خوست ويب پاڼه په نوي بڼه په ليکه شوه

خوست ويب پاڼه چې په لومړي ځل يې په کال ( 2003) په خپل خپرنيز بهير پيل وکړ او د پښتو ادب او فرهنګ مينه والو ته د انټرنيټي جال پر مټ وړاندې شوه بيا تر دې مهاله  يې د نړۍ په ګوډ ، ګوډ کې يو زيات شمېر لوستونکي او مينه وال موندلي .

له بده مرغه په دې وروستيو کې  دتخنيکي ستونزو له امله دغه پاڼه د يو څو مودې له پاره دليدو جوګه نه وه ، چې دغه ستونزه اوس ليرې شوې ده .

د خوست ويب پاڼې چلوونکی يو باهمته ځوان دی ، چې د درس ويلو او کار تر څنګ يې پښتو ژبې ته د چوپړ هوډ کړی دی .

د روهي ويب پاڼې ادارې کار کوونکي نوموړي ته د زياتو برياوو او ځليدو  دعا ترڅنګ له قدرمنو ليکواﻻنو خبرياﻻنو څخه هيله کوي ، چې له دغه پاڼې نه خپلې مرستې ونه سپموي ، تر څو د نورو لپاره هم يوه ښکلي بېلګه وګرځي .

په درنښت

د روهي ويب پاڼې اداره

د خوست ويب پاڼې دليدو لپاره دا ځای کليک کړی :

http://www.khost-web.net/