خوست کې دناټو پرکاروان دځانمرګي بريد رپوټ له انځورونو سره


نن د سه شنبې په ورځ نږدې لس بجې مهال د خوست ښار ختيځ ته د ناټو پوځي اډې او خوست ښار ترمنځ پرغځيدلې لار د ناټو ځواكونو پرپوځي قطار ځانمرګى بريد شوى، په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټوځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د دوى پرسرتيرو د سړك غاړې ماين چاودنه شوې اوله امله يې دوه سرتيري وژل شوي، او يو بل ټپي دى.

يوتن افغان سرتېرى وايي چې  پېښې ته څېرمه سيمه كې د يوه كور ديوالونه ړنګ شوي او نور معلومات يې دوى ته هم نه كيږي.

وسله والو طالبانو د بريد مسوليت پرغاړه اخيستى، د دوى يوتن وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې يوه طالب ملګري يې د ناټو پرځواكونو د سراچې موټر په وسله بريدكړى او ادعاكوي چې د ناټو دوه موټر او پكې سپاره اته سرتيري يې له منځه وړي دي. خو ناټوځواكونه د دوى دا ادعا نه مني.