دکرکټ بريالۍ ډله بياهم دتعصب ښکار شوه

افغانستان هغه هېواد دى چې داتېر ٣٠کاله پکې  دجګړو اور بل دى ،  افغانان دنورې نړۍ په څېر دلوبو امکانات  خو پرېږده  ان وچې  ډوډۍ  ته هم حيران دي ، دلته هڅه کېږي چې زموږ  ځوانانو ته  دلوبو دتوپ او دکرکټ دډنډې  پر ځاى ټوپک په لاس کې ورکړل شي  ، لته دلوبواو ساعت تېرۍ پرځاى  خلک له جنګي کلتور سره  روزل کېږي  خو ددې ټولو ستونزو سربېره هم نهيلي ښه نده 
دادى الحمدلله  افغان کرکټ لوبډله د٢٠١١کال دکرکټ دنړيوالۍ سياليوته  دتياريو په لړ کې په ارجنټاين کې خپلو سيالو ډلو ته  په ماتې ورکولو سره ددغو سياليو اتله شوه .
 دالومړى ځل ندى چې افغان لوبغاړي  په نړيواليو  سياليو کې بريالي کېږي خودا لومړى ځل دى چې افغان لوبډله په نړيواله کچه دومره ستربرى  مومي .
تردې وړاندې داولمپيک په نړيواليو سياليو کې ديو بل افغان برى  هم دافغان ولس دسرلوړۍ لامل وګرځېد .
په نړيوالو سياليو کې  دجګړه ځپليو او ددنيا له ټولو نعمتونو دبې برخو افغانانو برى که   کم او نسبي هم وي   خوبيا هم دډېرې خوښۍ وړدى ځکه چې   دلوبو دوړلو، دورزشي مهارت د پياوړي کولو،  دورزشي تکتيکونو د زده کړو  لپاره کافي امکانات  ، بشپړ امنيت ، مساعده زمينه ، سپورتي  جامې ، لوبغالي او مناسب خواړه په کار دي او زموږ افغان لوبغاړي  له بده مرغه لدې ټولو اسانتياوو او اړتياووبې برخې دي . 
تردې وړاندې يوځلمي  افغان چې دهېواد په سلو کې ٩٥ وګړي يې  لا انټرنيټ پيژني هم نه ، او پاتې  په سلو کې ٥ هېوادوال  هم ايله داڅوکاله کېږي چې د انټرنيټ له نړۍ سره اشناکېږي  د انټرنيټ په نړيوالو سياليو کې څوځله  لومړى مقام خپل کړ  .
همداراز يو بل هېوادوال مو داولمپيک په نړيوالو سياليو کې دبرونزو دمډال په ګټلو بريالى شو.  
دابرياوې موږ ته ښيي چې الله ج  افغان ولس ته ډېر ښه او لوړاستعدادونه ورکړي  او که زمينه او شونتياوې ورته برابرې شي نوپه هرډګرکې  دډېرو برياوو ، پرمختګونواو لاس ته راوړنو هيله ترې کېدلى شي .
 داد ولس نړيوالې ټولنې  او دولت ګډه دنده او مسؤوليت دى چې دا افغانان ونازوي ، ويې هڅوي  دپرمختګ اوبريا وولپاره يې زمينې برابرې او اړتياوې يې پوره کړي . 
تېره مياشت چې کله افغان دولت ، نړيوالې ټولنې  او ځينونورو مدني ټولنوپه اولمپيک سياليوکې ديوه بريالي افغان څومره شانداره استقبال وکړ نو له ولس سره   داهيله پيداشوه چې نور نو زموږ چارواکي او مسؤول ارګانونه  له خوبه راويښ شوي ، خپل اتلان نمانځي هڅوي يې او درناوى يې کوي .  
خواوس چې افغان کرکټ لوبډله په ارجنټاين کې  بيا هم بريالئ شوه  او داڅلورم ځل دى چې  نړيواله سيالي ګټي  نو له بده مرغه چې دلته هغوى په دولتي کچه  هېڅ تشويق نه شول ، نه يې دولتي چارواکي هرکلي ته ورغلل ، نه يې په مډالونو ونازول او نه يې په کيسه کې شول چې دا بې تفاوتي په رښتيا هم خواشينوونکې ده .
