احمد (فرزان)
نارسمي شمیرې ښیې چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳ملیونه ماشومان ژوندکوي چې دټول نفوس دریمه برخه جوړوي اوډیری یې دبی وزلۍ ، وروسته پاته فرهنګ اوجنګ جګړو له امله له خپلوحقونوڅخه بی برخي دي.
افغانستان يو له هغو بی وزله هیوادونو څخه دى چې د بيلابېلو لاملونو له کبله يې گڼ ماشومان له داسې ډېرو ستونزو سره لاس او گرېوان دي چې د ناوړه گټې اخستنې مانا لري.
په کوچنيو عمرونو کې د نجونو او هلکانو ودول، جنسي تېري، بې سرپرستي،تعلیم اوتربیې ته یی نه لاسرسی ، درانه کارونه او د امنيت له پلوه نه خونديتوب هغه څه دی چې زرګونه ماشومان ورڅخه زوریږی.
په دي وروستیوکي په هیوادکي پرماشومانو دجنسي تيريو پيښی په بی جوړي توګه ډیری سوي دي ،همدارازډیر شمير ماشومان سوال ته لاسونه غځوي ،داسې ماشومان هم شته چې ميندې او پلرونه يې د خير غوښتلو لپاره وسيله گرځوي او يو شميرنور بیا په زندانونو کې له خپلو ميندو سره شپې ورځې تېروي .
سربېره پر دې په مرکزي ، شرقي او سويلي ولايتونو کې پراخوناامنیواوتاوتریخوالي شاوخوا ۶ملیونه ماشومان له زدکړئیزبهیره شاته غورځولې دی .
نړيوالې شميرې ښيي چې دا مهال په نړۍ کې ٣٥٢ ميليونه داسې ماشومان په سپکو او درنو کارونو بوخت دي چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو کښته دي، او له دې ډلې څخه یی یوازي ١٠٠ ميليونه ماشومان پر سړکونو کار کوي .
د شمېرو له مخي په هندوستان کې شل ميلونه په برازيل کې ٧ ميلونه په پاکستان کې شاوخوا ١٥ ميلونه او په مکزيک کې ١٠ ميلونه ماشومان په راز راز کارونو بوخت دي او افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دى چې ډير ماشومان يې راز راز وړ اوناوړه کارونه تر سره کوي .
یوپلو خوحکومتي اومخالف ځواکونه دماشومانوڅخه په جګړوکي کاراخلي اوبل پلوبیا ډیری ماشومان په هوټلونو، کارځایونو، شرکتونو، دوکانونو، مستیریخانو او موټرونوکي کارکوي چې هم دکار دوخت اوهم دکاردډول له مخي ورسره زیاتی کیږی .
که څه هم چې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون، اساسي قانون او د کار او ټولنيزو چارو وزارت تگلاره ټول په يوه توگه څرگندوي چې ماشومان بايد له کاره وژغورل شي، خو د کار قانون په دې برخه کې اقتصادي ستونزې په پام کې نيولي دي او ټينگار يې کړى دى چې ١٥ کلن ماشومان سپک کارونه کولاى شي خو د عمل په ډگر کې د ډېر ماشومان داسې کارونه کوي چې درانه بلل کیږي.
که څوک دهیواد په مرکزاولویوښارونوکي وګرځي نوله زرګونو داسي ماشومانوسره به مخ سي چې لوڅ سراویبلي پښې په سګریټواوژاولوپلورلو، سپیلنیودودولو اودسوال په کولوبوخت دي اودسړکونوپرسرپه لارویوخلګواوموټرانوپسي لالهانده ځغلي .
د دغو ماشومانو جامې او بدنونه داسې تور شوي وي چې خپل رنگ يې نه پېژندل کېږي اوله ورایه یي په مخونوکي بی وزلي ښکاري.
دکاراوټولنیزوچارووزارت دشمیروله مخي اوسمهال په هرو سلو ماشومانو کې ٣١ يې په سپکو او درنو کارونو بوخت دي همداراز یوازی په مرکزکابل کي دوه زره ماشومان دسړک پرسرسوال کوي .
پوښتنه داده چې ولې په دومره لوى شمير کې ماشومان کار ته اړ شوي دي ؟ ځواب یی ساده دی ، څوکلني جګړي دکورنیوسرپرستان وژلي ، بی وزلي اوج ته ختلي ، وچکالۍ دلیری پرتوسیموخلګ ښارونوته راوړي او بهرني کډوال په بی کورۍ کي ژوند کولوته اړسوي دی .
بی وزله اوبی سرپرسته ماشومان چې دزدکړي لیري پاته سوي ، ذهني وده یی نه وي موندلي اوله ځانه ددفاع توانایی نلري په ډیری اسانۍ سره په مخدره توکوروږدیږي ، دجنګي ، جنایتکارو اوورانکاروډلولاسونوته لویږي اودراتلونکي جرمونوپه ګراپ کي دلوړیدولامل ګرځی.
همدا اوس چي په هیوادکي یونیم ملیون کسان په نشیي توکوروږدي دي شپیته زره یې ماشومان دي چې دمخدره توکودکراوقاچاق دګراپ په لوړیدو سره ددې شمیرې دلازیاتیدوویره پرځای پاته ده .
که دا ټولې ستونزې په پام کې وي نو ويلاى سو چې ستونزې ډېرې او اسانتياوې لږې دي، که څه هم چي په هیواد کي دملګروملتونودماشومانودملاتړصندوق (یونیسیف) ګڼي نوري خیریه اداري او خپله حکومت دماشومانودستونزوپه اواري کي کارکوي خو حکومتي چارواکي او د خير ښېگڼې ټولنې وايي چې نړيوال بايد په دې برخه کې لا ډيرې مرستې وکړي .
وروستي