دسپټمبر له پېښې کلونه تير شول، خو شکونه لا هم پاتې دي.

  
 
پر نړیوال سوداګریز مرکز باندی له بريد نه کلونه تیر شول خو بیا هم خلک دی حملو ته د شک په سترګه ګوري. ددی حملو په اړه په زیات شمیر کی څیړنیز راپورونه ولیکل شول خو یو یی هم کوم ثبوت وړاندی نشو کړای. په انټرنیټ کی تر ټولو ډیری خوښ کړای شوي پنځه بدګومانی شتون لري چی له تاسو سره یی شریکوم:
لومړی بدګوماني: د تښتول شوو الوتکو په درولو کی پاتی راتلل:ده
څه دلیل وو چی  ددنیا ترټولو قوي ملک ونشو کړای چی د څلورو  تښتول شوو الوتکو څخه د یوی مخه هم ونیسي؟
بدګوماني:
خلک په دی ګومان دي چی ډک چیني، مرستیال ولسمشر فوځ ته د نه فعالیت ویلي ول؛ او د الوتکو د نه دریدو او نه کنټرولیدو یی هم ورته لارښوونه کړیوه.
سرکاري راپور:
د الوتکو تښتول یوه غیر معمولي پیښه وه. په الوتکه کی سواره خلک له ویری او ډار سره مخامخ وو. او د الوتکو ټرانسپونډر(یوه برقی وسیله دی چی د مخابری د سیګنل په رسیدو سیګنل ورکوي او له الوتکی سره د هوایی ټرافیک رابطه ټینګوي) هم له کاره غورځیدلي وو. دامریکی  د هوایی ځواک په قوماندانی کی تربیوي مشقونه او تعلیمات هم روان وو. دهوایی ځواک کنټرلوونکی کولن سکوګنز له فوځ سره په مسلسله رابطه کی وو. خو د فوځ او هوایی ځواک ترمنځ د هماهنګی کمی حتمي وو.
د فوځ وسایل هم زاړه وو؛ د ساړه جنګ سره دمقابلی لپاره د سمندر څخه د محافظت لپاره جوړ شوي وو.
دویمه بدګوماني: د نړیوال سوداګریز مرکز له منځه تلل:
پوښتنه:
نړیوال سوداګریز مرکز دومره زر ولی وغورځید؟ اور خو ددی مرکز په څو منزلونو کی لګیدلی وو او (اور)له یو څخه تر دوو ساعتونو څخه یی  زیاته ادامه هم پیدا نه کړه؟
بدګوماني:
ویل کیږي چی د کنټرول ډیمولیشن په طریقی څخه په کار اخیستنی نړیوال سوداګریز مرکز تباه شویدی. په دی اړه ویل کیږي چی مرکز په ۱۰ ثانیو کی له منځه تللی؛ په مرکز کی تر ډیری کمی مودی لپاره اور لیدل شویدی؛ د غورځیدو مخکی په مرکز کی د چاودنو اوازونه هم اوریدل شویدي.
 
