طالب جنگياليودټولټاکني دګډون کارټونه اخيستي

احمد (فرزان)
 په سويل لويديځه حوزه دټولټاکنودخپلواک کميسيون چارواکي وايي چې سلګونوطالب وسلوالوپه ټولټاکنوکي دګډون کارټونه اخيستي دي ، دنوم ليکني چارواکي داچاره دنوم ليکني دپروسي دملي والي ثبوت ګڼي اوداسي انګيري چې ګواکي دطالبانوپه ليکوکي ټیټ پوړي کسان راتلونکوټولټاکنوته دمشروعیت په سترګه ګوري.
طالبان چې لاله وړاندي يي په افغانستان کي موجودنظام دبهرنيولاسپوڅی ګڼلی اوپه وړاندي یی جهاداعلان کړی دهغوي يوشميرپخواني مشران چې دډيروپه باوراوس هم ورسره اړيکي لري په کابل کي ناست دي .
دطالب امارت پخوانی دبهرنيوچاروزيروکيل احمد متوکل، په پاکستان کي دهغوي سفيرعبدالسلام ضعيف اوپه متحدوايالاتوکي دطالبانوپخوانی نارسمي سفيرعبدالحکيم مجاهد هغه کسان دي چې ظاهراغلي دي اودحکومت ترچترلاندی ژوندکوي خوپه فکراونظرکي دطالب جنګياليوسياسي رهبران ګڼل کیږی .
دولسي جرګي په تيروټولټاکنوکي مولوی متوکل له کندهارولایت څخه خپل ځان کانديدکړی وخوچندان رايې  يي وانه خيستي اوولسی جرګي ته بريالی نسو، هغه مهال يوشميرکتونکوتبصره لرل چي ګوندي متوکل په خپله خوښه نه بلکی دکرزي دحکومت اودامريکاله خوا دي کارته اړيستل سوی دی.
په سويلي سيموکي دطالب جنګياليوله لوري چې عملادحکومت اوبهرنيوځواکونوپرضدپه جګړه بوخت دي دکارټونواخيستلوعادي خلک هیښ کړي،يوشميرپه دي باوردي چې دادطالبانوله لوري په ښارنوکي دخپل سفرپرمهال دځانونودخلاصون لپاره يوه هڅه ده خويوشميرنوربياداسي انګيري چي ګوندي ځيني منځلاري طالبان غواړي سياسي ډګرته راوړاندي سي .
دټولټاکونودخپلواک کميسون دچارواکوپه خبره ډيريوطالبانوپه هلمنداوکندهارکي دنوم ليکني کارټونه اخيستي اوداهغه ولایتونودي چې ترټولوډيرپکښي طالب جنګيالي فعال دي.
هلمندهغه ولایت دی چې برتانوي ځواکونوپکښی زيات نظامي اوسياسي حضورلري ، هغوي چې لاله وړاندي په حکومت کي دطالبانودګډون اوله هغوی سره دسولي پلويان دی ان يوشميرخویی لادطالب جنګياليوپه مجهزولوتورنوي.
برتايي دافغانستان دراتلونکوټولټاکنولپاره لس مليونه ډالره پيسي ورکړي اوداهغه څه دي چې دډيروپه ګمان ښايي دافغانستان په راتلونکي حکومت کي دهغوي خوښه دډير رول لرونکي واوسي.
په داسي حال کي چې دپاکستان په قبايلي سيموسوات اولال پوره کي حکومت اوپاکستانيوطالبانوتازه روغه جوړه کړي اوپه باجوړکي خوبیخي ځایی طالب مشرمولوی فقيرمحمد يوطرفه جنګ بندیزاعلان کړی ښايي داهم دافغانستان پروضعیت بی تاثيره نوي .
امريکاهم په څنګزڼ ډول ليوالتياښوولي چې ګوندي په افغانستان کي هم ترټولټاکنووړاندي دطالبانوسره ورته مفاهمه وسي چې دډيروپه ګمان دامريکااشاره ښايي دي ته وي چي غواړي يوشميرمنځلاري طالبان په راتلونکي حکومت کي دخيل کړي.
په ټولټاکنوکي ديوشميرطالبانواحتمالي ونډه له دوولاروکيدای سي ، ياښايي طالبان وغواړي دنظامي مبارزي ترڅنګ سياسي مبارزي ته هم لاس واچوي اوهغه کسان چې په ښکاره له حکومت سره يوځای سوي اوپه پټه دهغوي ستراتیژي پرمخ بيايي پرواک راولي ، اوداهم امکان لري چې دلويديځ په اراده يوشميرمنځلاري طالبان په سياسي ډګرکي راښکيل کړای سي.
په هرحال که يوشميرطالبان سياسي مبارزي ته مخه کوي ښايي يوپرمختګ وګڼل سي اوداهيله راوټوکوي چې ګوندي دامنیت په ښه والي کي به رول ولري هغه چې دخلګولپاره اوس ترهرڅه زيات اهمیت لري.