اېډوارډ سنوډن

 اجمل روهي
له يوې مودې راهيسې، د مسکو په نړيوال هوايي ډګر(( شېرېمېتوه))کې، اېډوارډ سنوډن، د څارګريزو ادارو د پټو فعاليتونو او اسرارو  بربنډونکی له يوناڅرګند برخليک سره شپې ورځې تيروي. له هغه مهاله، چې ده د امريکا دولت د پټو څارګرو فعاليونو رازونه افشا کړل، د رسنيو د خبرونو سر ټکی ګرځيدلی.
د امريکا د دولت له نظره ده ته د قانون ماتوونکي او يو خايين په سترګه کتل کيږي خو زيات شمېر نور ده ته حتی په خپله امريکا کې د اتل په سترګه ګوري. د ده د اتلولۍ د منلو لپاره د خلکو ذهنونه وروسته له هغې نوره هم چمتو شول، چې په اروپا، لاتينه امريکا او ځينې نورو هېوادنو کې، د امريکا لخوا د خلکو د تيلفوني خبرو، ايميلونو او نورو د څارنې خبرونه هم رسوايۍ ته رامنځته کړې.
د سنوډن په هکله قضاوت به وروسته له هغې اسانه شي، چې د ده د ژوند، اند او کړنو په هکله مالومات له نظره تير کړل شي. هيله ده دغه مالومات مو، چې راغونډ کړي په غور سره ولولی او خپلې انګيرنې د تبصرو په برخه کې له موږ سره هم شريکې کړی.
 
اېډوارډ جوزف سنوډن Edward Joseph Snowden
د جون د مياشتې په ۲۱ مه، کال ۱۹۸۳ ز کې، د شمالي کورلينا په اليزبت ښار  Elizabeth CityNorth Carolina کې زېږدلی.
ده د امريکا د ملي امنيت د اژانس څارګريز فعاليتونه بربڼد کړل، چې له همدې امله د امريکا د فدرال پوليسو لخوا تر تعقيب لاندې ونيول شو.
سنوډن د امريکا په تاريخ کې يو له ډيرو مهمو افشا ګرو جنجالي څېرو څخه دی، چې د امريکا د ملي امنيت د اژانس ډير محرم  مالومات يې نړۍ ته په ډاګه کړل.
نوموړی د امريکا د څارګرې ادارې سي ای اې  کارکوونکی و او مخکې تر هغې يې د امريکا د ملي امنيت د سازمان د فني قراردي په توګه هم دنده ترسره کړې وه. ده د ۲۰۱۳ ز کال د جون په مياشت کې د پريزم PRISM د جاسوسي پروګرام ډير پټ او چاڼ شوي مطالب، د ګارډين  The Guardian  او  واشنګټن پوسټ ورځپاڼو په اختيار کې ورکړل او ويل يې، چې د دغو مالوماتو د بربنډولو موخه يې دا ده، چې د خلکو په ژوند کې  د امريکا د امنيت سازمان افراطي مداخله او پلټنې په ډاګه کړي.
 
د سنوډن ژوند او چارې:
 
