
د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ كي د سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد لخوا پرانيستل شوه
د پكتيا پوهنتون رئيس پوهاند عبيدالله پريار وويل : د غه و دانۍ چي كار يې يو نيم كال وړاندي پيل شوی وو ، بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شوه .
په دې مراسمو كې د پكتيا والي جمعه خان همدرد ، د ۵۰۵ لمبر سپين غر پوليسو قومندان ، امنيه قومندان ، د ولايتي شورا استازي ، د اداراتو مسئولينو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه
د پوهاند پريار په وينا د پوهنتون تدريسي بلاك په دريو پوړو كې په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي ، چي ۳۰ درسي ، ۴ اداري او نور ضروري ملحقات لري او په يو وخت كي د ۱۱۰۰ تنو محصلينو ځاېدو وړتيا لري
د ه وويل دا پوهنتون د ۴۶۵۰۰۰ امريكايي ډالرو په لګښت د مخدره توكو سره د مبارزي د وجهي صندوق له لوري د پكتيا بزګرانو ته د امتياز په ډول وركړل شوې وې جوړ شوي
د پكتيا والي جمعه خان همدرد د پرانيستنې پر وخت ښوونكو ته د يوې، يوې نمري د توزيع كولو زيری وركړ .
همدا رنګه د پكتيا والي ښآغلي همدرد د لوړو زده كړو پر وزير نيوكه وكړه چي د پكتيا پوهنتون ته يي هيڅ ډول پاملرنه نه ده كړي
پكتيا پوهنتون تر دي دمه ودانۍ نه درلوده او دا لمړۍ بلاك وو چي كار يي بشپړ شو ، په راتلونكي كې به د انجنيري ، ښوونې او روزنې ، شرعياتو او حقوقو پوهنځي او دغه راز د نارينه او ښځينه وو محصلينو لپاره شپه غالې هم جوړ شي
د يادوني وړ ده چې د پكتيا پوهنتون په ۱۳۸۳ كال كي د پكتيا د خلكو په غوښتنه او د جمهور رئيس د ځانګړي فرمان له مخي تآسيس شوی او تر دې دمه د هيواد د بيلابيلو ولايتونو څخه ۶۰۰ تنه محصلين پكې زده كړې كوي.
دپكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر