دجوﻻی دمياشتې په 19 نېټه په نړۍ کې څه تېرشوي :

 
\"Rosetta
_ په 1799 زکال کې په مصرکې د ناپليون پوځيانو د(( حجررشيد)) The Rosetta Stone  ډبرليک وموند . ددغه ډبرليک ترموندلو وروسته د لرغوني مصرژبې کلي وموندل شوه او راوسپړل شوه.
_ په1822  زکال کې فرانسوي (( جوزف نېپس )) دلومړي ځل لپاره په نړۍ کې عکس چاپ کړ.
_ په 1834  ز. کال کې نامتوفرانسوی انځورګر(( اېدګر دېګه )) زېږېدلی.
 
\"Mayakovsky

_ په 1893 ز.کال  کې روسی شاعروﻻديميرمايکوفيسکيVladimir Mayakovsky  زېږېدلی.
_ په 1928  زکال کې دچين هېواد له اروپايي هېوادونه سره ټول هغه تړونونه مات کړل ، چې دوی (( غيرعادﻻنه )) ګڼل.
 
\"\"
 
_ په 1943  زکال کې  (( وينسټون چرچېل )) داسې يو پلان وړاندې کړ، چې دهغې پر بنسټ به ايسبرګ (( کنګل غر))  به د روانې هوايي اډې په توګه کارول کيږي.
_ په1949  زکال کې دﻻوس هېواد له فرانسوي نه خپلواکي ترﻻسه کړه.
 
\"\"
 
_ په 1969  زکال کې (( انديرا ګاندهي )) Indira Gandhi  د 14 لويوهندي بانکونو دملي کولو فرمان صادر کړ.
_ په 1980  ز. کال کې په مسکوکې د22 ځل لپاره دالمپيا لوبې پيل شوې.
_ په 1991 زکال کې په زرګونوکسان دايران له پلازمېنې تهران نه په تلوار سره په وتلوشول کله چې چينايي منجم په دغه ښارکې د زلزلې وړاندوينه  وکړه .