
دپيشوګانو د زغاستې نړيواله سيالي وه . له اروپا ، امريکا ، اسټراليا او نورو ځايونو پيشوګانو د زغاستې لپاره ځانونه چمتو کړي وو .
لوبه پيل شوه خو له نيکمرغه دافغانستان پيشو لومړی مقام وګټلو!؟ په دې سره ټول حيران شول .
وروسته نورو پيشوګانو له افغاني پيشو نه پوښتنه وکړه ، چې ستا دبرياليتوب راز څه دی ؟ افغاني پيشو ځواب ورکړ : سؤ تغذي ؟ نورو بيا پوښته وکړه ، چې دا څنګه کيدی شي ، چې تا ته ښه غذا هم نه وي رسيدلي او بيا هم اتله شوې ؟!
افغاني پيشو ورته وويل ، چې په اصل کې زه پړانګ يم خو په افغانستان کې سؤ تغذي شوی يم !!!