غــــــــــــزل

ستــا سترګــــــوکـــــه اداوې اونازونه رازلمي کړه
زمـــا څيرې ګرېــــوان هم ډېرخيالونه رازلمي کړه
 
تا پور لـــــه پېغلتــــــــــوبه دی اخيستی دګلـــــونو
ماهـــــم ورتـــه په زړه کې هــــــــوسونه رازلمي کړه
 
قسمت به مې چې کوم کاڼی تنــدي ته وي ليکلی
رقيب راته ګاونـــــــــډکې تهمتــــــونه رازلمي کړه
 
پېرونه اوتاريـــــخ وايې چې تا يې ای وطنـــــــــــه!
پخپلــــــــه ړنګولــــــــوته لاســـــــــــونه رازلمي کړه
 
مـــاهــــم دژوند دُعــــــــا شاعر ته وکړله بختيـــاره
خـــــدمت ته دپښتـــــويې ډېر لفظونه رازلمي کړه
 
بختيارځدران : سعودي عرب
۲۰۰۹/۱/۳