رڼې ټولټاکنې که سياسي ريا


دادی له اټکل سره سم  له اوږه انتظار اوډېروناندريو ور وسته دټاکنو خپلواک کمېسيو ن دولسمشرۍ دټاکنو لپاره د۱۳۸۸ هجري لمريز کال دزمري ۲۹ مه وټاکله که څه هم داساسي قانون دغوښتنو له مخې بايد د۱۳۸۸ هجري  لمريز کال دغبرګولي په لومړۍ داوسني ولسمشر دواک موده پای ته رسېدلې وای خوداکار ونشو داچې ريښتوني لاملونه يې څه وو ،دټاکنو کميسيون کوم خنډونه عنوان کړل داخنډونه او دځنډ عوامل څومره منطقي اودتوجيه وړ و؟  پر دې موضوع بحث نه کوو داچې په دې شرائطو کې  درڼو،ولس شموله   او له درغليو د پاکوټاکنوشونتيا څومره ده اوڅومره به ولس وکولى شي چې  دخپلې خوښې کانديد ته رآيه ورکړي ، داټاکنې به څومره مشروعيت او قانونيت ولري اوږدې څېړنې ته اړتيالري  که سړى په لنډه ووايي  نو دافغانستان حاکم شرائط هېڅ   ټاکنو ته جوړ ندي ، او داهم لېرې ښکاري چې واقعاً  رڼې ټاکنې به وشي خو دوه جريانه په افغانستان کې دټاکنو په ترسره کېدلو ټينګار کوي لومړى  ځينې سکتارستي او متعصبې افغان ډلې او په لږه کيو پورې  اړوند څېرې ،ځکه دوى په دې خړواوبو کې  کبان نيول غو اړي  ، دوى پوهېږي چې په افغانستان کې  پښتون مېشتې سيمې له ناامنۍ سره مخ  دي هلته نه څوک ټاکنو ته نومونه ليکلى شي او نه دټاکنو لپاره درايو ورکولو صندوقونو ته ورتللى شي  نو دوى داحالات دځان په ګټه ګڼي  ځکه په شمال او مرکزي سيموکې  امنيت ښه دى  هلته ښه پرېمانه  کارتونه وېشل شوي او خلک په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون هم کوي ، دعامه پوهاوي پروسه هم ښه ترشره شوې  نو دا څېرې فکر کوي   چې ددوى اړوند قومونه  به خامخا  دوى ته رايه ورکوي ځکه له بده مرغه دوى په دې سيموکې لادمخه د دتعصب  ، بې اتفاقۍ  اواختلاف تخم کرلى دى ، هغوى داحالات دځان او خپل قام په ګټه ګڼي  او غواړي چې پدې توګه  ددوى په ګومان دافغانستان اتنيکي او قومي جوړښت بدل، ددوى په وينا دلته دپښتنو  دوه سوه ا وپنځوس کلنه واکمني ختمه  او نړۍ ته و ښيي چې دادى په افغانستان کې اکثريت  او اقليت نشته .
دوهم جريان چې په افغانستان کې دټاکنو لپاره  ډېر ناارامه دى ، هغه بهرني ځواکونه ، په افغانستان کې دخيل بهرني اړخونه  او په ځانګړي توګه متحده ايالات او ناټو ده  ، دوى کوښښ کوي چې په افغانستان کې ټاکنې  که څه  هم سمبوليکي  او نمايشي بڼه ولري ترسره شي . ځکه چې په افغانستان کې دټاکنو نه ترسره کېدل دلته ددوى دماتې په معنى  ده ، دوى دخپلو ولسونو ا ونړيوالې ټولنې له دې پوښتنې  وېرېږي چې ولې په افغانستان کې   له اوه  کلن   پوځي  حضور، دومره انساني او مالي تلفاتووروسته اوس هم هلته حالات  دومره خراب دي چې آن څوک  دټاکنو صندوقونو ته هم تللى نشي،
په افغانستان کې دټاکنو نه ترسره کېدل  دافغان حکومت او ددوى دبهرنيو  ملګرو  دماتې په معنى ده  داددې څرګندوى دى چې دلته مخالفين پياوړي شوي ، دافغانستان ډېره برخه دهغوى ترکنترول لاندې ده  او دوى هېڅکله هم  ددې تريخ حقيقت زغملو  او دخپلې ماتې منلو ته چمتونه دي
      خواوس چې دټاکنو نېټه اعلان شوه اودټاکنو خپلواک کميسيون هم دټاکنو دتر سره کولو لپاره پر چمتووالي بوخت دى نو په کارده چې دټاکنو لپاره په رښتيا هم هراړخيز چمتو والی ونيول شي ، هر اړخيز چمتو والی په دې معنی چې لومړی بايد دټاکنو لپاره له امنيتي پلوه ښه اوډاډمنه  زمينه برابره شي ځکه چې امنيت دژوند دټولوچارولپاره لومړنی اوبنسټيز شرط دی ،په کوم ځای کې چې نا امني وي ،دهيچا سراومال خوندي نه وي ،ددولت دوسلوالو مخالفينو له وېرې څوک دکار ت اخستلو اودرايه اچولومرکز ته ورتللای ونشي ،اويا دټاکنو کميسيون اصلاً هلته مرکز فعالولی ونشي ،ياکارت ويشلی ونشي نوهلته به څوک څنګه کارت واخلي اويابه څنګه دخپلې خوښې   ولسمشر دټاکنې  لپاره خپله رايه وکاروي ؟همدااوس  ليدل کېږي چې دهېواد په   غوڅه لويه برخه کې دناامنۍ له کبله دټاکنو کارتونه وېشل شوي نه دي خو يوناماپدې خاطر  چې ټاکنې مشروع او ولس شموله وښيي  نو دکارت اخستونکيو شمېر له حقيقت څخه ډېر پورته ښيي ،نوچې کله دهېواد په لويه برخه کې کارتونه وېشل شوي نه وي نوخلک به څنګه په ټاکنو کې برخه واخلي ځکه چې دکارت وجود دټاکنو لپاره دقلف لپاره دکلي (چابي ) په څېردی .
