلي برخه دعربي جزيرې سويلي برخې ، دهند ،پاکستان او افغانستان ځينې سيمې او د منځنۍ اسيا ،چين او دافريقا په ختيځ کې بيلا بيلې سيمې
۴-  امريکا ، کاناډا اسټراليا ، او لاتينې امريکا هغه سيمې دي چې شيعه ګان ورته کډه شوي دي
5- هغه هيوادونه چې شيعه يې فکر پکې شتون لري خو لا هم په دغه سيمو کې شيعه استوګن په نشت حساب دي لکه مصر ، سوډان  او دشمالي افريقا ځينې  هيوادونه

ليکوال هڅه کړې په لاندې جدول کې په نړۍ کې دشيعه ګانو اټکلې سرشميرنه   په ګوته کړي
هيواد  استوګن  ( ميلون )  مسلمانان (٪)  شيعه ګان (٪)  فرقه
افغانستان            ۳۲        ۹۹                ۸-     ۱۲       امامي
آذربيجان              ۸         ۹۳                 ۷۵ - ۸۰       امامي
بحرين                 ۰،۷      ۸۱                 ۶۰ – ۶۵      امامي
هند                 ۱۱۳۰      ۱۳،۵                  ۳- ۵        امامي ،اسماعيلي
ايران                  ۶۵        ۹۸                   ۸۰ – ۸۹     امامي
عراق                ۲۷،۵     ۹۷                    ۵۰ – ۶۵     امامي
کويټ                  ۲،۵    ۸۵                         ۳۰          امامي
لبنان                   ۴      ۵۹                    ۳۰  – ۳۳      امامي، درزي
عمان                 ۳،۲     ۹۳                        ۲            امامي
پاکستان             ۱۶۵    ۹۷                          ۱۸         امامي
قطر                    ۰،۷   ۷۸                          ۱۰         امامي
سعودي عربستان  ۲۷     ۹۹                           ۵         امامي ، اسماعيلي
سوريا                 ۱۹   ۹۰                            ۱۵        نصيري ، امامي ، درزي
ترکيه                 ۷۱    ۹۹                            ۱۲        نصيري
متحده امارات       ۵،۴   ۹۶                             ۱۶        امامي
يمن                  ۲۲    ۹۸                             ۳۰         زيدي
تاجکستان            ۷    ۹۰                               ۵         امامي
کينيا                   ۳۷  ۱۰                               ۳         اسماعيلي
چين                ۱۳۰۰   ۲                               ۱         اسماعيلي
لیکوال په دې اند دی چې دختيځ په اسلامي هيوادونو کې چې دشيعه ګانو جغرافيايې طبيعي ويش خپل ځانګړی مقام لري ځکه شيعه ګان ددغه هيوادونو په همغه حساسو نقطو کې ځای پر ځای دي چې يو هيواد ته ورڅخه هر وخت ګټه او خطر متوجه کيدلی شي ، نو ځکه خو وايې چې  په داسې سيمو کې ددوی استوګنه خپله ددوی دځواک ښودنه کوي ، شيعه ګان اوس دتير په پرتله ډير ويښ شوي دوی زده کړو ته مخه کړې هڅه کوي دسوداګراۍ فني کارونو ... په ډګرونو کې خپلې وړتياوې لاپسې غښتلې کړي ، شيعه ګان اوس دټولنيزو سازمانو په جوړولو او دشيعه ييزم په پراختيا تر هر بل وخت ډير فکر کوي ښکاره بيلګه يې  دسعودي عربستان د ښاروالۍ په ټاکنو کې لیدلی شو همدارنګه په بحرين او لبنان کې هم .
لیکوال  داسې ټکو ته هم  متوجه شوی چې د ډيری څيړونکو پام ورته نه دی شوی  ليکوال په سويلي اسيا کې دهند او پاکستان شيعه ګانو په اړه غږيدلی دی ، مثلا په هند کې چې د عقايدو ، فرقو اوګڼو فلسفو په درلودلو سره شهرت لري دمسلمانانو شمير پکې  ۱۷۰ ميلونو ته رسيږي  ددوی ۱۵ ٪ يې شيعه ګان دي خو  څيړونکو دغلته يوازې داغاخانيه ، اثنا عشریه او مستعلیه (البهره) فرقو په اړه  ډير لږ څه ليکلي  حال دادی چې دغه موضوع په دغه سيمه کې يو قوي څيړنې ته اړتيا لري
په پاکستان کې چې نږدې د۱۷۰ ميلیونو وګړو څخه يې ۹۵ ٪ يې مسلمانان دي په دغه سيمه کې هم دشيعه ګانو سلنې په اړه بيلابيلې نظريې شته مثلا ددغه هيواد سنيان دغه سلنه له ۱۰ – ۱۵ ٪ ښايې خو شيعه ګان بيا له ۳۰ – ۴۰ ٪ دعوا لري  خو دامريکا مرکزي استخبارات دغه سلنه ۲۰ ٪ ښايې دافغانستان د۳۲ ميلونه وګړو له جملې نه  ۱۵ – ۲۰ ٪ يې شيعه ګان دي دافغانستان شيعه ګانو نسبت  اسماعليه او اثناء عشريه فرقو ته  کيږي په افغانستان کې دهزاره قبيله ترټولو ډير شيعه ګان لري .
دشيعه ګانو د ويش نقشه  دايران دنفوذ له پراختيا سره مرسته کوي
ايران په يو داسې مهم موقعيت کې پروت دی چې له ۱۲ هيوانو سره په وچه او بحر کې سرحدونه لري ددغه ۱۲ هيوادونو ۱۱ يې مسلمانان دي او يو يې ارمنستان مسيحي هيواد دی  له اذربايجان او عراق که له سقوط وروسته يې شيعه يې هيواد وګڼو پرته پاتې ۹ يې سني هيوادونه دي لکه پاکستان ، افغانستان، ترکمنستان ، امارات ، کويټ ، سعودي عربستان ، قطر او بحرين .
