نړۍ دجوﻻی په 17 مه نېټه :

 
_ په فنلينډ کې د دموکراسۍ ورځ ده ؛
_ په سوېلي کوريا کې داساسي قانون ورځ ده ؛
_ په1775  زکال کې په نړۍ کې دلومړي ځل لپاره پوځي روغتون ، په امريکاکې پرانستل شو ؛
 
\"\"
 
_ په 1790 زکال کې نامتو انګريزی فيلسوف او اقتصاد پوه ((ادم سميت )) Adam Smith ومړ.
_ په1854  زکال کې په اروپا کې دلومړي ځل لپاره په اتريش کې ، دريل غرنۍ پټلۍ جوړه شوه.
 
\"\"
 
_ په1868  زکال کې په جاپان کې پلازمېنه له (( کيوتو)) ښارنه (( توکيو)) Tokyo ته ولېږدول شوه.
_ په 1973 زکال کې په افغانستان Afghanistanکې ديوې سپينې کودتا په ترڅ کې شاهي نظام ته پای کېښودل شو.
_ په1990  زکال کې امريکا د ((ميني کمپيوټر)) دامتياز حق ثبت کړ.
_ په 1992 زکال کې وروسته له هغې ، چې دچکوسلواکياپه پارلمان کې سلواکي وکيلانو ديوه خپلواک سلواک هېوادلپاره رايې ورکړې ، دهغې مهال جمهور رئيس (( واسلاو هاول )) خپله استعفا وړاندې کړه.
_ په1994  زکال دبرازيل دفوټبال لوبډلې دڅلرم ځل لپاره دنړۍ اتلولي وګټله.
 
\"\"
 
_ په 1995 زکال کې کې په جرمني کې د تنېس سپورټ اتلې (( شتيفي ګراف )) وويل ، چې له جرمني څخه به دمالياتود نه تاديه کولو دتور له امله ووځي .