ډالۍ

د اوښکوپه ويالو کې
ډالۍ می درليږلې
تر ځنډه مې وه
په زړه پورې نيولې
هغه غوټه چې
ادکې مورې وه راکړې
د کلونو مې وه
په نښه کې ساتلې
يوه رجړومه
يوه ايينه وه
نور ځونډي وو
د لونګو
پخواني وو
ښه ډولي وو
په مريو وو پوښلي
د جولۍ په څيررومال و
د ادې د ﻻس دستمال و
ټول سره او شنه وريښمين وو
ښه اصيل په رنګ رنګين وو
ايينې يې پړکيدلې
ژۍ يې ټولې ځليدلې
پر څنډو يې زرتار و
 د پاوليو پرې کتار و
ما چې وکتل رومال ته
دې ښايست او دې جمال ته
په خپل ځان مې پيرزو نه شو
ما ويل دريې کړمه تاته
ګوندې اوس دې يقين وشي
چې ته څومره راته ګران يې
زما دزړه ارمان يې
 
09/01/12