کـــــه دې مـــــــــــاڼۍ نــــظر وهلی نه شي
په هردېــــوال دې سيم خاردارلګېـــدلي
تيارې دې نه شـــــــــوې په رڼا بــــــــدلې
لا پابنــــــــدي دې په سهـــارلګېـــــدلي
»»»
لـه تا فرمــــــــــــان دســـولې نه اورومـونږ
لـه تا داوښـــــــــــــــکوبارانونــــــــه اوري
چرته خوښي اوخوشحـــالي چې راشي*
ستــــــــــــا له فضا نه پرې بمـــــونه اوري
»»»
په تا کې بَل هــــــــا د امېـــــــــــد څراغ هم
داينــــــــــــــــــــده د زندګۍ قـــــــــــاتل دی
هــــــــا لـــــه واټن واټن راغـــــــــــلی سړی
زمـــــــــــوږدمينې ورورلۍ قـــــــــاتل دی
»»»
دګاونډيانـــــــــــــو درېمـــــــــــوټ بمونه
دمسلمــــــــــــان په مړينــــــه نه رحميږي
خــــــــــــدايه!که ته يې نـظرنه کړې بدل
زړه يې افغــــــــــــان په وينــــه نه سړيږي
»»»
زمونږدماشــوم په حـــــــــــال خبريې کنه
چــــــــاترې استــــــاد د پاک قـــرآن وژلی
ترې کتابونـــــــــه ښـــــوونځي ســــــوزلي
چــــــاترې د ښې ورځې ارمــــان وژلی
»»»
زمــــــــــــــونږفرياد به وايــه څنـــګه اورې
چـــــــــاته داڅېرې ګرېـــــوانـــــــونه يوسو
داخپلـــــــــــواکي که بل واکي وبـــــــولم
چـــاته نيمــــــــــــګړي ارمـــــانــونه يوسو
»»»
دخپـلې ژبې په سپېڅلــــــــــــــو لفظــــــــو
مـــــونږ چې اظهـار دمــــــــــظلوميت کوو
لــــــــــه هريوتوري نـــــــــــــــــه بـلا شرمېږو
چې پرې تـــــــــــکرار دبربريت کــــــــــــــوو
»»»
دی چې په تا بانـــــــــــــــدې واکمن کابلـه
هغـــــــــه هم ستا په بې وزليــــــــــــو ژاړي
بختيـــــــــاره هرسړی پرې ښـــــه پوهيږي
غريب لـــــــــــــه جبره دپرديــــــــــــــو ژاړي
»»»
په ننګرهار کې دواده پر مراسمو بمبارۍ ته نغوته شوي
بختيارځدران، سعودي عرب، تبوک
وروستي