سرکاري راپور:
د ټکنالوجی او معیارونو ملی انسټیټیوټ یو تفصیلی راپورلیکلی دی. په راپور کی راغلي چی د الوتکو د ټکر له وجی په هغو ستنو چی د مرکز بوج یی پورته کاوه زور راغلی او بله خوا د مرکز د اور لګیدنی څخه د خبریدنی نظام هم له منځه وړل شویدی چی په نتیجه کی بلډنګ راپرځیدلی دی. د کنټرولډ ډیمولیشن په ځواب کی راپور لیکي:
کنټرولډ دیمولیشن (تدریجی له منځه تلل) له لاندی پیل کیږي خو د نړیوال سوداګریز مرکز غورځیدل له بره پیل شول. کوشش شوی چی ددی پته ولګوي چی ایا د نړیوال سوداګریز مرکز د ننه کوم باروتی مواد ځای پرځای شوي وو او کنه خو څه مالومات لاس ته نه دي راغلي.
درېیمه بدګوماني: په دفاع وزارت حمله:
پوښتنه: داڅنګه امکان لري چی یو بی تجربی پیلوت یوه  مسافر وړونکی الوتکه په ډیرو سختو لارو له  تګ څخه وروسته د نړی له قوي دفاعي مرکز سره وجنګوي؟ هغه هم  داسی مهال چی چی د تښتول شوو الوتکو د اطلاع د خپراوي څخه ۸۸ دقیقی تیریدی؟
او بیا ددی ټکر په اړه هیڅ کوم ثبوت نه دی موندل شوی؟
بدګوماني:
لومړني عکس العملونه ښیی چی د امریکی په دفاع وزارت باندی کومه ۷۵۷ بوینګ نه دی لګیدلی بلکی په میزایل ویشتل شوی او بیا وروسته د کومی وړی او یا هم بی پیلوټه الوتکی له عمارت سره د لګیدو هڅه شویدی. کله چی له دفاع وزارت سره د امریکی د هوایی کرښی ۷۷ پرواز دلګیدو  خبره منځ ته راغله نو څیړنی ښیی چی ۷۷ پرواز د القاعدی په لاس کی نه بلکی خپله د امریکایانو په لاس او کنټرول کی وو نو ولی بیا الوتکی له دفاع وزارت سره ټکر وکړ.
سرکاري راپور:
د پیښی په ځای کی د الوتکی پاتی شونی لیدل شویدي او تور بکس یی موندل شویدی. دغه تور بکس بیا ایف بی اۍ ته د څیړنو لپاره سپارل شویدی. د الوتکی د سپرو ځانګړنی د ډی این ای له ټسته موندل شويدي او عینی شاهدان وایی چی پخپلو سترګو یی الوتکه لیدلی چی له دفاع وزارت سره ټکریږي.
څلورمه بدګوماني: څلورمه الوتکه د یونایټیډ هوایی کرښی پرواز لمبر۹۳ وو:
پوښتنه: په شینکس ویل کی د الوتکی د غورځیدو د ځای ورکوټوالي او د ملبی د لږ والي دلیل څه شی دی؟
بدګومانی:
د یونایټیډ هوایی کرښی ۹۳ پرواز الوتکه په میزایل وویشتل شوه او ملبه یی په هوا کی تیت وپاشان شوه.
سرکاري راپور:
د الوتکی پاتی شونو او د پیلوټ د خونی غږ ثبتوونکي ښیی چی د الوتکی د ننه ترهګر وو او هڅه یی کړیدی چی الوتکه وغورځوي. یو ډاکټر والی مِلر وایی چی د الوتکی د غورځيدو څخه ۲۰ دقیقی وروسته د پیښی ځای ته رسیدلی او یو جسد یی هم نه دی لیدلی. دی وایی چی الوتکه غورځول شوی او جسدونه له پیښی سره سم وړل شويدي. که د ډاکټر خبره ومنل شي؛ او بله خواته دقیق راپورونه ولیدل شي نو دا څرګنده وي چی د امریکی هوایی ځواک ته د هیڅ مُلکي الوتکی د غورځیدو امر شوی وو.
پنځمه بدګوماني: د نړیوال سوداګریز مرکز د۷م بلډینګ غورځیدل:
خلکو ته بلا پوښتنی پیدا دي چی ۷ بلډینګ ولی ولوید هغه هم په داسی حال کی چی کومی الوتکی ورسره ټکر نه وو کړی؟ که د اور وجه وي نو دا دلیل ډیر کمزوری دی ځکه چی هیڅ داسی قوي بلډینګ اور نه دی چپه کړی.
بدګومانی:
 ویل کیږي چی د نړیوال سوداګریز مرکز د کنټرولډ ډیمولیشن (تدریجي غورځولو) په طریقی غورځیدلی. په اولو وختو کی رسنیو د ددی بلډینګ د څښتن د ″پُل اِټ″ یعنی ویی باسی په جملی بحث کاوه خو وروسته مالومه شوه چی دا دا جمله د اطفایی د کار کوونکو د ژغورلو لپاره استعمال کړی وه چی هغوی دی د تباهی له محله وویستل شي. د پُل اِټ جمله د چاودیدونکي موادو لپاره په کار نه وړل کیږي.
اوس بحث پردی دی چی ۷م بلډینګ ولی دومره زر یعنی د۷۷ ثانیو په اندازه وخت کی له منځه لاړ. په دی اړه عمومي نظر دادی چی د بلډینګ په دومره تیزی غورځیدل د چاودیدونکو موادو داستعمال څخه پرته امکان نه لري. ځینو ساینس پوهانو د سرکاري راپور محتویات په دی اړه رد کړل. ساینس پوهان وایی چی د بلډینګ شاوخوا یی چی کله معاینه او څیړنی کولی د داسی موادو پاتی شوني یی موندلي دي چی په ګرمیدو سره انفجار کوي او بربادی منځ ته راوړي.
ساینس پوهان وایی چی د ټن تهرمایټ له موادو د نړیوال سوداګریز مرکز په لمنځه تلو کی هم استفاده شویدی.
سرکاري راپور: 
ټکنالوجی او معیارونو ملی انسټيټیوټ په خپله دری کلنه څيړنه کی دی نتیجی ته رسیدلی دی چی بلډینګ د هغه اور له امله چی په څنګ شمالي بلډینګ کی لګیدلی وو غورځیدلی دی.
د بلډینګ دننه د اوبو دخورولو او پاشلو سیستم هم له منځه تللی وو. د چاودیدونکو موادو کومه نښه او نشانه دوی نه دی موندلی او نه هم بلډینګ کی لګیدلو د غږ د ثبتولو ماشینونو د کنټرولډ ډیمولیشن (تدریجی غورځول) غږ ثبت کړیدی. راپور وایی چی ساینس پوهانو چی کومه ماده د بلډینګ شاوخوا موندلی د بلډینګ په رنګ کی استعمال شوی یوه ماده دی چی د چاودیدو خطر یی کم دي.
تاسو په دی اړه څه نظر لری؟
نړیوال سوداګریز مرکز چا وپرځاوه؟ په دفاع وزارت چا حمله وکړه؟ خپل تاثرات له هیوادوالو سره شریک کړی؟
leekwal@yahoo.com