د سنوډن پلار د  ساحلي پوليسو افسر و او مور يې په مريلانډ Maryland کې په يوه محکمه کې کار کولو. دوی مريلانډ ښار کې له ۱۹۹۹ز کال راهيسې ميشت شوي وو او د همدې ښار په کالج کې سنوډن د کمپيوټر په برخه کې په زده کړو پيل وکړ خو زدکړې يې په يو وار پای ته ونه رسولې.
د ۲۰۰۳ ز کال د مې په مياشت کې د امريکا په ځانګړو ځواکونو کې شامل شو. سنوډن وايي، چې ده مينه درلوده، چې د عراق په جګړه کې برخه واخلي، ځکه د يوه انسان په توګه يې دا خپله دنده بلله، چې له نورو انسانانو سره مرسته وکړي، چې له ظلم او کړاو نه وژغورل شي. وروسته د پوځي تمريناتو پر مهال يې د دواړو پښو په هډوکو کې د چاود(ماتيدلو) ستونزه راغله او له پوځ نه رخصت شو.  تر هغه وروسته د مريلنډ په پوهنتون کې د امريکا د ملي امنيت سازمان د محرمانه مالوماتو د ساتونکي په توګه وګمارل شو او د امريکا د څارګرې ادارې د ای ټي  په برخه کې يې دنده درلوده.
څرنګه چې سنوډن ډير بااستعداده و، د سي ای اې لخوا په ۲۰۰۷ ز کال کې د ديپلوماتيک نقاب لاندې، په ژنيو کې ده ته داسې دندې وسپارل شوې، چې د ده په وينا ډيرو پټو لاسوندونو او مالوماتو ته يې لاسرسی درلود.
په ۲۰۰۹ ز کال کې سنوډن له سي ای اې ووتلو او د امريکا د ملي امنيت  د سازمان د يوه خصوصي قراردي په توګه يې په جاپان کې په يوه امريکايي پوځي اډه کې دنده تر لاسه کړه.
مخکې له دې، چې سنوډن له امريکا نه د هانګ کانګ په لوري وخوځيږي، د (( بوز  الن هميلتون)) په شرکت کې يې بيا هم د امريکا د ملي امنيت د سازمان لخوا د مدير په توګه په ((هاوايي)) کې  د ۳ مياشتو لپاره کار وکړ. ده ارامه ژوند درلود او د مياشتې يې ۲۰۰ زره ډالره معاش درلود.
 
د جنجالونه پيل:
ګارډين سنوډن د داسې يو شخص په توګه راپيژني، چې د خصوصي حريم په هکله ډير حساس دی. د ده پر ليپ ټاپ کې ډيری د هغو سازمانونو نښلونې موندل شوي، چې د انټرنيټ  د ازادۍ پلويتوب کوي. ده له خپله ځانه ډير لږ ديجيټل پلونه ( نښې، لاسوندونه...) پرېښودلي. ۲۴ ګرۍ وروسته د ده له افشاګريو نه، په انټرنېټ کې يوازې د ده د کورنۍ انځورونه موندل کيدای شول، په فيس بوک او ټوټيټر کې څه نه و او حتی د ده کوم نوي انځور شتون نه درلود.
د ۲۰۱۳ زکال په جون کې، سنوډن د محرمو لاسوندونو د بربنډولو لپاره په پيل کې، له فلم جوړونکي لارا پويتراس سره اړيکې ونيولې، ځکه د هغې خبرلوڅۍ يو رېپوټ يې د امريکا د ملي امنيت سازمان په هکله په نيويارک ټايمز کې ليدلی و. سنوډن همداراز د يو شمېر نورو رسنيولکه ګارډين خبريال ګلن ګرينوډ او واشنګټن پوسټ  له خبريال بارتون ګلمن سره هم اړيکې ونيولې.
سنوډن د رمزليک ايميلونو له لارې او د Verax (رښتيا ويونکی) تر مستعار نوم لاندې، له يادو خبريالانو سره اړيکې ساتلې.
ګلمن د ده په هکله وايي، چې په لومړنۍ مخامخ کتنه کې يې راته وويل: په دې پوهيږم کوم کار، چې غواړم تر سره کړم له ډيرو جنجالونو سره به مې مخ کړي او د دغو اطلاعاتو عمومي خپريدل به زما پای وي. ده دا هم ويلي وو، تر څو چې دا مالومات خپاره نشي تر هغې به تاسې خبريالان د امريکا د امنيتي ځواکونو له ګواښ سره مخ وی، که چېرې دوی په دې باندې پوه شي، چې ستاسو په نه شتون سره به د اسرارو د خپريدو مخنيوی وشي او  تاسې د دغو اسرارو يوازيني مالکان ياست نو تاسې به ووژل شی.
سنوډن د ۲۰۱۳ ز کال د مې په مياشت کې، د ناروغۍ د درملنې په پلمه، بې له دې چې په کور کې د ځان د تعفيب په هکله کومه نښه پريږدي، له هاوايي نه بهر شو او د مې په ۲۰ مه نېټه هانګ کانګ ته ولاړ او د (( ميرا)) په هوټل کې ميشت شو.
د جون مياشتې په ۶ مه نېټه، ګلمن د سنوډن له قوله ډيره اندېښنه څرګنده کړه، ځکه په هماغه ورځ سهار يې کور د پوليسو لخوا پلټل شوی دی. په هماغه ورځ  د پريزم PRISM د جاسوسي  پټ مالومات لومړی د واشنګټن پوسټ او لږ وروسته د ګارډين لخوا خپاره شوي وو.
د سنوډن هويت د ده د غوښتنې او ټينګار سره سم د جون په ۹ مه نېټه په ډاګه شو. ده د خپل د نوم د پټولو لپاره کوم دليل نه ليدو، ځکه د ده په اند کوم ناسم کار يې نه و تر سره کړی. د جون په ۱۰ مه نېټه د ميرا هوټل کارکوونکو د دې خبر پخلی وکړ، چې له هوټله تللی دی.
سنوډن ويلي و، چې له هغو هېوادونو به د پناهندګۍ غوښتنه کوي، چې د ده سره ورته ارزښتونو ته ژمن دي البته د ده په اند د ده لپاره وړ هېواد ايسلينډ دی.
د موډرنو رسنيونړيوالې موسسې د ازادۍ د بيان مدافع سازمان په ايسلنډ کې، د سنوډن د هويت دې په ډاګه کيدلو په ورځ داسې خبرپاڼه خپره کړه، چې په هغه کې سنوډن ته په ايسلنډ کې د قانوني پناهندګۍ د ترلاسه کولو په هکله توصيې شوي وې. خو په چين کې د ايسلنډ سفير وويل، چې سنوډن نشي کولی د پناهدګۍ غوښتنه وکړي، ځکه دی هلته بايد په داخل کې موجود وي.
همداراز د هانګ کانګ د امنيت پخواني وزير، سنوډن ته توصيه وکړه، چې له هانګ کانګ نه بهر شي ځکه د دې احتمال شته، چې امريکا ته وسپارل شي. خو د نيويارک د حقوقو پوهنتون استاد (( ژروم کوهن)) اعلام کړه، چې هانګ کانګ کولی شي د سياسي جرم دمعافيت له قانون نه ګټه پورته کړي.
د روسيې د يوه تن چارواکي ديميتري پسکوف اعلام کړه، کچېرې سنوډن د پناهندګۍ غوښتنه وکړي، دوی دې ته ليواله دي، چې په دې هکله مذاکرات وکړي.
په همدې مهال امريکا هم بيکاره نه وه ناسته او د ده د نيولو لپاره يې نړيوالې هڅې پيل کړي وې. په کوم شرکت کې، چې سنوډن دنده درلوده، د دغه شرکت لخوا يوه اعلاميه خپره شوه او د ده کړنې يې وغندلې؛ د دغه شرکت د اسهامو بيې د سنوډن تر څرګندونې وروسته له سقوط سره مخ شوې.
 
