ايران يوبل چانس هم له لاسه وركړ،

 
 
امريكا وايې ايران داټمي وسلو دمخنيوې په لاره كې يوبل چانس هم له لاسه وركړ
 
له بلې خوا دالمان پخواني صدراعظم دايران دهستوي پروګرام دسوله ايزحل غوښتنه كړي .
 
دسپينې ماڼۍ وياند وايې چې ايران دنړيوالې ټولنې غوښتنوته په عادي كتلوسره يوبل چانس هم له لاسه وركړ،رابرټ ګيبزچې په يوه خبري ناسته كې يې خبرې كولې ويلې،چې ترڅوچې ايران دنړيوالې ټولنې غوښتنې په سمه توګه ،ونه منې ترهغې دا ناممكنه ده چې وويل شي ،چې دايران اټمي پروګرام دسوله ايزوموخولپاره پكاراچول شوى،نړيوال اټمي سازمان دتېرې پنجشنبې په ورځ پخپل نوي رپوټ كې وويل:((ايران دامهال ديورانيموغني كېدل دراولې،خو دتېروشپږو مياشتوپه اوږدوكې يې دوه برابره سنتريفيوژونه توليدكړي،دفرانسې خبري اژانس ويلې چې سپينې ماڼۍ ددغه رپوټ په اوريدپه فوري شكل غبرګون ښودلى،او ويلې يې دي چې ددې كارمخه بايد په جدي ډول  ونيول شي.امريكا پدې تېره موده كې په ايران په باربار دانېوكه كړي ،چې دهستوي وسلو دجوړولو هڅه كوي خوايران وايې اټمي پروګرام يې دسوله ايزوموخو دتامين په موخه پرمخ ځي.له بلې خوا دالما ن پخوانى صدراعظم ايران ته دخپل څلور ورځيني سفرپرمهال پدغه هېوادكې خبريالانوته ويلې چې دى ددې غوښتونكى دى چې دايران او امريكا ترمنځ دهستوي وسلومساله دمذاكراتوله لارې حل شي.هغه ويلې دى ايران ته دچاپه امرنه دى راغلى اونه يې كوم سياسي پيغام راوړى،خوهيله يې داده چې داكاردخبروله لارې حل شي،ايرانيوچارواكو ويلى دالمان پخوانى صدراعظم ښاغلى ګرډشروډر په ايران كې ديوه روغتون دپرانيستوپه موخه راغلى چې دخپل سفرپرمهال به دايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد اونوروچارواكوسره وګوري.
 
كمپوز اوژباړه فيض الله غمخور۲\۲۱\۲۰۰۹