ديوه  افغان  تشويقول او له بل سره  سوړ چلند  ولس  او لوبغاړي  نهيلى کوي او داسې فکر کوي چې   حکومت دوه ګونى او ديوبام او دوه هوا  چلند  کوي ، په دې معنى چې ځينو لوبغاړيو ته ډېره پاملرنه کوي او ځينو ته يې هېڅ نه کوي .
 د کرکټ دې بريالۍ ډلې  خو وياړ ټول ولس ته راووړ،  داڅلورم دى  چې دالوبه ګټي تردې وړاندې دوى په تانزانيا کې  هم له پنځو هېوادونو څخه  دالوبه ګټلې وه    ددوى په بريا هرځل  دټول افغان ولس  سترګې هسکې کېږي . وياړ يې ددولت وي ، په بهرکې  دافغانستان نوم لوړېږي ، دوى لوبه دافغانستان تربيرغ لاندې کوي او دوطندوستۍ احساس پرې دومره پياوړى شي چې دلوبو په ډګر کې  دافغانستان بيرغ ترځان راتاو  کړي او الله ج ته په سجده شي .
  خو دلته دوى  له درباري ناز  او هڅونې   څخه بې برخې  دي  له يوڅو تنو هېوادپالو اشخاصوپرته بل هيچا هم  دا همت ونکړ چې  دوى وستايي او لا يې هم برياوو ته و هڅوي .
دوى وياړ ټول ولس ته راووړ، دوى په بريا دټول افغان ولس  سترګې هسکې شوې خو دکابل متصعبو چارواکيو دوى دهرځل په څېريو واربيا دوى  په يوه قوم پورې وتړل.،   له دوى سره يې  مسلکي،وظيفوي ، ملي اوحق چلند ونکړ، بلکې متعصبه سياسي چلند يې وکړ.  
ښايي مغرضې  کړۍ به همداوايي چې   موږ مو هويت او وجود نه منو او تاسو داتلولۍ  لپاره هڅې کوئ .  .
موږ دې برياليو لوبغاړيو ته ډاډ ورکوو چې  که حکومت مو قدر نه کوي  نو پروا مه کوئ ځکه دولس په زړونو کې موځاى شته ، په ولس کې محبوبيت  لرئ او ولس مو دااحسان نه هېروي .
 که چارواکي  مو هرکلي ته درنغلل او يا يې ونه هڅولئ  نو وموليدل چې  ولس په اوږو پورته کړئ  په اتڼ اوډولونويې بدرګه کړئ . ملي اشخاصو او ملي سوداګرو وهڅولئ  داددې څرګندوى دى  چې  ملت  درسره مينه کوي . 
 که څه هم تمه مو ترې  قطع ده، باور مو پرې نشته  خوبيا هم د په چارواکيو غږ کوو ، په دې خاطر  چې زموږ دا اتل هېوادوال  نهيلي نشي ،  ځانونه ورته  نور هم پردي ښکاره نشي ، نو خپل رسالت او مسؤوليت دې ترسره کړي او په ځان کې ملي احساس راژوندى کړي  که هېڅ نه وي نو له نورو دې وشرمېږي  داډله دې هماغسې  په هراړخيز ډول ونازول شي ،   ورته دې پام وشي   هماغسې دې وستايل او ونازول شي  لکه  چې نيکپا ونازول  شو ،موږ دنيکپا په هرکلي او نازولو خفه نه يو بلکې پرې ډېر خوښ يو هغه هم زموږ هېوادوال وو او وياړ يې زموږ دى دا زموږ ووځکه  ايرانيانو ونه زغمه او دارايشګر (نايي) نوم يې پرې کېښود ، په راتلونکې کې هم ورته  توفيق غواړو او دبري دعاګانې يې کوو خو دا بېعدالتي هم راته دزغم وړنده چې يوبريالى  افغان دې په دولتي امکاناتو  اسمان ته وخېژول شي او بل ته دې  کرايه هم نه ورکول کېږي .
ددوى ښه تشويق ددې لامل کېږي چې زموږ اتلان نور هم وهڅېږي  ،نور هم تکړه ، فعال او پر ځان ويسا شي .زموږ هېواد نور هم دوياړنو او اتلوليو خاوند او کوربه شي .
 خو که حکومت  همداسې تعصب ،بې غوري  او بې پروايي  کوي  او سياست له سپورت سره يوځاى کوي  نو ښايي  نه يواځې داچې  نوربه  مو استعدادونه ونه غوړېږي ، بلکې دا تيار غوړېدلي استعدادونه به  مو  هم مړاوي او بلاخره ورژېږي .