نوی کال

پـــه ګلــــــــونـو کې روان دی نـــــــــــــــوی کال
څومره شوخ دی څومره ځــوان دی نوی کال
 
په تاوان ترې دخپــــل عمرخوښي اخـــــــــلو
زمـاارمان د يار رُمــــــــــــــــــان دی نوی کال
 
پکې وي به زحمتونه ،اوميــــــــــــــد دواړه
بې اوميــده چې شـــــــي وران دی نوی کال
 
پکې شړلی شــــو دژوندتيــارې له سيمـې
دڅراغ غــوندې روښـــــــــان دی نـــوی کال
 
که خــــوارۍ مــــــوله فصــــلونو سره وکړې
دمــــيړانې دسترخــــــــوان دی نــــــوی کال
 
کـــــه په غـــــــور ديوبــــــــل خـــبرې واورو
لــــه بــديـــو، نه امـــــــــــــــان دی نـــوی کال
 
مرور سره پخــــــــــــــله شــــئ يو لــــه بـــــــله
دبختيــــار همـــدا ارمــــان دی نــــوی کال
»»»
دروهي ويب پاڼې ټولو کارکونکو ته دزړه له کومې دنوي کال مبارکي وايم .
بختيارځدران /سعودی عرب تبوک
محترم ورور بختيار ځدراڼ ، د روهي ويب پاڼې کارکوونکي هم تاسو اوستاسو نورو  مساپرو ملګرو ته  د زړه له کومې دنو ي کال مبارکي وايي او هيله ده ، چې دغه کال له نويو خوشحاليو او نيکمرغيو سره  د ټولو افغانانو هرکلی وکړي .