دالمان په مونيخ ښاركې دايران دمجلس مشردامريكاپه سياستونونېوكه كړي

دايران دشورامشردهغه فرصت څخه په ګټې اخېستنې سره چې ده ته په نړيوال امنيتي كنفرانس كې وركړل شوى،دغربي نړۍ اودامريكادمشرانوپه وړاندې،دهغه ستونزولست وړاندې كړچې دامريكالخوادايران داټمې پروګرام په اړه پكاراچول شوې،وې                                                                                      
دايران دشورامشرچې دتېرې جمعې په ورځ په نړيوال امنيتي اوسياسي پروګرام كې دګډون په موخه المان ته رسيدلى ددغه كنفرانس په لومړنى غونډه كې خبرې كړې،ددغوخبروكاپي،دتابناك په نوم يوه خبري اژانس راخيستې،علي الريجانې دخپلوخبروپرمهال په منځني ختيځ كې دامريكاپرسياستونونېوكه كړې،اودحماس اوحزب الله له ډلويې خپل ملاتړپه ډاګه كړى.دتېرسپتمبروروسته دالومړى ځل دى چې دايران چارواكې په نړيوالوغونډوكې داډول دخبروفرصت ترلاسه كوي.كه څه هم دايران دبهرنيوچارووزيرمنوچهرمتكي ايله يوه اوونۍ وړاندې دداووس په نړيواله اقتصادي غونډه كې برخه درلوده خوله خبروكوله يې ډډه كړي وه،دايران دشورامشردايران پخواني سياست څخه په دفاع سره دايران داټمي پروګرام څخه ملاتړاعلان كړى،اودټولوستونزوپړه يې به غرب اچولې،دالمان په مونيخ ښاركې دغه درې ورځينى امنيتي اوسياسي راټوليدنه چې لومړى ورځ يې يوازې دلاريجاني لخواپه امريكانېوكوته بېله شوې په ځينوځايونوكې دامريكانوى حكومت په مثبتوټكوهم يادكړ،هغه وويل(( پدې ورورستيوكې دامريكانوي حكومت منځني ختيځ ته خپل نوى استازى راليږلى چې دامريكاحكومت وايې داكس يې يوازې دخبروداوريدولپاره راليږلى نه ددستوروركولولپاره))چې دادامريكادنوي حكومت يوښه ګام بللى شو.علي لاريجانې وويل امريكاپه تېرمهال كې دخبروكولوډېرپلونه له منځه وړي چې اوس ددې وخت رارسيدلى چې امريكابايددغه پلونه له سره ورغوې،دايران دشورامشروايې ددغواړيكوجوړول،نوي ستراتيژى اومتقابلواړيكوته اړتيلري،علي لاريجاني دخپلوخبروپرمهال د۱۳۳۲ كودتاته هم ګوته ونېوله چې دامريكاپه امرترسره شوې ده وويل ددغه كودتاموخه داوه چې امريكادايران په معدني موادوخيټه واچوي ده همدارازوويل:چې امريكاپه ۱۳۵۷ كال كې په ايران كې ديوې بلې كودتانيت درلودخودخميني دسياسي بصيرت له امله داكودتاناكامه شوه، ايران دموادوواپس كول اودايران په وړاندې دصدام تشويقول  هم دامريكالخواترسره شوې،داهغه خبرې وې چې علي لاريجانې پدغه ناسته كې ترسره كړې،دامنيت شوراغړوهېوادونودتېرې چهارشنبې په ورځ وويل((چې دوى دباراك اوبامادهغوخبروهركلى كوې چې ويلې يې دي چې دايران سره به اټمي ستونزه دديپلماتيكولاروحلوې،))خودايران دمجلس مشرداخبرې دومره مهمې نه دې ګڼلې،خوويلې  دي،چې داستونزه بايدديپلماتيكولاروحل شي.ده زياته كړي،اوس خوپه پدې قانع شوې وئ چې ايران اټمي وسلې نه لري،ده وويل:مااوريدلې،چې دايران دفضاعى سپوږمكۍ په توغولوهم ځينوهېوادونواندېښه په ډاكه كړي،پدې كې داندېښې خبره چېرې ده؟                   
دايران دغه سپوږمكۍ چې دتېرې سه شنبې په ورځ دځمكې مدارته وليږل شوه،ځينوهېوادونه وويل دايران اټمې پروګرام اوس ديوې اساسې نقطې څخه دتېريدوپه حال كې ده،علي لاريجاني دخپلوخبروپرمهال وويل په امريكاكې نوى حكومت دخپل هېوادپه ګټه بولې،ده زياته كړه دادامريكادنوي حكومت لپاره يوچانس دى،چې پخپله ستراتيژى له سره غوروكړي نه په تكتيك دجرمني په مونيخ ښاركې دادرې ورځينى كنفرانس چې دنړيوال سياست اوامنيت په اړه پكې خبرې كېږي سږكال لدې امله ډېرمهم دى ،چې دامريكادنوي حكومت مرستيال جوبايډن اودامريكاددموكرات ګونددوه لوړپړي چارواكې پكې ګډون كړى،پدغه كنفرانس كې به دولسمشرباراك اوبامامرستيال جوبايډن دنړيوالواټمي وسلوسره ددفاع په اړه خبرې وكړي،ځينورسنيوداهم ويلې چې كيدى شي پدغه كنفرانس كې دامريكااوايران استازي هم له يوپل سره وغږيږي چې داخبره ايرانيوچارواكوتردې دمه نه ده منلې 
كمپوزاوژباړه فيض الله غمخور