
سپينه ماڼۍ وايې دامريكاولسمشرباراك اوبامادامريكااوايران دچارواكوترمنځ په هيڅ ډول پټوخبروكې منځګړتوب نه دى كړى
دنړيوالواړيكوسازمان تيره ورځ بي بي سي راډيوته ويلې ووچې تردې دمه ددغودواړوهېوادونوترمنځ په اروپاكې څلوركنفرانسونه دايرشوې همداشان دفرانسې خبرې اژانس هم ويلې ووچې دغه پټې خبرې دايران اوامريكادلوړپوړوچارواكوترمنځ په غيررسمي شكل ترسره شوې چې داكاردباراك اوباماپه لارښوونه ترسره شوئ خوپه سپينه ماڼۍ كې دامريكادملي امنيت مشاورمايك هامرداخبره په جديت ردكړي هغه وايې باراك اوباما دقدرت دانتقال ټيم ته دنده سپارلې وه چې دهيڅ بهرني دولت سره اړيكه ونه نيسي دملي امنيت دشورادغه ويانددامريكاددفاع دپخواني وزيرويليم پري په مشرى دايرانيوچارواكوسره دخبرو دكولواونه كولوموضوع ردنكړه دفرانسې خبرې اژانس داهم ويلې ووچې باراك اوبامادقدرت دانتقال پرمهال يوې ډلې كارپوهانوته دنده سپارلې وه چې دسوريې اوايران سره اړيكه ونيسي له بلې خوادايران داطلاعاتووزيردواشنګټن ټايمز ورځپاڼې دهغه رپوټ په اړه غبرګون څرګندكړى اوويلې يې ووچې تردې دمه دايران اوامريكاترمنځ په رسمي شكل كومې خبرې نه دې ترسره شوې همداشان يوبل ايراني چارواكې دمهرپه نوم يوه خبرې اژانس ته ويلې چې ترڅوچې امريكاخپل دزورواكى سياست ته دپاى ټكى كېنږدې ترهغې دداډول خبروامكانات نه ليدل كېږي
كمپوزاوژباړه فيض الله غمخور