هغه زاړه کفن کښان دې خدای وبخښي!

هغه دميدان وردګوولايت دامنيې پخوانی قوماندان جنرال اميري دې خدای وبخښي، هغه خوبه څه کول اوڅه به يې پرېښودل،خودا نوی کفن کښ(مظلوم)خوله سېلمې کفنونه باسي او برسېره پرکفنونولا......!
پخواپه ميدان وردګوولايت کې دامنيې قوماندان جنرال محبوب اميري ؤ،چې اوس مهال دناوړه چلند،ددوه جرمنيانودتښتونې اوپه بدخشان کې دډليزو،وژنودتورونوله کبله له دندې ګوښه کړای شويدی.
دولس هيله وه،که چېرې ميدان وردګوولايت ته کوم باکفايته قوماندان لاړشي نو،کېدای شي چې امنيت به يې سم شي.خوله بده بخته دغه ولايت ته يو داسې قوماندان واستول شو، چې امنيت يې لاپسې خراب کړ.اواوس ددغه ولايت وګړي هغه زاړه کفن کښ(اميري) ته دعاوې کوي.
نوی قوماندان(محمد عوض مظلوم)له دې وړاندې په کاپيسا ولايت کې دنده درلوده. خوچې هلته ناکام شو،نوميدان وردګوته يې ولېږه.عجبه خبره ده،چې ناکامان،پرځای ددې چې په کورکښېنول شي،له يوه ځای نه بل ځای ته بدليږي!(دې ته وايي،خندنۍ پاچاهي)
له دې نه ښکاري چې دکورنيوچارو،وزارت ياپه بل عبارت شمالي ټلواله خپل کسان په لوړوپوسټونوګماري.اودګوښه کېدوخوب يې هم نه ويني!خوله دې کارسره ملي وحدت ته تاوان اړوي اودهېوادوالو ترمنځ نفرت ته لمن وهي.
دميدان وردګوولايت اوياپه سلوکې وګړي،پښتانه دي،کله چې هم دشمالي ټلوالې کوم،قوماندان نوموړي ولايت ته استول شوی،نودپښتنوپرضديې چارې پيل کړي. او ددغې سيمې شمله ورپښتانه يې په عذاب کړي اوپه يوه نامه اوبل نامه يې له ستونزو سره مخامخ کړيدي!هان تردې پورې ځينې پښتانه وهل شوي،چې ولې په پښتوخبرې کوي اوپه پارسي ولې نه پوهيږي!
دغوظالمانودچنګېزخان دوخت ظلم اوستم رامنځته کړی!په لويولاروکې خلک لوټوي،چې په دې لړکې دولسمشرله ځينو باډيګارډانوڅخه هم پيسې اخيستل شويدي.
ددغه ولايت په سيدابادولسوالۍ کې دپوليسولخواله ځينوعامووګړيونه ټيليفونونه هم اخيستل شوي اوغلاوې هم ترسره شويدي.اوپه ځينوځايونوکې دخلکوکورونه بې ځايه تالاشي شويدي.اوهان ځينوکورونوته بدنامي هم وراړول شوېده.چې له همدې امله عام وګړي له پوليسونه پرطالبانوخوښ دي!
ديادونې وړ،ده چې دميدان وردګوولايت دجلرېزولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ قومندان څوورځې وړاندې په کابل کې په داسې حال کې ونيول شو،چې په دولتي موټرکې يې څوکسه اچولي وواوتښتول يې!داسې امنيتي چارواکي په ميدان وردګواودهېواديه ځينونوروسيموکې هم شته! (عجبه دخنداخبره ده،چې په پيشوباندې مستې ساتل کيږي)!
دحيرانتياخبره خولاده،چې په ټول ميدان وردګ کې دګوتوپه شمارڅومخالفين نشته، خو لکه دهلمندهله ګوله پکې جوړه ده!
ولې؟ يواځينی علت يې دامنيتي چارواکيو بې کفايتي اوناوړه چلنددی.دغلته چې مخالفين، غله اورهزن ونيول شي،نوبياډېرژر بېرته خوشې کيږي.دې کارمخالفينوته غټ زړه ورکړيدی،چې(جزاکجااست؟).
زه ويلای شم،چې دميدان وردګوولايت بې کفايته امنيتي ارګانونوله عام ولس نه عزت اخيستی اوابرويې ورته له خاوروسره خاورې کړېده!خوله بدبخته لوړپوړوچارواکيو پرې بياهم غوږونه کاڼه اچولي اويايې هم پدې هيله پرې ايښي چې له تورنه به سپين جوړوي،چې(دايوخيال دی او محال دی)!
په ځانګړي ډول دکورنيوچارو،وزارت! داسې وزارت خوپه هغوتشومبارکو درېشيوباندې هم نه ارزي!نوموړی وزارت که په خپلوچاروکې بدلون رانه ولي،نوامنيت به همداسې ورځ په ورځ خرابيږي!ځکه داهماغه دکرزي مخالفين دي اوغواړي،چې کرزی هم له ځان سره بدنام، بدنام کړي!
په پای کې، اړوندوچارواکيو!
سردرته سرتوروم اولمن درته غوړوم،
په غبرګولاسونودرته سوال کوم،چې دغه امنيتي چارواکي مولارې ته راولئ!
هغه چارواکي چې په رڼا ورځ،غلاوې او شوکې کوي،هغه ولې په نوروځايونوکې ګومارئ؟
هغوی ته ولې سزاوې نه ورکوئ؟ ولې يې له دندې نه ګوښه کوئ؟
يوه خبره په يادولرئ،که له عام ولس سره دپوليسوهمداډول ناوړه چلنددوام ومومي،نو داخودڅلوېښتوهېوادونوځواکونه دامن لپاره راغلي،که ددوه سوه هېوادونوځواکونه هم راشي، نوبيا به هم امن نه وي!
که امن وي،هم!نوهغه دچاخبره دزورامن به وي.اوپه زورکلي نه کيږي!!