دتيرو درې لسيزو په اوږدو کې ايران توانيدلی په ګاونډيو هيوادونو کې دسني دولتونو له خوا دشيعه ډلو پر وړاندې دشته خطر په مخنيوي کې دغه ډلو ته  دمرستې لاس ور وغځوي ، له همدې کبله ويلی شو چې ايران په دې پلمه په ګاونډيو هيوادونو کې ځانته دپښې ايښودنې  دځای په لټه کې دی ، چې په دغه  هيوادونو کې يې دشيعه لږکيو سره په مرسته کې ويني .
پر شيعه ډلو  دايران داغيز لاملونه
۱- دقوي او کمزورو سني هيوادونو په ځانګړې توګه دخليج هيوادونو پر وړاندې 
دايران ستر ديموګرافيک وزن
 ۲- داسلامي انقلاب بری او ترڅنګ يې دايران مخ پر وده اتومي او فضاءيې  پرګرام
۳- د بغداد له سقوط   ورسته په عراق کې  نا ارامۍ  او دايران  پوځي  غښتلتيا
۴- په خليج کې متحده ايالاتو سره  د دغه سيمې  پر سر دجګړه ييز واک  ويش
۵- دخداي لورينه ، د نفتو درلودل ، چين او روسيې سره يې ستراتيژک تړونونه
دغه لاملونو ايران سره مرسته وکړه چې په خپل ګاونډ کې شيعه ډلې پر ځان راماتې کړي  البته دغه پروسه دلاندې لارو پر مخ ولاړه
الف : دشيعه ګانو هيلې پيدا شوې  چې يو هيواد شته چې ددوی غوښتنو ته ځواب وايې
ب : هغه شيعه ډلې چې غواړي له خپلو هيوادونو خپلواکي واخلي دايران له خوا يې مالي او معنوي ملاتړ کيږي
ج : په اسلامي ختيځ کې  دنوو اصطلاحاتو صادرولو او دودولو ته لاره هوارول  ، لکه انقلابي اسلام ، ولايت فقيه او دشيعه اسلامي دولت رامنځ ته کول البته داټول دمنتظر مهدي دبيرته راتګ له قيد پرته
د: ايران سره ددې چې په ګاونډيو هيوادونو کې شيعه ډلو سره مرسته کوي ترڅنګ داسې سني ډلو سره هم مالي او معنوي مرستي کوي چې صهيوني استعمار پر وړاندې جنګيږي ( لکه په فلسطين کې )
په اسلامي ختيځ کې دمذهب دتنوع ستونزه
 په پرمختللو ټولنو کې داتنکې او مذهبي تنوع نظريه ، دڅيړنو اومعلوماتو شريکول او کلتوري نمونې ډيرې پرمختللي دي خو داسلامي ختيځ هيوادونه لا هم په دغه ډګر کې پاتې راغلي چې ليکوال ددغه ورسته پاتې والي ځينې لاملونه داسې په ګوته کړي .
۱- دايران سيمه ييزې هيلې ، ايران  دلرغوني فارس  د دورې د راژوندي کيدو خوبونه ويني دغه هيواد هيله لري شيعه ييزم او فارسي قوميت ته  په سيمه کې ځانګړی مقام ورکړي
۲- دامريکا استعماري تګلارې چې داسلامي ختيځ هيوادونوته  ګواښنه کوي که ددوی تګلارو ته غاړه کينږدي نو دعراق په څير بريدونو سره به مخامخ شې او ښايې هيواد يې په څو مذهبي او توکميزو ايالاتونو  وويشل شي
۳-  دبغداد له سقوط وروسته په اسلامي ختيځ کې  دمطبوعاتو ګڼه ګوڼه  او دشيعه ګانو فضايې وړتيا
۴ -  دديني علماء او قومي مشرانو له خوا دبهرنيو ژبو زده کول ، چې په ښکاره  درغاونې او ملي ګټو نغارې ډنګوي خو په پټه خپلې شخصي ګټې له دغه لارو لاسته راوړي
يادونه : دافغانستان په اړه افغان څيړونکي دغه سر شميرنې سره موافق نه دي دوی وايې چې په افغانستان کې دشيعه ګانو سلنه د۱۲ – ۱۵ ٪ پورې اټکل شوی ده ، بله خبره داده چې په افغانستان کې داسماعيليه فرقه  تر يولک ډير پيروان لري چې ليکوال ورته اشاره نه ده کړې
پای :
لیکوال په لنډه توګه وايې چې تيرې درې لسيزې دشيعه ګانو لپاره په اقتصادي ، سياسي او اجتماعي ډګرونو کې ډيرې په زړه پورې وې ، په اقتصادي ډګر کې دنفطو کشفول او په سياسي ډګر کې ديو ملي دولت درلودل، حتی اوس په سيمه کې دسترو زبر ځواکونو سره دسيالۍ ډګر ته راوځي  دا او دې ته ورته لاسته راوړنو شيعه ګان او په ځانګړې توګه ايران په سيمه يیزه توګه مطرح کړی او دغه هيواد ته يې دګاونډيو هيوادونو بلکې دټولو  شيعه ګانو پام ور اړولی
داهغه څه و چې لیکوال په خپل کتاب کې ځای ورکړی او مونږ په ډير لنډيز سره ځينو مهمو ټکو ته  په اشارې سره يادونه وکړه .
پای