پخوانى تګلارې تعقيبول به نړۍ دبوش په شان بدنامه كړي

دايران ولسمشر محمود احمدي نژاد وايې هرڅوګ چې پخوانى تګلارې تعقيب كړي دامريكا دپخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش دبرخليك سره به مخ شي،                                                                          
 

دايران دولتي اژانس ايرنا وايې چې محمود احمدي نژاد داخبرې ديزد دخلكوپه يوه راټوليدنه كې په ډاګه كړي،هغه وويل:((هغه ملكونه چې د زورله لارې په نورو ملكونو خپله ولكه ټينګول غواړي اوخپل زړه پلانونه په نوو ادبياتوتعقيبوي، پدې دې پوه شي چې دولسمشر بوش په شان ديوه بدبرخليك سره به مخ شي،))ده وويل: ځينې هېوادونه دولسمشر بوش په شان دنورو ملكونودتسلط جذبه په سركې لري،ده زياته كړه،ډېرملكونه داسي دي چې دملګرو ملتونو سازمان يې دخپلې ديكتاتورى له امله پخپله ولكه كې ساتلى،ده دغو هېوادونوته په خطاب كې وويل :كه چېرې تاسو عدالت غوښتونكې وى،نو  دنورو هېوادونوپه كورنيوچاروكې به مولاسوهنه نه كوله،دظالمانولاسنيوى به مونه كوو.اودفلسطين دمظلوم ولس ملاتړبه موكړى وى،محمود احمدي نژادپدغه راټوليدنه كې دمشرټوب يوشرط دامنيت اوسولې راوستلو وړتيا وبلله،ده پدغه راټوليدنه كې دنړۍ په ستروقدرتو غږ وكړ،چې دسيمې په اكثره هېوادونوكې امنيت ستاسوله لاسه خراب دى ده دبېلګې په توګه دعراق ،افغانستان اومنځني ختئځ حالاتوته په اشارې سره وويل پدغوملكونو دنا امنى عامل تاسونه يې،