کچېرې حکومت په ټول افغانستان کې دټاکنو لپاره مساوي امنيتي شرايط برابر نکړي، په يوه برخه کې پوره امنيت وي ،ارامي وي اودټولو خلکو لپاره دټاکنو دکارت اخستلواوپه ټاکنو کې دګډون زمينه برابره وي اوټول اوسېدونکي يي که نارينه وي اوکه ښځينه کارتونه هم واخلي آن کوچنيانوته يې هم کارتونه ورکړل شي ، خوپه بله برخه کې يې آن په ښارونوکې لويان  هم   کارت اخستلی ونه شي  ،نوداټاکنې به څنګه عادلانه ،منصفانه اوټولوته دقبول وړوي ؟.
دنړيوالو نورمونو له مخې هغه ټاکنې چې ديوهېواد د اتباعوله نيم څخه ډېر وګړي پکې برخه وانخلي هغه اصولي اوقانوني ټاکنې ندي خواوسني شرايط ددې څرګندوی دي چې دهېوادله نيمې څخه په ډېره برخه کې شرايط ناسم دي نوکله چې دملت ډېره برخه په ټاکنوکې ونډه اخستلای ونشي نوداټاکنې به اساسي اوقانوني مشروعيت څه ډول ومومي ؟.
نو موږ پرحکومت  غږ کوو  چې لومړى خو دې ټاکنې نه کوي او  که هرومرو په دې رنجو سترګې تورول او سياسي ريا غواړي نو بيا دې سمې پاکې ، رڼې او په رښتيا هم ولس شموله  ټولټاکنې ترسره کړي  اودټاکنو  دمودې له رالنډېدلووړاندې دې په ټول هېواد کې امنيتي حالات ښه اوکنټرول کړي او دا هم تجربو وښوده چې حالات په زور نه کنترول کېږي او نه له حکومت او ددوى  له بهرنيو ملګرو سره دا وس او زور شته چې  په زور حالات کنټرول کړي . دحالاتو دکنترول  اسانه لار دجګړې  دعواملو  له منځه وړل او دافغانستان عيني او ذهني  حقيقتونو ته غاړه ايښودل دي .
 که دولت په همدې کمزوري  موقف کې ټاکنې وکړي نو ګومان دى چې ددې پروسې ترپايه به مو دټاکنو په کار کې بوخت  ډېر ځوانان مخالفينو وژلي وي او  زما په اند سمبوليکي ټاکنې په دې نه  ارزي  چې موږ پرې  دځوانانو  قرباني ورکړو. 
يوبل شی چې ګوته نيول ورته ډېر اړين دي هغه داده چې زموږ د ولس ډېره برخه لاهم په ټاکنو اوپه ټاکنو کې دګډون پراهميت نه پوهېږي اوداددولت، دټاکنو دکميسيون  اونوروسيمه يزو چارواکيو دنده ده چې دټاکنو لپاره پوره کمپاين وکړي ، عامه پوهاوي ته پراختياورکړي له دې پرته به  دپورتنيو ستونزو په شتون کې دافغانستان راتلونکې ټاکنې پوره سياسي مشروعيت اووجاهت ونلري دابه سمبوليکي اوکليشوي ټاکنې اودملت اونړيوالو دتېروېستلولپاره ګام  او سياسي ريا وي ،نوکه نړيواله ټولنه ، دولت  او دټاکنو خپلواک کميسيون په افغانستان کې عادلانه ،منصفانه اوشفافې ټاکنې غواړي نوپه کارده کې پورتنۍ مشورې اوسپارښتنې عملي کړي .