ګوره چې هيردې نه شم

ته به ما نه پيژنې
خو زما روح درسره مينه کوي
زما د لوړ تخيل نوح درسره مينه کوي
چې د تيارو توپان په ځمکه راشي
دهسک درياب ته دې راوخيږوي
ما سره يو ځای دې ستورو په ګوهرو پسې
د سپوږمۍ سپينه نوراني بيړۍ کې وګرځوي
ستا په پاسته ورغوي وليکم دمينې غزل
((ګوره چې هير دې نشم))
دايې وروستۍ مسره وي
ته د ماشومې غوندې وتخنيږې
او له خندا نه شنه شې
ستا له خندا سره بيړۍ ساحل ته ورسيږي
اود تيارو توپان تاﻻواﻻ شي
بيا مې چې څوک درنه پوښتنه کوي
ته ورته وايې زه يې نه پيژنم
ﻻ مې ليدلی نه دی