پكتيا والي له ځدراڼ ميشتو ولسواليو ليدنه وكړه (انځوريرز رپوټ)


دپكتيا ولايت دځدراڼ ميشتو ولسواليو داوسيدونكو ستونزوته دحل لارې چارې ولټول شوې .
سلاكار وزير او دپكتيا والې جمعه خان همدرد دځدراڼ ميشتو دريو ولسواليو  وزي ځدراڼو،شواك ،او ګردې څيړۍ، ته دسفر به ترڅ كې له مشرانو سره دسيمې دډادمن امنيت ، دبيا رغاونو دپروګرا مونو دپياوړتيا او دغه راز ددولت او خلكو تر منځ دمتقا بلو همكاريو  پر ګټورو لارو چارو خبرې وشوې .

په غونډه كې اوسيدونكو خپلې ستونځې چارواكوته يادې كړې  اودحلولو غوښتنه يې وكړه.
 په مقا بل كې جمعه خان همدرد دبيا رغاونې  ټول پروګرامونه  دډاډمنې فضا او امنيت په شتون ددولت او خلكو تر مينځ دپوره همكارۍ  په درلو دلو  كې كيدونكي وبلل او ددغو چارو دلاښه پر مخ بيولو كې يې دخلكو او دولت تر مينځ يو لړ ژمنې تر سره شوې  تر څوپه نوموړيو ولسواليو كې  دمخالفينو لا سوهنې بندې شي.
سمون – د پكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر