بده کمي

که خواران د پښتو شته دی پښتنو  کې  غني   هم   شته
په دې ورانو  کنډوالو   کې   فلسفی   ليوني   هم   شته

تاته      څه    ښکاره رقيبه  دغه سپينې  سپينې  خولې
د   دې  سپينو  تيږو  شاته  قهريدلي  زمري  هم  شته

د  خوشال  له  اکوړي  نه  د  حمزه  خیبر   ته   ګوره
هر قدم په دغو غرو کې ستر احمد او غوري هم شته

د  بابړې   شهيدانو   صمد خان   او   ايمل  یو  کړۍ
د دې لوی ارمان خاوند مو صنوبر  کاکاجي  هم  شته

زه  له   خپلو   نه   جدا   شوم   د  پردو   په  خپلولو
د بيلتون په لاره درومي خپلو منځ کې پردي هم شته

له زلمو  که     پوره  نه  شو  پښتنو  پيغلو  راپاڅۍ
دا ويده ويده راويښ  کړۍ  په  ويدو کې سړي هم شته

د دې تورو  غرونو  کاڼي  تور  سکاره  دي  د  ډبرو
پام چې کم نظر ونه کړۍ پکې  سره سره  غمي هم شته

که ګورګين په شان د سپيو غلچکۍ حملې شروع کړي
لويه غيږه د نازو کې  ميرويس  رنګه  بچي  هم  شته

تور تمونه   او   جنګونه   که   تپلي   په  مونږ  نورو
د  سبا   د  اميدونو   ملا   تړلي   زلمي    هم    شته

دا نوم رکي شهيدان چې مو د لمر  په  لوري  خاندي
دې خندا کې ستر رازونه د جمال  د  پټکي  هم  شته

د  پامير   خيبر   له  سره   تر  سستان   بلوچستانه
ارمانونه ژوندۍ  هيلې  د تره کي  کوچي  هم  شته

د نفاق  تورې  تيرې  دي بښتانه  يې سره بيل کړل
خدمتګاره! دې ولس  کې  دغه  بده  کمي  هم  شته