
سپينې ماڼۍ دايران داميدپه نوم دفضاعى بيړۍ دتوغولوله امله خواشينې څرګنده كړي اوپدې اړه يې غبرګون هم څرګندكړى
ايران دتېرې سه شنبې په ورځ داميدپه نوم يوه سپوږمۍ دځمكې مدارته په برياليتوب سره وتوغوله دامريكاددفاع وزيررابرټ ګيټس خبريالانوته وويل امريكا دخپل ټول ځواك څخه ګټه پورته كوې چې ايران دنړيوالې ټولنې ديوه مسول هېوادپه توګه كاروكړي اوپدې اړه دامريكاحكومت اوس هم هڅه كوي خودايران لخواداسي مثبت رفتارنه دى ليدل شوئ چې مونږقانع كړې رابرګيټس وويل اوباماغواړې چې ايران ديوه مسول هېوادپه توګه په سيمه كې كاروكړي دامريكادبهرنيوچارووزارت يوه وياندويلې ددې احتمال شته چې ددغه مصنوعي سپوږمۍ څخه ايران دبلاستيك توغنديوپه ويشتلوكې ګټه پورته كړې ځينوغربي هېوادونوهم ددغه مصنوعي سپوږمۍ په اړه خپله اندېښنه په ډاګه كړي دفرانسې چارواكې وايې ايران غواړي هستوي وسلې ترلاسه كړي خوايران داتورونه ردكړي داسرايئلودفضايې چارومشردايران لخوادمصنوعي سپوږمۍ توغول تائيدكړل اوويې ويل داسپوږمۍ دهغه چالخواجوړه شوې چې دايران څخه بهريې زده كړې ترسره كړي اوداكسان كولائ شي دېته ورته نوركارونه هم ترسره كړي دبرطانيې دبهرنيوچارووزارت هم پدې اړه غبرګون څرګندكړئ اوويلې يې دې چې دوى پدې اړه نوروكړنوته منتظردي داميدپه نوم دغه سپوږمكى چې درې كاله وړاندې يې كارپيل شوئ وواوس مهال دايرانې انجينرانولخواپه برياليتوب فضاع ته وتوغول شوه