د سنوډن شخصي نظر:
سنوډن په داسې حال کې، چې په دې ښه پوهيده، چې څه يې په انتظار کې دي، محرم مالومات خپاره کړل. دی دې ته لېواله نه و، چې د ميډيا تمرکز پر ده باندې وي او ويل يې، چې اصلي داستان د امريکا د پټو فعاليتونو دی نه دی پخپله.
ده له ګارډين سره په مرکه کې ويلي و، چې زما غوښتنه دا ده، چې د خلکو اصلي تمرکز پر دغه مالوماتو وي. ده د دغو مالوماتو د شريکولو موخه داسې بيان کړه، چې غواړي خلکو ته وښيي، چې څنګه د خلکو په نوم، دخلکو پر ضد کړنې تر سره کيږي. ده دا هم وويل، چې همدې موخې ته د رسيدو لپاره مې خپله ارامه ژوند قرباني کړ. د ده په وينا، چې په دې هم پوهيدم، چې دولت به له ما نه خلکو ته، د يو شيطان انځور ترسيم کړي.
سنوډن ويلي، چې نشو مې کولی صبر وکړم تر څو يو بل څوک دا کار وکړي او دا چار مې په خپله خوښه تر سره کړه، زه تل د يوه لارښود په لټه کې وم، خو هغه څوک لارښود دی، چې لومړی ګام  پورته کړي. سنوډن پر دې ټينګار کړی، چې زه کوم اتل نه يم او هر څه مې چې کړي په خپله خوښه مې کړي، خو ما نه غوښتل په داسې يو جهان کې ژوند وکړم، چېرته چې خصوصی حريم په کې هېڅ مانا نلري او په هغه کې خلاقيت او تفکر ځای نلري.