ګرانـــــه راتــه ګرانـــه ده زَړَه پښتو
ده زموږ ايمان زموږ کعبه پښتو
ته چې پرې فتوای لګوې بـــدکوې
ماتــــه دجــــــنت سړه سايـــه پښتو
داله تورې جوړه دخوشحـــــال لاس کې
ســــــر پـــرې دمـــــغل وهي درنه پښتو
خود به دغليم د سترګو خاروي چې
جــنګ چــې يــې ګټلئ هغـــــه ده پښتو
کاشکې چې ليکل هم په پښتو کې وای
خواره پدې برخـــــه کې يوه پښتـــــــــــــــو
ژغورو بې له غلو رانه يې لوټ نه کړي
ده خو دقـــرنـــونـــــو خـــــزانــــه پښتـــــــو
وړئ به سېـــلاب يــــــــــــې عـــــــمری آخر
پام کـــــوه او پام کـــوه ليکــــــــه پښتـــو
په مينه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ
وروستي